تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دین په کار کي احتیاط او هوښ کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 9, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خیبر په غزاء کي په دغه بله ورځ مسلمانانو د هجوم او حملې د پاره ځانونه تيار کړه، رسول الله ﷺ و فرمايل: چي بېله زما اجازې څخه به نه څوک حمله کوي اونه به ور وزي، اوس چي د يهودو د قلا دروازې خلاصي سوې او د  يهودو سپاره پهلوانان د مبارزې د پاره را و وتل د مسلمانانو څخه يو نفر چي د بني أشجع د قبيلې څخه ؤ، يعني: نه د مهاجرينو څخه ؤ نه د انصارو څخه د رسول الله ﷺ بې اجازې يې پر يهودو حمله وکړه غواړي چي خپل ځان او دلاوري ښکاره کړي خو بد بختانه د يهودو د طرفه و وژل سو چي دا د مسلمانانو څخه دوهم نفر ؤ چي وژل کيږي. 

 

مګر د ده په باره کي رسول الله ﷺ و فرمايل: سرکښه او هغه چا لره چي اطاعت نه کوي جنت نسته. 

 

ځکه د رسول الله ﷺ د طرفه واضحه او ښکاره امر سوى ؤ چي زما بې اجازې به څوک حمله نه کوي خو دغه نفر سره د دغه امره نافرماني وکړه، نو ځکه رسول الله ﷺ و فرمايل: چي نافرمانه ته هغه چي اطاعت نه کوي جنت نسته، (دا دا معنا نه چي د همېش د پاره جنت ور لره نسته بلکه! د دغه خپلي  نافرمانۍ جزا به ويني).


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته