تازه سرليکونه
اداري تګ لاره
  تعلیم الاسلام
  August 12, 2017
  0

 اعوذ بالله من الشیطن الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم
 
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (۳۳ فصلت)
 
او څوک غوره دی د وینا له مخي تر هغه چا چې هغه د الله و توحید او عبادت لره بلنه ورکوي او صالح عمل کوي او وایي یقینا زه د مسلمانانو څخه یم.
 
یعني هر هغه څوک چې د الله د وحدانیت او یووالي و منلو ته خلک دعوتوي ، د الله و عبادت او بندګي ته خلک رابولي او نیک عملونه کوي، د الله جل جلاله امرونه پر ځای کوي، د منهیاتو څخه ځان ساتي او د اسلام پر دین وي تر دغه کس بل غوره وینا کونکی نسته او نه د ده تر تګلارې بله غوره تګلاره سته او نه دده د عمل په شان بل زیات ثواب لاس ته راوړنکی څوک سته.
 
الله جل جلاله دي موږ او تاسو ته توفیق راکړي چي همدا درې واړه ښکلي صفات په ځان کي پیدا کړو.
په ژبه، قلم او بله هره وسیله چې وي په هر وخت او په هر ځای کې د اسلام د مقدس دین دعوت مخ پر وړاندې بوځو، د الله جل جلاله و عبادت ته خلک را وبولو او په خپله هم نیک عملونه انجام کړو او پر خپله مسلماني وویاړو ، رَضِيتُ بِاللَّهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا.
 
د دې ويبپاڼي دا لومړنی پیغام چې تاسو لولی ډېر د خوښۍ ځاى دى، نوموړې یوه تعلیمي ویبپاڼه ده، چې د قرآني تعلیماتو، نبوي ارشاداتو او اسلامي معلوماتو د اشاعت او خپراوي په منظور د انټرنيټ غېږ ته سپارل سوې ده او ان شاءالله ستاسو تر ټولو په زړه پوري او د هري ورځي د کتلو او لوستلو وړ ويبپاڼه وي چې يو پلو به مو د ديني علومو تنده په ماتېږي او بل پلو به مو د اسلام د مقدس دين د ابلاغ او تبلیغ یوه ستره سرچينه ګرځولې وي.
 
په دې ویبپاڼه کي به څه خپریږي ؟
 
ښايي دا هغه پوښتنه وي چي د هر کتونکي په ذهن کې ورګرځې، په ټوليز ډول که وګورو د ویبپاڼې محتوا هغه څه دي چي هر کتونکى یې پلټنه کوي او د ګڼ شمېر ويبپاڼو څخه يوه يا څو د محتوا له مخې انتخابوي.
 
د دې پوښتنې ځواب به لږ وروسته وليکو، خو په ډاډ سره ویلای سو چي ان شاءالله د دې ویبپاڼې خپرونې به ډېرې ښکلي وي چې هر کتونکى به يې ارومرو وايي: دا ټول هغه څه دي چې موږ يې هڅه کول، لکه څنګه چې موسي علیه السلام د خپل خادم په ملتیا علمي سیر کاوه، د خضر علیه السلام سره يې د ملاقات د ځای نښه د ماهي د ورکیدلو ځای ښودل سوی و، موسي علیه السلام چي د خادم څخه د غرمې خواړه طلب کړه هغه ورته وویل چي زموږ د خوراک ماهی خو په پلاني ځای کي ژوندی سو او د دریاب په اوبو ننوتی، موسی علیه السلام ورته وویل: ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ (الایة ) دا هغه څه وو چي موږ یې تلاښ کاوه.
 
په دې ویبپاڼه کي لاندنۍ خپروني په نظر کي نیول سوي دي چې د وخت د تقاضا سره سم به ان شاءالله لازم نوښتونه او پراختیاوې په کې پلي کېږي.
 
د قران کریم ترجمه او تفسیر ( ږغیږ درسونه )
د مشکاة المصابیح ( ږغیږ درسونه )
علمي مباحثې (د ښار د علماء کرامو سره مرکې)
د منبر آواز (د علماء کرامو اصلاحي بيانونه)
منتخب احادیث ( متن او ژباړه په لیکلي ډول )
فقهي معلومات ( ږغیږدرسونه )
اوږده او لنډ لیکلی علمي مطالب ( ستاسو لخوا او هم د ویبپاڼي د ادارې لخوا )
دارالافتاء ( ستاسو لیکلي او ږغیږي پوښتني چې ځوابونه به يې هم په ږغېږ او ليکلي ډول ورکول کېږي )
معلوماتي خپروني ( ږغېږ او په ليکلي ډول)
کتابتون
د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
او دې ته ورته نوري په زړه پورې بېلابېلې تعلیمي خپرونې.
 
پوره تفصیل دلته لوستلای سی: هراړخیزه اسلامي معلومات
 
اوس تاسو وواياست ايا دا ټول هغه څه نه دي چې تاسو يې هڅه او کوښښ کاوه؟ تاسې چې د نړۍ په هر ځای کې اوسېږئ که د نیټ اسانتیا ولری کولاى شي د دې ويبپاڼې له لارې په پښتو ژبه د خپلو شرعي پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړئ، دا ځوابونه به پر دوو ډولونو نشرېږي چې یو ډول به يې په ليکلي او بل ډول به يې په ږغېږ ډول وی، يعنې تاسو کولاى شئ د ليک له لارې خپله پوښتنه مطرح او ځواب يې په ليکلي ډول تر لاسه کړئ، يا کولاى شئ د تليفون له لارې خپل پوښتنه له موږ سره ثبت او ځواب يې په ږغېږ ډول تر لاسه کړئ.
 
يوه بله د يادونې وړ خبره دا ده چې دا ويبپاڼه به له انلاين مدرسې څخه هم برخمنه وي، يعنې د دې ويبپاڼې کتونکو ته به هر سهار ديني تعليمي درسونه پر ليکه کېږي، هغه کسان په تېره هغه خويندي چې ديني زده کړو ته لاس رسى نه لري له دې لارې به خپلو ديني زده کړو ته ادامه ورکوي.
 
دا ویبپاڼه د کومې ادارې لخوا نشریږي ؟
 
دا هم مهمه ده ځکه د دیني معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره هغه اداره وړ بلل کیږي چي هغه یوه معتمده اداره وي ، بلکې ضروری ده ځکه تاسو ته معلومه ده چي د دین په مورد کي د رسول الله صلی الله علیه و سلم د ټولو ویناوو او کارونو سرچینه اسماني وحی دي خو بیا هم تاسو به په کتابونو کي لوستي وي او هم به مو د علماؤ څخه اوریدلي وي چي دا حدیث صحیح دی يا دا حدیث ضعیف دی ، پداسي حال کي چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول حدیثونه صحیح دي لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمایی: وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (۴ النجم)
 
ژباړه: او رسول الله صلی الله علیه و سلم د خپل ځان څخه نه ږغیږي ، دده ویناوي بیله وحیو څخه چي ورته کیږي بل څه نه دي .
 
خو له دې سره سره ځینو حدیثونو ته ضعیف ویل کیږي ، ددې اساسي وجه داده چي د نبي کریم علیه الصلاة والسلام ټول حدیثونه دین دی یعني د دین احکام اوعقاید په ثابتیږي ، نو هر څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث روایت کوي هغه باید د اعتماد وړ کس وي، هغه باید داسي څوک وي چي هم یې پر حافظه باور او اعتماد کیدلای سي او هم یې پر دیانت او رښتینولی باور او اعتماد کیدلای سي . غیر معتمدو یعني هیرجنو، درواغجنو او فاسقانو چي کوم احادیث را نقل کړي دي پر هغو ټولو علماؤ کرامو د ضعف سره کرښه را تاو کړې ده څو مسلمانان پوه سي چي دا روایات د منلو وړتیا نه لري چي د دین د احکامو لپاره د یو دلیل په ډول اعتماد پر وسي ځکه چي راوي یې د اعتماد وړ نه دی.
 
د همدې څرګندونو څخه ثابته سوه چي دیني معلومات باید د اعتماد وړ منبع څخه تر لاسه سي، داچي تعليم الاسلام یوه اسلامي تعلیمي ویب پاڼه ده ددې په هکله هم دا پوښتنه مطرح کیدلای سي چي دا د کومي ادارې لخوا خپریږي؟
 
په دې اړه ویلای سو چي دا ویبپاڼه د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ۸۹.۷۰ ايف ایم کندهار د ادارې لخوا خپریږي لکه څنګه چي له ډومین څخه یې هم څرګندیږي .
 
تعلیم الاسلام ولسي راډیو د ۱۳۸۷ کال د ثور پر ۱۳ نیټه خپلې رسمي خپرونې پیل کړي دي خو د رسمي خپرونو له مخه يې تقریبا د څه مودې لپاره امتحاني نشرات هم لرل .
 
دا شخصي اداره د مخلصو مسلمانانو په زکاتو او صدقاتو او همدارنګه په ځينو تجارتي اعلاناتو سره خپل اقتصادي اړتیاوي پوره کوي، هر مسلمان کولای سي د خپل اوس او توان سره برابر ددې راډیو سره په مالي، علمي، نظري او تبلیغاتي برخو کي ګډون وکړي او د اخري زمانې په دې دور کي د دین په رسولو  او قوي کولو کي خپل مسؤلیت انجام کړي.
 
د تعلیم الاسلام ولسي راډیو د نشراتو اوس تقریبا اووه کلونه پوره کیږي او دا د کندهار په ښار کي تر ټولو راډیوګانو زیات شمېر اوریدونکي لري آن تر دې چي په بې شمیرو کورونو کي د سهار د خپروونو څخه نیولي بیا د شپې د خپروونو تر اختتام پوري په مسلسل ډول اوریدل کیږي ، تعلیم الاسلام ولسي راډیو هغه په زړه پوري او معتمده راډیو ده چي نه یوازي د کندهار ښار او شاوخوا سیمو بلکي په هر ښار او وطن کي چي کوم کسان یې د خپرونو څخه خبر دي هغوي ټولو ته د اعتماد وړ او په زړه پوري ده او د ولس هر کس یې د ځان راډیو بولي په مالي او معنوي ډول یې ملاتړ کوي ، ځکه چي دا راډیو د یوې خوا یوه شخصي ولسي ناپیلې راډیو ده ، په هیڅ ارګان او هیڅ دولت پوري تړلې نه ده او د بلي خوا ټولي خپروني یې معیاري دیني خپروني دي نو ځکه یې د ولس د هري طبقې اعتماد او ملاتړ خپل کړی دی .
 
و صلی الله تعالی علی نبیا محمد و آله و صحبه اجمعین.
 
له ټولو کتونکو څخه په ډېر درنښت دا هيله کوو چې دا ويبپاڼه له خپلو ټولو ملګرو سره شريکه کړي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته