تازه سرليکونه
د (د ادارې پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام اداره
  تعلیم الاسلام
  August 14, 2017
  0

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

د تعلیم الاسلام ادارې د لاري هراړخیز اسلامي معلومات

 

لنډه پېژندنه:
تعلیم الاسلام راډیو یوه خپلواکه، شخصي، بې طرفه اسلامي اداره ده چي په شپږو ولایتونو (کندهار، هلمند، ننګرهار، ارزګان، فراه، زابل،سپین بولدک او نیمروز) کي فعالیت لري او په سیمه کي تر ټولو بانفوذه، مشهوره او معتمده اسلامي اداره بلل کیږي. د تعلیم الاسلام راډیو د ژوندي نشراتو په ذریعه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي میشت افغانان خپلي دیني او تربیتي تنده ماتوي.
 
د تعلیم الاسلام راډیو څانګي:
 
تعلیم الاسلام راډیو کندهار (مرکز) ۸۹.۷ FM 
تعلیم الاسلام راډیو هلمند (څانګه) ۸۹.۵ FM 
تعلیم الاسلام راډیو ارزګان (څانګه) ۸۸.۲ FM 
تعلیم الاسلام راډیو ننګرهار(څانګه) ۹۱ FM 
تعلیم الاسلام راډیو فراه (څانګه) ۶.۸۹ FM 
تعلیم الاسلام راډيو زابل (څانګه) ۸۹،۳ FM
تعلیم الاسلام راډيو بولدک (څانګه) ۸۹،۴ FM
تعلیم الاسلام راډیو نیمروز (څانګه) ۸۸،۲ FM
تعلیم الاسلام دارالحدیث
تعلیم الاسلام تخصص في الافتاء
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
تعلیم الاسلام للبنات (د انجونو مدرسه)
تعلیم الاسلام للذکور (د هلکانو مدرسه)
تعلیم الاسلام مجله 
تعلیم الاسلام مطبعه
تعلیم الاسلام طلايي لړۍ 
تعلیم الاسلام انلاین مدرسه
 
تمویلي اړخ يې:
تعلیم الاسلام راډیو د سیمي د سلګونو بانفوذو او ولسي علماء کرامو او پوهانو پرمخ بیول کیږي او په مالي برخه کي د ولس په صدقاتو او مشروع تجارتي اعلاناتو تمویلیږي. 
 
خپروني يې: تعلیم الاسلام راډيو په اونۍ کي تقریباً تر ۸۰ زیاتي خپروني نشروي چي پر اسلامي، تعلیمي، تربیتي او ټولنیزو مسایلو مشتملي دي، پدې خپرونو کي د عصري علومو خپروني هم شتون لري. د تعلیم الاسلام راډيو د خپرونو په واسطه په بې شمیره افرادو او کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې.
 
د مختلفو اسلامي معلوماتو لپاره تعلیم الاسلام ویب پاڼه کتلای سی خو ستاسو د لا ښه معلوماتو لپاره د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څو مشهوري څانګي په لاندي ډول معرفي کوو، هیله ده چي خپله دیني تنده په ماته کړی:
 
د قرانکریم تفسیر او ترجمه
د قرانکریم عمومي ترجمه او ددې ترڅنګ د جلالین د مشهور تفسیر ترجمه. (لینک)
 
مشکاة المصابیح
د حدیثو د مشهور کتاب (مشکاة شریف) مسلسل درس د عوامو او خواصو لپاره. (پیوند)
 
نړیوال قاریان
د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه د نړۍ د مشهورو قاریانو زړه راښکونکي قرائتونه (پیوند)
 
خاتم النبیین  
د افضل الانبیاء محمد رسول الله ﷺ د مبارک ژوند او معجزو په اړه بېلابیلي لیکني (پیوند)
 
منتخب احادیث
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک احادیث د متن او ترجمې سره (پیوند)
 
نکاح هدایه
د حنفي مذهب د مشهور فقهي متن (الهدایة) درس په ژوندۍ او ثبتي بڼه. (پیوند)
 
چاڼ سوي مضامین
په زړه پوري، اسلامي، علمي، تربیتي او څېړنیز معلوماتي مضامین (پیوند)
 
دری لیکني
په دری ژبه ګټوري علمي لیکني (پیوند)
 
د روژې په اړه هراړخیز معلومات
د روژې د فضایلو، احکامو او نورو اړوندو معلوماتو په اړه معلومات (پیوند) (پیوند)

قرانکریم
د کائیناتو د پالونکي د ستر مقدس قانون قرانکریم په اړه معلومات (پیوند)
 
سپیڅلي اتلان
د انبیاء کرامو علیهم السلام، صحابه کرامو، اولیاء کرامو، مفسرینو، محدثینو، فقهاؤ او معاصرو علماء ژوند لیکونه (پر مخ صفحه)
 
د منبر اواز
د کندهار او نورو ولایتونو د مشهورو جیدو علماء کرامو تقریرونه (پیوند)
 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
د دیني مسایلو په اړه سوالونه او د هغو شرعي جوابونه (د حنفي فقهي مطابق) (پیوند)
 
نژدې ۱۸۰۰ فتواوي د انټرنیټ پر لیکه لوستلای سی.
 
کتابتون
په پنځو ژبو په زړه پوري علمي او معلوماتي کتابونه: (پښتو، دری، عربي، اردو، انګلیسي) (پیوند)
 
نیکمرغه میرمن
د مسلمانانو خوندو د دیني مسایلو، تربیې او اسلامي احکامو د پوهاي څانګه (پیوند)
 
ترانې او نعتونه
د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه د مختلفو نعت ویونکو په ښایستو اوازونو کي (پیوند)
 
اسلام او ساینس
د اسلام او ساینس په اړه حیراونونکي معجزوي معلومات (پیوند)
 
زه ولي مسلمان سوم؟
د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه د نوي مسلمانانو د ایمان راوړلو په زړه پوري واقعات په ږغیز ډول (پیوند)
 
د امام ابوحنیفه رحمه الله ژوند
د اسلامي امت د ستر فقیه او مجتهد امام ابوحنیفه رحمه الله د ژوند او علمیت په اړه حیرانونکي معلومات په لیکلي او ږغیز ډول (پیوند)
 
مختلفي برخي
عقیده، قرائت زده کړه، نبوي سیرت، تجوید ښوونه، فقهي معلومات، مرکې، مختلفي خپروني، حکایات، حقوق، معاملات، نکاح ، شعرونه او داسي نور...
 
لنډ اصلاحي بیانونه
د جیدو علماء کرامو د بیانونو څخه په زړه پوري اصلاحي ټوټې (پیوند)
 
English Lectures
په انګلیسي ژبه د نړۍ د مشهورو واعظینو په اوازونه کي لنډ اصلاحي بیانونه (پیوند)
 
اسلامي تصویرونه
بېلابیل اسلامي، اصلاحي او ګټور تصویرونه (پیوند)
 
روغتیايي لیکني
د روغتیا او مختلفو امراضو په اړه ګټوري طبي لیکني. (پیوند)
 
اړین سافټ وېرونه
یو څو مهم او اړین سافټ وېرونه (پیوند)
 
پښتو نظمونه
یو ژړونکی او عبرتي نظم (مورنۍ مينه)
 
ژوندي نشرات:
http://www.taleemulislam-radio.com/live
 
راتلونکي پلانونه:
 
په ډېره خوشحالۍ زيری او خبر درکول کېږي، چي د تعليم الاسلام ادارې تصميم نيولی دی، چي د پښتو تعليم الاسلام مجلې تر څنګ په درې ژبه هم د تعليم الاسلام مجله خپره کړي.
 
او ترڅنګ يې د تعلیم الاسلام راډیو نوې ویب پاڼه د څه مُدې راهیسي تر کار لاندي ده، ان شاءالله راتلونکي کي به په دغو ژبو نشرات کوي: پښتو، دري، عربي، انګلیسي، ترکي او روسي.
 
نو ستاسو څخه په ډير احترام هيله کيږي، چي پدغه نيک کار کي زموږ سره شرکت او ګډون وکړئ.
 
کوم کسان چي کولای سي، په دري ژبه ليکنه وکړي او يا هم له نورو ژبو څخه دري ژبي ته د مضامينو ژباړه کولای سي، نو د مهربانۍ له مخي دي د تعليم الاسلام مجلې ادارې ته د لاندي ايمېل آدرس له لاري خپلي ليکني، ژباړي، شعرونه او مقالې راولېږي:
fm89.70@gmail.com
 
هیله ده چي همېشه ددې ویب پاڼي څخه لیدنه وکړی او د نورو ملګرو سره یې شریکه کړی.
 
په درنښت
 تعلیم الاسلام ویب پاڼي څانګه
کندهار، افغانستان
www.Taleemulislam-Radio.com
 
 

سرته