تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوبو د سپما څو لاري چاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2018
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اوبه د ژوند هغه اساسي عنصر او یو لوی الهي نعمت دی چي هر څاڅکی يې ژوند بللای سو. نن سبا په ټوله نړۍ کي د اوبو کمښت محسوسیږي خصوصاً زموږ په ګران هیواد افغانستان کي. 


اسراف په اسلام کي یوه لویه ګناه ده او مسلمان په کلکه ور څخه منع سوی دی، په قران کریم کي اسراف کوونکي د شیطانانو وروڼه بلل سوي دي! (إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ) سورة الاسراء: ۲۷


نبي کریم صلی الله علیه وسلم سعد رضی الله عنه ولیدی چي اودس کوي نور ورته فرمايي چي ای سعده! دا څه اسراف دی؟ حضرت سعد رضی الله عنه ورته وویل: ایا په اوداسه کي هم اسراف سته؟! د رحمت نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هو! که څه هم د نهر پر غاړه یې. (رواه احمد)


یعني که د نهر پر غاړه ناست یې لا به هم اوبه بې ځایه نه مصرفوې ځکه چي اسراف پکښي راځي.


زموږ په ټولنه کي د اوبو سخت اسراف کیږي، زیات شمیر خلګ او ښځینه پدې اړه عامه پوهاوی نلري او ددې عظیم نعمت بې قدري کوي. که لاندي څو لارښووني عملي کړو د یوې لويي ګناه څخه به مو ځان ساتلی وي او هم به د اوبو د قحطۍ سره نه مخ کیږو:


۱: د اوداسه په وخت کي چي خوله پرېولی یا د سر او غوږو مسحه کوی نو پدې جریان کي نولکه بندوئ.


۲: د غسل په وخت کي د اضافه اوبو تویولو څخه ځان وساتئ. یو معلوم مقدار اوبه تعین کړئ چي د اسراف د اندازې څخه وتلي وي. 


۳: په عصري کورنو او ځایونو کي د غسل ځایونو اوبه (اورو) د نباتاتو ساحې ته وصل کړئ ترڅو د غسل اوبه سیده نباتاتو او باغچو ته ولاړي سي.


۴: تر ټولو زیات په تشنابو کي اوبه ضایع کیږي. د غسل د پاره هغه اوپاش (شاور) نصب کړئ چي اوبه لږ کاروي. ویل کیږي چي پدې سره د کاله ۲۰۰۰۰ ګېلنه اوبه سپمیږي! 


یوه بله سروې لیکي چي په لسو دقیقو غسل کي عمومي اوپاش ۳۸ ګیلنه اوبه ضایع کوي او لږ تویونکی اوپاش ۲۳ ګیلنه کاروي.


۵: وګوری چي د کموډ ټانکۍ لیک نه وي، که یو څه رنګ ورولیږي نو لیک یې معلومیږي. لیک ټانکۍ د ورځي ۲۰ ګیلنه اوبه ضایع کوي. د کموډ د پاره هغه عصري ټانکۍ نصب کړئ چي لږ اوبه کاروي، دا ډول کموډونه د هغه پخوانیو کموډو دریمه برخه اوبه کاروي.

 


 

نقطه: که د کموډ په ټانکۍ کي د ډبرو ډک بوتل کښېږدو نو د زیاتو اوبو د ضایع کیدو مخه نیسي. (په هر وار فلش کولو سره لږ اوبه کاریږي).


۶: که په نولکو کي (ایراټور Aerator) چي یو کوچنۍ اله ده نصب کړو نو د زیاتو اوبه د ضایع کیدو مخه نیسي او اوبه هم په ښه ډول پکښي بهیږي.

Aerator

 

۷: میوه، ترکاري یا نور غذايي شیان تر بهیدونکي نولکې لاندي مه پریولئ بلکي په یوه پیاله کي یې پریولئ او بیا ددې پیالې اوبه باغچې، ګلانو او نباتاتو ته ورکوئ.

 

۸: د کور، دفتر، دوکان یا مسجد زینې او نوره ساحه د اوبو د اوپاشۍ پر ځای په جارو یا برس پاکوئ.

 

۹: په تشناب کي یوه دانه د اوبو سپرې کښېږدئ، کله چي مسواک یا برس لندوی نو د نولکې د اوبو پر ځای يې د اوبو د سپرې په ذریعه لوند کړئ.

 

‍۱۰: د پاخه بام د باران اوبه د یوه پیپ په ذریعه حوض ته وصل کړئ.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته