تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستا مېرمن ستا ملګرې ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 7, 2023
  0
ستا مېرمن ستا ملګرې ده
 
لیکنه : سمیع الله  دُرانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
۱- په خواږه نوم یې یادوه؛ نبي کریم  صلی الله علیه وسلم عائشه رضی الله عنها ته "عاشُ" په نوم ږغ کاوه.
 
۲- له هغې سره بازي کوه؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم به عائشه رضی الله عنها سره ځغاستل او کله چي خاوند له خپلي مېرمني سره بازۍ کوي، الله جل جلاله له هغه سره محبت کوي.
 
۳- له هغې سره ښه رویه کوه او هغې ته هغه شی ور  وړه، چي زړه یې ستا خواته مایل کیږي؛ د عرفات اخري خطبه کي د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم له طرفه انتباه ده.
 
۴- د هغې لپاره تحفې رانیسه، که څه هم ځیني وخت حتی ژاولي هم وي؛ د هغې د کوچني په رکم رویه خوښه ده.
 
۵- د کور په کارو کي له هغې سره کومک کوه، کله چي ته موجود یې، د خوراک په پخولو، د کالیو په مینځلو او د اطاق په صفا کولو کي کومک کوه( دغه سنت اعمال دي).
 
۶- د هغې د والدینو عزت  او کله ناکله تحفې ورکوه.
 
۷- د هغې د ټولو ښو خبرو او کارو  صفت کوه، خاصتاً هغه چي ستا لپاره یې کوي، ځانګړې مننه ورڅخه کوه.
 
۸ - هغې ته ووایه او دا ورته وښیه، چي څومره قدر درته لري او ته له هغې سره څومره محبت کوې او  دغه راز ته څومره خوش قسمته یې.
 
۹- د هغې خبري په پوره توجه، محبت او دلچسپي اوره او کوم مشکل چي درته وایي ورحلوه یې.
 
۱۰- هغې ته د هغې له عیب ښکاره کولو مخکي د هغې صفت کوه.
 
۱۱- ښه خوشبو (خوله او جسم ، دغه دواړه سنت هم دي) تل تا ښايښته کوي.
 
۱۲- چي کله ستا سره وي، نو له هغې سره خبري کوه.
 
۱۳- له  هغې سره یو ځای د کور په چارو کي مرسته او کار کوه، لکه خواړه پخول، ډوډۍ، د قران کریم تلاوت او نور....
 
۱۴- د نورو په  مخکي د هغې د غلطۍ اعتراف  مه کوه.
 
۱۵- هغې ته د دین درس ورکوه او په  دین یې پوه کړه، چي اولادونه  یې صالحان سي.
 
۱۶- د هغې  د وهلو، هغې ته له ښکنځلو، له هغې سره د شخړي کولو او هر  راز تکلیف ورکولو څخه ځان وساته.
 
۱۷- دعاوي  ورته کوه، هغه هم هڅوه، چي  دعاوي درته وکړي.
 
یا الله! موږ کامل مسلمانان جوړ کړې او زموږ د مېرمنو ژوند ښایسته جوړ کړې!
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته