تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رښتني ملګري ځانګړتیاوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 1, 2020
  0
ژباړه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هغه دوه کسان چي ځان يو زړه او يو ځان ګڼي هغوی ته په عربي ژبه کي خليل وائي. 
 
په کومو دوو کسانو کي چي بې کچي موافقت وي هغوی ته حبيب وائي.
 
انسان کولای سي چي په ټولنه کي يوازي او بې دوسته ژوند تېر کړي خو په دې سره به د انسان ژوند سخت، بې رنګه او بې خونده سي.
 
په عام ډول د ۱۰ کلونو څخه بيا تر ۳۵ کلونو پوري انسانانو ته د ملګري پيدا کېدل ډېر اړين وي.
 
هر کله چي ملګرتيا جوړيږي بايد يو د بل سره یې انډول برابر وي که چيري نه وي نو زيات شمېر ستونزي رامنځ ته کوي.
 
د دې ډول ملګرتيا مثالونه په لاندي ډول دي:
 
۱–په کم عمره او ډېر عمره کي.
۲–توانګر او بې توانا کي.
۳–په  دنياداره او درويش کي.
 
د‌ لوړو اشخاصو په منځ کي دوستي او ملګرتیا پيداکېدل سخت کار دئ.
 
هغه کس هيڅکله ملګری نسي پيداکولای، د چا چي خپل ميلان صرف او صرف په ژوند کي يوه  کار ته وي هغه فطرتاً هيڅکله ملګرتيا نسې جوړولای ځکه داسی اشخاص فکر کوي چي دوی ملګري او ملګرتيا ته هيڅ اړتيا نه لري.
 
د طبيعت او نظر يو شان والی ملګرتيا نوره هم  ټینګوي او همېشنۍ کوي.
 
د غير مناسب عمر ملګرتيا، او د مختلف فطرت لرونکي اشخاصو تر منځ عموماً ملګرتيا ناپايداره او تر يوه مطلب پوري وي. په دې نړۍ کي د صادقه ملګري پيدا کول ډېر مشکل کار دئ، هر چا چي صادقه ملګری پيدا کړی هغه ډېر خوشنصيبه، خوښ او ګټمن دئ.
 
د عالمانو وينا ده: "څوک چي په ژوند، غم، خوشحالي، د ضرورت په ځای او مرګ کي هم درسره نژدې وي هغوی ريښتيني ملګري دي".
 
ريښتني ملګری د اسلامي له نظره يو الهي نعمت او بد ملګری د صحیح مسیر بدلونکی دی نو د ملګري په پيدا کولو کي دقيق واوسئ!
 
 
ريښتنی ملګری دا ځانګړتیاوي لري: 
۱–تل  خپل د ملګري په کامياب کېدو خوشحاله کيږي.
۲–کله چي يې ملګری ناکامه سي نو هغه نور هڅوي او بیا ځلي ناکامه کېدو ته يې نه پريږدي.
۳–خپل د ملګري څخه د ملګرتيا په بدل کي د هيڅ شي غوښتنه نه کوي او طمعه ئې هم نه لري.
۴–تل خپل ملګری د خرابي لاري څخه سمي لاري ته هڅوي.
۵–د خپل ملګري کوچني عيبونه پټوي.
۶– نورو ته د خپل ملګري ښه اوصاف بيانوي.
۷–په صادقانه توګه خپل د ملګري د کامياب کېدو لپاره هڅي او کوښښونه کوي.
۸–د غم په حالت کي خپل ملګري ته تسلي ورکوي.
۹–ښه ملګری په خپل ملګري کي د ښو کارونو شوق او ميلان  زياتوي.
۱۰–ښه ملګری د خپل ملګري لپاره حتی خپل د ځان قربانولو لپاره تيار وي.
 
موږ د خپل پلار او ورور د ميني سره سره د هغوی سره خپل نياز او راز نه کوو مګر د ملګري سره زموږ د ژوند هره خبره شريک کوو.
 
د ژوند په سفر کي موږ هر يو، يو صادق ملګري ته ضرورت لرو تر څو د ژوند سفر نور هم په ښه توګه پر مخ يوسو او خوند ځيني واخلو.
 
حقیقي ملګری هغه دی چي موږ ته دنیوي او دیني نفعه ورسوي.
 
ـــــــــــــــــــــ
د ملګري اړوند ګټور معلومات
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته