تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شخړي لوی لامل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 7, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمداشرف شرافت/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شخړي لوی لامل

 

شخړي او خپل منځي جنګونه زیات لاملونه لري، یو لوی او عمده لامل یې معلومات دي. معلومات په درو حالاتو کي د شخړي د رامنځته کېدولامل ګرځي:


الف. د معلوماتو نشتوالی


ډېر ځله د ځينوکسانو له خوا د يوې موضـــــــــوع  په اړه د معلوماتونشتون، د هـــــغوی او نورو هغو افرادو ترمنځ د شخړي د پېښېدو لامل کيږي، چي د موضـــوع په هکله معلومات لري. همدالامل دی چي قران کريم په مـحاجه کي چي د منازعې سره مترادف دی، د موضـــــوع په هکله  د علم په لرلو ټينګارکړی، نو ځکه محــــــاجه يامجادله کول د هغې موضوع په هکله چي شخص په کي علم يا معلومات نلري ردوي.


(هاآنْتُمْ هّوءُلاءِحاَجَجْتُمْ فِيْماَلَکْمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُوْنَ فِيْمَالَيْسَ لَکُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللهُ يَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَاتَعْلَمُوْنَ)  ال عمران:۶۶


ژباړه:خبردار! تاسي چي د کوموشيانو علم لرئ،  په هغو کي خو مجادله کوئ، نو په هغو چارو کي ولي مجادله او بحث کوئ، چي له تاسي سره د هغو په باب هيڅ معلومات نسته. دغه ايت په دې اړه ښکاره دليل دی، چي د هغه څه په اړه چي علم نه لرئ، مجادله مه کوئ.


ب. ناقص،ناسم او درواغ معلومات


دغه ډول معلومات زياتره دافرادو او ان د قومــومونو او ډلو ترمنځ د شخړولامل ګرځېدلي دي، له همدې کبله قران کريم دحــجرات په سوره کي په ډېر وضاحت مسلمانانو ته امر کوي، ترڅو د خبررسونکي ياخبر ورکونکي په اړه معلومات ولری، که خبرورکونکی فاســــــق شخص وي، نو د خبر او معلوماتو په اړه يـې بايدڅېړنه اوپلټنه وسي، هسي نه چي دغه خبر د مسلمانانو ترمنــځ د تاوتريخوالي لامل سي او په راتلونکي کي پښېماني رامنځته کړي. قران کــــــــــريم د الحجرات سورت په ۶ ایت کي داسي فرمایلي دي: ای مومنانو!که کوم فاسق تاسي ته يوخبر راوړي، نو ښه ئې وپلټی، هسي نه چي په ناپوهۍ سره کوم قوم ته تاوان ورسوئ او پر خپلو کړو پښېمانه ياست.


ج. د معلوماتو يا له حده زياتو معلوماتو لرل


ځيني وختونه د معلوماتو لرل هم د شخړي سبب کيږي او دا په هغه صورت کي چي مقابل لوری لازم معلومات ونه لري، لکه دمعلوماتو د نشتوالي په برخه کي چي توضيح سول. کله هــم دمسائلو په اړه د زياتو يا له حده زياتو او ژورو معلوماتو لرل د شخړي د رامــــــــنځته کېدو لامل کيږي. له نوروسره مناظره وکړي،ياهغه له جاهـــــــــــلانوسره دبحث اومباحثې وسيله جوړ کړي ياداچي ځان ته د خلګو پام راواړوي. لنډه داچي، د الله له رضا پرته معلومات يا علم لرل او له درواغجنو معلوماتو ګټه اخيستل او آن تردې، چي مجادله او مناظره که څه هم په حقه وي کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري رد سوي دي، فرمایي: زه د هغه چا لپاره د جنت په يوه څنډه کي د کورضمانت کوم، چي مراء يا مــــجادله پرېږدي، که څه هم په حقه وي او د جنت په منځ کي د هغه چا لپاره درواغ پرېږدي، که څه هم په ټوکه وي او په اعلی جنت کي د هغه چا لپاره، چي خپل اخلاق نيک او غوره کړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته