تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي مسجد
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 10, 2018
  0

ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د مکې معظمې د شمال په ۴۴۰ کیلومترۍ (۲۷۵ میله) په شاوخوا کي د اسلام دوهم مقدس ځای موقعيت لري چي په دې ښار کي د اخري او عالمي نبي محمد رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ټاټوبی او هم دده مبارک  صلی الله علیه وسلم  مقبره ده. دا هم هغه ځای دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده مبارک ملګري ابوبکر رضی الله عنه د کفارو د ظلم او تجاوز څخه د مکې شریفي څخه همدلته تشریف راوړی، د هجرت دغه تاریخ د اسلامي کلیزي پیلامه جوړوي.


دا چي مدینه منوره د اسلام په تاریخ کي د اسلامي حکومت لومړنی مرکز وو اوهم د اسلام دوهم سپېڅلی ځای دئ (اول یې کعبه شریفه او دریم بیت المقدس دئ) نو ځکه د سعودي حکومت هر کال د میلونونو مسلمانانو د راتګ په خاطر د همدې مبارک ښار د پراختیا ډیري هڅي کړي چي اوسنۍ پراختیا د نبوي مسجد په تاریخ کي ساری نه لري. د دغه مبارک مسجد محوطه تر لومړني تعمير سل چنده پراخه سوېده. ځکه تر مخکنیو پراختیاوو  وروسته د سعودي حکومت لخوا ۸۲۰۰۰ متره مربع نوره ساحه اضافه سوه.

 


 

د نبوي مسجد  صلی الله علیه وسلم  بام ۶۷۰۰۰ متره مربع پراخ والى لري چي ۹۰،۰۰۰ لمونځ کوونکي ځای وي. د نبوي مسجد  په پراختیا کي د مسجد د باندي صحن هم شامل دئ چي مځکه یې د مرمرو په کاشي خښتو او ګرانيټو (یو قسم تعمیراتي ډبره ده) پوښلې ده. د مسجد د شاوخوا ټول پراخ والى ۲۳۵۰۰۰ متره مربع دئ چي د نبوي مسجد مجموعي مساحت نژدې ۳۷۳۰۰۰ متره مربع ته رسیږي او عموماً تر نیم میلیون زیات لمونځ کوونکي ځایوي، خو د حج په وخت کي ۱۰۰۰،۰۰۰ یو میلیون (لس لکه) لمونځ کوونکي هم ځایولای سي.


 د مسجد بام چي د مرمرو په کاشي خښتو پوښلی دئ ۲۷ خوځنده ګنبدي لري چي دغه ګنبتي د ضرورت په وخت کي د بریښنا د جریان په وسیله د چت څخه لیري کیږي تازه هوا او رڼا مسجد ته داخلوي. د مسجد دباندي فرش د یو ډول لوی سايوانونو په واسطه سایه جوړوي.  ټولي ۸۱ دروازې ، ۲۱۷۰ ستونونه او ۵ دانې خوځنده برېښنایې زينې لري چي بام ته يې ختلي دي. او۱۰ دانې جګي مناري لري  هره مناره یې تقریباً ۱۰۵ متره لوړه ده. او د مسجد شریف اوسنی مشر امام شیخ علي بن عبدالرحمن الحذیفي دئ. 


د یادوني وړ ده چي په ټوله نبوي مسجد کي تر ټولو زړه راښکونکی ځای د سرور کاینات صلی الله علیه وسلم  مبارکه زرغونه ګنبته ده چي په لیدو سره یې انسان حواس له لاسه ورکوي. او هغه مبارکه هدیره د یادوني وړ ده چي په زيات شمير صحابه کرام رضی الله عنهم پکښي دفن دي.

 

د مدینې ښار
را به سو د مدېنې منورې ښارته، ددې مبارک ښار پخوانى نوم يثرب و چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم تر هجرت وروسته په مدينه بدل سو. په ٢٠٠٦ کال کي يې نفوس تر١٣٠٠،٠٠٠ زيات ؤ. په مدینه منوره کي ډير اسلامي او عصري  پوهنتونونه سته چي د هغو د جملې څخه جامعه اسلامیه مدينه د اسلامي علومو او جامعه طیبه د عصري علوم مراکز دي، چي د نړۍ د مختلفو ممالکو څخه د ديني علم شايقين په وړيا ډول ديني درس پکښي وايې. او همدا ډول ډېر لوى لوى کتابتونونه هم لرئ چي مشهور يې د مدينې منورې ولسي کتابتون، د نبوي مسجد کتابتون او محموديه کتابتونونه دي.

 


 

په مدينه منوره کي تر نبوي مسجد را وروسته نور مهم او مقدس ځايونه هم شتون لري چي د هغو د جملې څخه د هغو غزاګانو ميدانونه دي چي ،په بدر، اُحد او خندق کي رامنځته سوي دي، مسجد قبلتين او هم د اسلام لومړنى مسجد (قباء)  د يادوني وړ دئ.. مسجد قباء د اسلام په تاریخ کي لومړنی مسجد دی، چي د مدینې منورې په جنوب غرب ساحه کي قرار لري. کله چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  مدینې منورې ته هجرت وکړ نو مسلمانان یې و مخي ته راغلل همدلته ئې د قباء مسجد جوړ کړ چي په جوړولو کي یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپله هم برخه واخیسته.

 

په اوسني عصر کي د اسلامي خدماتو د جملې څخه هغه ستره قراني کارخانه هم يادو چي د قراني کريم چاپولو ته ځانګرې سوېده .

 

 

د ملک فهد د قران مجيد د چاپ مطبعه  
دغه ستره ودانۍ د کلام الله د چاپولو او قرائت ثبتولو لپاره اختصاص سوې ده، چي په ۱۹۸٤ م کال کي د ملک فهد لخوا افتتاح کړل سوه. د قران مجید دغه ستره مطبعه د ټولي نړۍ مسلمانانو ته ډالۍ ده، او دا د نړۍ د سترو چاپ خانو څخه ګڼل کېږي. دا وداني د ډېرو کارځايونو، سترو تجهیزاتو او ډول ډول وسایلو له کبله د یو ښار شکل لري، چي پر٢٥٠،٠٠٠ متره مربع مځکه د یو میلیارډ سعودي ریال په لګښت چي تقریبا ۲۷۰ میلونه ډالره کېږي تاسیس سوېده.  پدې ودانۍ کي د قران کریم پر چاپ سربېره چي د مصحف المدینة المنورة په نامه شهرت لري، د قران کریم په مختلفو ژبو ترجمې، تفاسير، علوم، د احادیثو کتابونه او د سیرت نبي ( صلی الله علیه وسلم ) په چاپولو کي مهم رول لري. همدا ډول دا ودانۍ د قران کریم ږغیږ قرائتونه د اسلامي نړۍ د مشهورو قاریانو په اوازو کي ثبتوي.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲ ګڼه، چاپ کال: ۱۳۸۹

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته