تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شاهي پړاو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 16, 2019
  0

ژباړه: محمود زمریالی


زموږ په ژوند کي يوه داسې پړاو شتون لري چي د شاهي پړاو سره ورته والي لري!
کله چي موږ دې پړاو ته ورسيږو، موږ ددې ارټیا نه وينو تر څو د يو بل شخص سره بحث او يا محاوره وکړو.
او که چيري موږ محاوره هم ورسره وکړو، مخاطب شخص  ته دا پوهاوی نه ورکوو چي دهغه نظر ناسم او زما نظر  سم دئ!


که چيري موږ ته يو شخص درواغ وويل او موږ پوه سولو چي هغه ماته درواغ وويل، زه هغه ته داسي پوهاوی نه ورکوم چي هغه درواغ وويل، بلکې د هغه درواغ د هغه په نظر کي داسي ښکاره کوم لکه هغه چي رښتيا ماته وويل!
ځکه هغه چي ماته درواغ وائي،  خامخا يې زه په نظر کي  داسي ورغلئ يم  چي زما شخصيت تر هغه لوړ دئ!
ځکه هيڅ څوک تر ځان کم شخصيت ته درواغ نه وائي!


تاسې به احساس کړی چي نسی کولای  نړۍ اصلاح کړی!
جاهله چي په هر څومره ښه کلتور کي واوسي، بيا هم خپل جاهليت معلوم کوي او هغه کلتور به تخريب کړي.
بې عقل به بې عقل پاته سي.


که چيري غواړئ نړۍ اصلاح کړئ، لومړی ځان اصلاح کړئ د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده!
هر هغه څه چي موږ ته يې په ژوند کي درد، ستونزي او هغه څه چي تل يې موږ دردولي يو، بايد تر شا يې پريږدو
او خپل د راتلونکي په فکر کي واوسو!


هو ځیني وخت موږ ته تير ژوند راپیاد سي لاکن خوا مه بده وه بيرته به ژر شاهي پړاو ته راستون سو.
کله چي کوڅې ته راووځې د باچا غوندي به په جک سر ګرځې ټول هغه څه به ووینې چي لازمه نه وي اونه بیه ولري خو دا خلګ به په اخته وي لکه یو بل ته چي دوکه ورکوي یو بل خطاباسي یو بل ته زیان رسوي همدا حالت به وینې خو په مُسکا او خندا به ځیني تیرېږې.


تاسو به پوه سۍ چي دنن خوشالي شاید سبا نه وي کوښښ به کوی چي خپل وخت په ښه خوشالۍ سره تېر کړی. پر الله جل جلاله به مو نور ایمان قوي سي او تاسوته به معلومه سي کوم څه چي الله جل جلاله درکړي دي په هغه کي به ستاسو خېر وي.


کله چي یوه ورځ دې پړاو ته ورستون سوې په ځان کي بدلون مه راوله ته باید پوه سې چي په دې پړاو سره ته ګټونکی سوې خپل پر ځان باچا سوې خپل پرځان ډاډه سوې.


هرڅومره چي زموږ عُمر مخته ځي په هغه اندازه زموږ پوهه او احساس وده کوي لکه یو ساعت چي بیه ئې په دري سوه وي او د بل ساعت بیه درې زړه وي په آخر کي موږ ته دواړه دننه یوخت راکوي... او که موږ د پیسو بټوه ولرو که قیمت ئې دیرش وي او که درې سوه وي موږ ته فرق نه راکوي په داوړو کي یوه پیسه وي... او که په داسي کور کي واوسیږو چي هغه دي درې سوه متره وي او که درې زره متره وي خو دیوازیتوب کچه احساس یو وي.


په آخر کي به موږ ته معلومه سي چي خوشالي په پیسو اړه نه لري که په عادي سیټ کي کښينو که په سیاحتي سیټ کي کښېنو په آخر کي په یوه وخت کښي خپل ځای ته رسیږو.


نو خپل پر اولادو زور مه کوئ چي دپیسو سره مینه وکړي یا ئې خوښي کړي بلكي خپل اولادونه دپیسو څخه پرهیزګاره کړئ ترڅو چي سبا غټان سي دوی به د شیانو ارزښت وګوري نه نرخ.


دورځو سرعت دبیري دئ چي سر پر بالش کښیږدو بیا دسهار ړڼا سي چي راکښینو بیا دخوب وخت سي،
شپي او ورځي تیریږي دریږي نه،


خپل له ځان سره وایم بختور هغه دئ چي خپل ژوند ئې په ښه اعمالو سره ترسره کړی وي،
پیښي زموږ شاو خوا ګړندۍ کیږي او مړي زموږ په وړاندې سیالي کوي …


ښه ژوند وکړئ... 


لمونځونه ټنګ کړئ— ځانونه الله ج ته سیده کړئ— دهغو کسانو حفاظت وکړئ چي ستاسو سره مینه لري— تل خلګو ته په مُسکا سئ—دقران شریف څخه یوڅه زده کړئ—خیراتونه وکړئ— لمونځونه وکړئ—روژې ونیسۍ—په زړونو کي مو آخرت پیاد ولرۍ نړۍ په هیڅ ډول نه دوام کوي او نه به تا ژوندی وساتي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته