تازه سرليکونه
دعوتي تګ لاره
  تعلیم الاسلام
  August 11, 2017
  0

 لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله

پنځم فصل

د تعلیم الاسلام راډیو د دعوت تګلاره

 
په افغاني ټولنه کي د باطلو ډلو د عقایدو او عملي خرافاتو د انتشار په مخ نیولو کي ټول علماء کرام متفق دي، خو دا چي په څه ډول یې مخه ونیول سي ؟ اغیزمن او صحیح علاج یې څه ډول کېدلای سي ؟ 
 
ځکه ناسم علاج ډېر ځله د ناروغۍ د انتشار او لا زیاتېدو سبب ګرځي دې پوښتنو ته کیدلای سي، علماء کرام به بیلابیل جوابونه ووایي، پدې اړه د تعلیم الاسلام راډیو دریځ په لاندي عمومي تګلاري کي څرګند سوی دی :
 
لومړی:  تعلیم الاسلام راډیو په عادي حالاتو کي د اختلافي مسایلو او پر یوې او بلي ډلي د لعن او طعن ویلو څخه تر ډېره حده ځان ساتي، ځکه چي تعلیم الاسلام راډیو د ټولني په هره طبقه کي زیات اورېدونکي لري، او په عمومي ډول عام مسلمانان په ځانګړي ډول ښځي د همدغو اختلافاتو څخه ناخبره دي، هغوی داسي فکر کوي لکه څه ډول چي مسلمانان د یوه کتاب قرانکریم پیروان او د یوه نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتیان دي، دغه ډول په عقیده او فکر کي هم ټول یو دي، نو کله چي هغوی په دغو اختلافاتو او کشمکش خبر سي، او یوه ډله پر بلي ډلي لعن او طعن وايي، نو کیدلای سي چي ځیني کسان د همدغو اختلافاتو او جګړو له کبله پر ټولو ډلو بې باوره او بې اعتماده سي، او دا خطره هم سته چي ځینو ته په دین کي شک او تردد پیدا سي او د یوې ډلي دلایل هم ورته د اطمينان وړ نه وي .
 
دوهم: د تعلیم الاسلام راډیو تر هر څه زیات د کافرانو د نړيوال ائتلاف د فکري یرغل مقابلې ته لیڅي را نغښتي دي، د اسلامي معتقداتو، اخلاقو او صالحو اعمالو په بیانولو او همدا راز د کفر او ګناهونو د بدو عواقبو څخه د مسلمانانو په خبرولو یعني د دیني تعلیم په عامولو نه یوازي د  کفري رسنیو لخوا د عیسویت ، الحاد، کفر او شرک د خپراوي مخه نیسي، بلکي د فسق د رسنیو لخوا چي په اسلامي ټولنه کي فحشاء، منکر او کفري دود او کلتور ته په یوه او بل شکل رواج ورکول کیږي، د دغو دسیسو په شنډولو کي هم نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي، نو پدې اساس تعلیم الاسلام راډیو نه غواړي چي د مسلمانانو په خپل منځي اختلافاتو کي د کافرانو د فکري جګړې د مقابلې څخه ځان بوخت کړي، یا هم د اختلافاتو اور ته په لمن وهلو د مسلمانانو وحدت زیانمن او قوت یې کمزوری کړي، نن ورځ ټول مسلمانان ویني چي د نړۍ کافران  که څه هم د بیلابیلو ادیانو پیروان دي ، نژادي ، ژبني او سیمه ییز اختلافات لري، خو بیايې هم د اسلام او مسلمانانو په مقابله کي یوه متحده جبهه پرانيستې ده، د اسلام په بدنامولو او د مسلمانانو په ځپلو او مغلوبه کولو کي ټولو خپل سیاسي ، اقتصادي ، نظامي او تبلیغاتي دریځ یو کړی دی او یا هم یو د بل تائید کوي، د نن ورځي حالات او شرايط پر ټولو مسلمانانو دا لازمي او حتمي کوي چي خپل منځي هر ډول اختلافات شاته کړي په یوه صف کي د کافرانو د نظامي او فکري یرغلونه مخه ونیسي . 
 
دریم : تعلیم الاسلام راډیو پر هیڅ یو مسلمان او مسلماني ډلي د کفر حکم نکوي او نه هم یو کس د وهابیت بریلویت او پداسي نورو تورونو  متهم کوي، د تکفیر د لاملونو په اړه د تعلیم الاسلام راډیو لخوا د خپرېدونکي طلایي لړۍ لومړۍ ګڼه رساله لوستلای سی .
 
څلورم : تعلیم الاسلام راډیو په هر مورد کي د مشروع او مسنوني طریقې بیانول د هري سیمي او هر زمان د بدعتونو او خرافاتو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو اغیزمنه لاره ګڼي، ځکه د حق لاره د تل څخه یوه ده، باطل په یوه سیمه کي په یوه شکل او په بله سیمه کي په بل شکل وي؛ دغه ډول په یوه عصر کي په یوه رنګ او په بل عصر کي په بل رنګ را څرګندیږي، د مسنوني طریقې په بيانولو سره د هري سیمي او هر عصر د خرافاتو مخه نیول کیږي، او بل دا چي د صریح رد په ضمن کي کېدلای سي مړه او بیده فتنه بیرته راژوندی او ویښه سي،  او د تشهیر له امله کله،کله ناچله سکه هم بازار پیدا کوي .
 
پنځم: تعلیم الاسلام راډیو هر هغه بیان او خپرونه چي په هغه کي د اورېدونکو سپکاوی یا هغوی ته مخامخ د ملامتیا ګوته نیول سوې وي، یا په ټولنه کي د اختلاف او درز سبب ګرځي نه خپروي، دغه ډول اسرائيلي حکایات او د اسرائیلیاتو په استناد احکامو ته هم د نشر موقع نه ورکوي بلکي هر بیان او هره خپرونه باید په ادبي لهجه کي قوي دلایل تر شا ولري او هم د اسلامي وحدت پیغام پکښي نغښتی وي .
 
شپږم فصل
 
رحماني هڅي
(١) د مسلمانانو تر منځ اتفاق او اتحاد راوستل: 
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا(١٠٣- آل عمران )
 
(٢)  د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ فضا جوړول :
وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا(بخاري)
 
(٣) مسلمانان خپل منځي ميني او محبت ته هڅول:
لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا(مسلم)  
 
(٤) مسلمانان يو پر بل پيرزويني ته هڅول:
لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِه(بخاري)
 
(٥) د دين په کارونو کي يو د بل ملاتړ او تائيد کول:
وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى(٢-  المائدة)
 
(٦) يو پر بل حسن ظن او ښه ګمان لرل :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ( الحجرات - ١٢)
 
(٧) يو د بل د ځان ، مال او عزت احترام ساتل :
فَإِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ وَأَعْرَاضَكُمْ بَيْنَكُمْ حَرَامٌ كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا فِي شَهْرِكُمْ هَذَا فِي بَلَدِكُمْ هَذَا(بخاري)
 
(٨) د دين دعوت او تبليغ کول:
وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (۱۰۴- آل عمران)
 
(٩) د دين زده کړه او ور زده کړه کول :
فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ (۱۲۲- التوبة)
 
(١٠) په ځان او مال د کفارو د يرغل او د کفر د خپراوي مخه نيول:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (۱۰) تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (۱۱- الصف)
 
(١١) د مسلمانانو سره د ترحم او د کفارو سره د تشدد لوړ صفت خپلول:
مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ (٢٩- الفتح)
 
(١٢) د تعامل او تعايش لپاره لازم صفات خپلول:
الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (۱۳۴- آل عمران)
 
و صلی الله تعالی علی نبینا محمد و علی آله و صحبه اجمعین .
 
--------------------------------
مخکنۍ برخي:
د حنفي مذهب پېژندنه
 

سرته