د بریا لار
لیکنه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ژوند تقریباً ۲۳ کاله سوی دئ، د هر مسلمان د ژوند طریقه کار او کردار د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوند دغه ۲۳ کلن ژوند دئ، چي هر څومره انسان ځان هوښیار او پوه ګڼي او ژوند د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سیرت سره مخالف تېروي، ژوند یې بې فایدې دئ.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوند طریقه د الله جل جلاله په بندګۍ کي درته ښيي، که ته د الله جل جلاله پر لار ځې، نو ته به د خپل نبي په سنتو عمل کوې، په همدې کي د الله جل جلاله لار پیدا کولای سې؛ دا لار دي الله جل جلاله ته رسوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نبوي تګلاره عمل کول په لومړیو کي پر اغزنه لار تګ ښکاري، خو دا لار ډیره صفا ده، روښانه ده او اساني پکښي سته.
په نبوي سنتو عمل کول د جنت، بریا او رب عزوجل د لقاء لار ده، د کوم چي زه، ته او بل هر مسلمان یې غوښتونکی دی.
موږ هر یو د یو ښه شخصیت جوړوني لپاره کار کوو، څه زده کوو او بیا په هغه عمل کوو، خو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په سیرت عمل کول زموږ شخصیت ته تر پیسو، جایداد او هري شتمنۍ په ښه او اساسي ډول نښلوي، داسي یو شخصیت ټولني ته وړاندي کوي چي اساس یې پر یوې کلکي معنوي اړیکي ولاړ وي.
چا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ونه منل او عمل يې ورباندي ونه کړ، رب عزوجل به ورته په قهر وي.
www.taleemulislam.net