تازه سرليکونه
د (د ادارې پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوي پلانونه
  تعلیم الاسلام
  August 10, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالحديث

 تعليم الاسلام تخصص في الافتاء

تعلیم الاسلام انلاین مدرسه

تعلیم الاسلام مجله دري ژبه

 

 تعليم الاسلام دارالحديث

 
 
سرمقاله
درنو او معززو لوستونکو! 
 
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته! و بعد: 
 
ان شاء الله تعالی د تعلیم الاسلام اداره به د الله  جل جلاله  په توفیق څونه، چي کولای سي د تعلیم او دعوت په ډګر کي خپلو خدماتو ته ورځ تر بلي پراختیا ورکوي. په دې جمله کي یو هم د (۱۴۳۸) هجري قمري کال د شوال یعني کوچني اختر په میاشت کي، د تعلیم الاسلام دار الحدیث د تدریسي فعالیت پیلول دي، د تعلیم الاسلام دارالحدیث د فعالیت له پاره، چي کوم تعمیر په پام کي نیول سوی دی، امید سته چي تعمیراتي کارونه ئې بشپړ او په صحیح ډول د استفادې وړ وګرځي.
 
په تعلیم الاسلام دارالحدیث کي د باتجربه او منل سوو استاذانو لخوا د حدیثو د دورې مکمل کتابونه تدریس کیږي، په دې دارالحدیث کي د مسلکي تدریس علاوه د دورې د طالبانو له پاره لازم امتيازات او امکانات هم په ښه کیفیت ان شاء الله مهیا کیږي، لکه: پراخه، روښانه اوښکلې درسګاه، عاریتًا د دورې مکمل کتابونه، قیام او طعام یعني د شپې هستوګنځای او خواړه، برق، سهولت ځایونه او داسي نور لوازم.
 
په تعلیم الاسلام دار الحدیث کي په اختیاري ډول یعني د هر طالب په خوښه د کمپيوټر بنیادي زده کړه او د مکتبه شاملې، مکتبه یاسین او یو شمېر نوري برېښنایي مکتبې، کومي چي د علماء کرامو له پاره ئې زده کړه زیاته اړینه ګڼل کیږي هم په ماپښيني مهال کي د دورې طالبانو ته ښودل کیږي، تر څو د کمپیوټري تکنالوجۍ څخه په استفاده خپلي علمي اړتیاوي په اسانه ډول پوره کړای سي. 
 
د تعلیم الاسلام دار الحدیث موقعیت:
 
کندهار، ۶ ناحیه، سټيډیم ته نژدې غازي مېنه، دوهمه کوڅه، د تعلیم الاسلام راډیو شمال طرف ته، تعلیم الاسلام دار الحدیث. 
 
د پام وړ ټکي:
د حديثو د دورې له پاره راتلونکي څو ټکي ډېر مهم دي، چي طلباء کرام ئې بايد د پام څخه و نه غورځوي، بلکي د ډېر اهميت په سترگه ورته وګوري. 
 
اول: د حديثو د لويي دورې نصاب بايد په بشپړ او مکمل ډول ولوستل سي، يعني د حديثو لويه دوره بايد په داسي دار الحديث کي وکړل سي، چي هلته د دورې بشپړ نصاب تدريسيږي. د حديثو د دورې په نصاب کي بخاري، مسلم، ترمذي او ابوداؤد په بشپړ او مکمل ډول د کال د پيل څخه تر پاى پوري تدريسيږي او د دې سره د کال په وروستۍ برخه کي د نسايي، ابن ماجه، موطا مالک، موطا محمد او د شرح معاني الاثار أوايل يعني لومړنۍ برخي څه نا څه تدريسيږي، لکه څه ډول چي وړاندي مو وويل چي دا تقريبًا د حديثو د دورې عالمي نصاب دئ.
 
 طلباوو ته پکار ده، په داسي ځاى کي چي هلته د حديثو يو يا دوه کتابونه تدريسيږي د حديثو د طلايي دورې چانس د لاس څخه و نه باسي. 
 
دوهم: د حديثو دوره بايد داسي ځاى وسي چي هلته د حديثو تدريس په مسلکي ډول انجاميږي، د حديثو دوره که په غير مسلکي ډول انجام سي، نو په نتيجه کي چي کوم طلباء فارغه کيږي هغوی به يا غير مقلد گرځي يعني يو مخ به مذهب شاته پرېږدي او د سترو مجتهدينو، لکه: امام ابوحنيفة، امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل  رحمة الله علیهم  په هکله به دونه بد ګمانه کېږي، چي د هغوی مذاهب به د حديثو خلاف تګلاره ګڼي او يا به متعصب مذهبي ځني جوړيږي؛ يعني داسي يو څوک به ځني جوړيږي، چي حديث به شاته پرېږدي او احاديث به د خپل مذهب خلاف ور ته ښکاري، ځکه په غير مسلکي دوره کي طلباوو ته مذهب او حديث داسي سره پرې او بېل کيږي، لکه: دوې متقابلي او مخامخ لاري چي څوک ئې پر يوه لاره روان سي، نو وهغي بلي لاري ته ئې شا کيږي.
 
په داسي حال کي، چي په مسلکي دوره کي د حديثو دقيق او ژور مفاهيم، د احاديثو څخه د فقهاوو د استدلال طريقې او د مسائلو استنباط، د متعارضو احاديثو تر مينځ ترجيح او توفيق په ډېر ښکلي او قانع کونکي ډول طلباوو ته ښوول کيږي، چي په نتيجه کي طلباوو ته دا په اثبات رسيږي، چي د مذاهبو فقهي مشرب او سرچينه نبوي احاديث دي، يعني نبوي حديث او متبوعه مذهبونه دوې بيلي لاري نه دي، لکه څه ډول چي غير مقلدين ئې ګمان کوي، بلکي مذاهب د احاديثو په رڼا کي د مجتهدينو د علمي فقاهت او زيار په نتيجه کي را مينځ ته سوي دي.
 
علاوه پر دې د حديثو په مسلکي دوره کي د فقهي او عقيدوي مسائلو او احکامو دلايل او د هغو دلايلو څخه د استدلال او استنباط کولو استعداد هم په طلباوو کي را پيدا کيږي، چي په دې سره د فقهاوو د ځينو هغو مسائلو چي پکښي خطا سوي دي او يا ئې په يوه مسئله کي د دليل له مخي کمزوری دريځ اختيار کړی وي هم معلوميږي، ځکه د مجتهدينو اجتهاد کله ناسم هم ثابتيږي او بل دا چي مجتهدين او فقهاء معصوم نه دي، بلکي هغوی هم کله د اشتباه او خطاء ښکار ګرځي ؛ نو ځکه په مسلکي دوره کي د غير مقلد او  يا متعصب مذهبي پر ځاى د طالب العلم څخه روڼ آنده، منصف او حق پالونکى مقلد جوړيږي؛ په لنډ ډول ويلاى سو، چي د حديثو مسلکي دوره که د يوې خوا د نبوي ارشاداتو د عالي مفاهيمو د پوهاوي ستره وسيله ده، د بلي خوا د قرآن کريم له پاره تفسير او د فقهي مسائلو او احکامو د دلايلو څخه د خبرتيا يوه ستره علمي منبع ده.
 
درېيم: د حديثو دورې ته بايد پوره وخت ورکول سي او د دورې په کال کي بايد طالب العلم تر بل هر وخت زيات زيار او محنت وګالي، درسونه د يو سخت عذر څخه پرته د معمولي- معمولي کارونو يا مادياتو د لاس ته راوړلو له کبله ناغه نه کړي، بلکي هره ورځ د درس د پيل څخه بيا تر پايه په ټولو کتابونو کي ګډون وکړي او ډېر زيات محنت پکښي وګالي، ځکه د دورې کال د هر طالب العلم د پاره تر نورو تعليمي کلونو خورا زيات مهم دی. دا د طلباوو د کلونو- کلونو د محنت ګاللو د ثمر او مېوې اخيستني کال دی.
 
د حديثو دوره داسي مثال لري، لکه څوک چي نيالګي کښېږدي، په کلونو- کلونو زيار او محنت په وګالي، څو نيالګي پر مېوه راسي؛ ښکاره خبره ده باغوان، چي په باغ کي په کلونو- کلونو محنت ګالي هغه د مېوې لاس ته راوړني د پاره دئ. د مېوې په کال که باغوان د باغ په پالنه کي بې پروايي او ټنبلي وکړي، نو د کلونو- کلونو محنت ئې ضايع او عبث کيږي.
 
دا هر څه فنون چي ويل کيږي دا مقصودي نه دي، بلکي دا ټول د قرآن کريم او نبوي احاديثو د زده کړي د پاره لوستل کيږي. که څوک يوازي د فنونو يعني صرف، نحو، معاني او داسي نورو پر لوستلو بسنه وکړي او د کوم مقصد د پاره چي دا فنون لوستل کيږي هغه ځني پاتيږي او يا د اهميت په سترګه نه ورته ګوري، د هغه مثال داسي دی، لکه څوک چي د کعبې شريفي په نيت سفر پيل کړي، د شپې او ورځي دښتونه طى کوي، خو کعبې ته تر رسېدلو د مخه د کربلا پر دښت سفر ته خاتمه ورکوي او يا د کربلا زيارت ته د کعبې تر زيارت اهميت ورکوي، نو لکه څرنگه چي د کربلا په زيارت څوک حاجي کېدلاى نه سي همدا ډول يوازي د فنونو په لوستلو څوک د انبياوو علیهم السلام وارث کېدلاى نه سي.
 
د دین څلور اصول
 
د دين د احکامو اصول قرآن کريم، حديث، اجماع او قياس دي، اجماع او قياس که څه هم د شريعت د احکامو د پاره دريم او څلورم اصل او دليل دی، خو دا دواړه د قرآن او حديثو تابع دي او قرآن او حديثو ته راجع کيږي، ځکه د اجماع حجتيت پر قرآن او حديثو موقوف دئ او د قرآن او حديثو خلاف اجماع کېدلاى نه سي.
 
قياس بيا دې ته وايي، چي په قرآني آيت، نبوي حديث يا اجماع يو حکم ثابت سوی وي، که د هغه حکم علت او وجه څرګنده سوې وه، خو ښه! که نه نو مجتهدين او فقهاء د هغه حکم علت څېړي ترڅو معلومه کړي، چي دا حکم د څه له کبله سوی دی ؟ څه وجه ده چي دا کار جايز يا ناجايز بلل سوی دی ؟
 
څه مهال چي فقهاوو ته د حکم علت څرګند سي، نو بيا دا حکم په قياس وهر هغه شي ته ثابتوي چي په هغه کي د دې حکم علت وموندل سي، نو ځکه قرآن کريم او نبوي احاديث د دين د ټولو احکامو له پاره يوازني منابع او مصادر دي، دا چي د دين احکام په قرآن او حديثو ثابتيږي، نو د ديني علومو طالب بايد په قرآن او حديثو ځان پوه او خبر کړي.
 
د نبوي احادیثو ارزښت
 
د قرآن زده کړه بې له نبوي احاديثو څخه کېدلاى نه سي، تر داسي اندازې چي په قرآن کريم کي د لمانځه او زکات حکم په ډېرو آيتونو کي راغلى دی، خو بيا هم که نبوي احاديثو ته و نه کتل سي، نو د قرآن څخه د لمانځه او زکات ترتيب او ټول مسايل څوک فهمولاى نه سي.
 
قرآن کريم چي الله  جل جلاله پر حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  نازل کړی دی، هغه د دې له پاره، چي محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته د قرآن معنی او مفهوم بيان کړي او د دې ستر الهي کلام مقاصد او احکام په شفاهي او عملي ډول ور ته تشريح کړي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  فرمايلي دي:
 
 (وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ) (النحل:٤٤) 
ژباړه: او موږ تا ته قرآن نازل کړ، ترڅو ته خلکو ته د هغه کتاب مقاصد بيان کړې کوم چي دوئ ته نازل سوی دی او ښايي دوی هم غور او فکر پکښي وکړي.
 
 رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بعثت څخه وروسته په خپل درويشت کلن ژوند کي قرآن په شفاهي او عملي ډول امت ته تشريح کړی دی. رسول الله  صلی الله علیه وسلم چي په کوم ترتيب سره لمونځ اداء کاوه همدا د (أَقِيمُوا الصَّلَاة) د آيت تفسير او بيان دی.
 
دا چي د دين د پاره قرآن او حديث مستقل اصول او دلايل دي او د ډېرو قرآني آيتونو په مراد او معنْی پوهېدل پر حديثو موقوف دي، نو دا پخپله د حديثو د دورې د اهميت له پاره ستر دليل دی، نو ځکه طلباوو ته پکار ده، چي د حديثو دوره په ډېر اهتمام او کوښښ سره وکړي، پوره وخت ورکړي کله هم تر وخت ناوخته يا غيرحاضري او ټنبلي پکښي و نه کړي.
 
په درنښت
اداره
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه
 
نړيواله بریښنایي مدرسه (www.Taleemulislam-Madrasah.com)
 
 
 
 
----------------------------
اشتهار: تعلیم الاسلام دارالحدیث او افتاء
د تعلیم الاسلام دارالحدیث افتتحاحیه غونډه
د حنفي مذهب پیژندنه

سرته