تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موفق او خوشاله ژوند
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 22, 2018
  0

رالېږونکی لیکوال: صبور ګل صابر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


موفق او خوشاله ژوند معنا دا دی چې روغه ټولنه روغ کور او کورنۍ ولرې، دروغ او موفق ژوند څو مهم رازونه  مې دلته راټول کړي دي چې ستاسو په ژوندکې به مهم بدلون راولي او ستاسو سره به مرسته وکړي چې روغ ژوند مو په نصیب کړي.


        تېر هېرول 
که غواړئ روغ ژوند ولری تېر هیر کړئ،  او د ژوند اوسنۍ فضاء وپېژنئ،  کوم څه چې تېر شول دهغو په غم او اندېښنه نننۍ ژوند پر ځان باندې مه حراموئ،  دتېر ژوند غمونه، دردونه او مشکلات یادول مو نننۍ ورځ او ژوند هم خرابوي،  دا ترخه خاطرات مو له ذهنه ووینځي،  کله چې په خپل ذهن کې داسي خاطراتو ځای ورکوي،  د ژوند خوندونه مو خرابوي او هېڅ د ژوند په خوشالي نه پوهیږی .  


که تېر هیروئ علمي او اساسي سفارښتنه مې ومنئ!  تېر غمونه، ناکامۍ یوازې تجربه وګڼئ،  کله چې له پوهانو څخه دتېر ژوند په هکله پوښتنه کېږي ښکاره  ځواب یې دا وي چې په تېرو تجربو کې مې دا زده کړل، ځکه هغوی پوهېږي چې ژوند د تجربو څخه جوړ دی او هر  تېر درد یوه تجربه وګڼئ .

 

        د بدو فکرونو پرېښودل
د روغ او موفق ژوند دوهم راز بد او بېکاره فکرونه پرېشودل دي،  کله چې تاسو د بد فکري له دايري دباندي ووځئ، او هغه فکرونه په خپل ذهن کې ځای په ځای کړو چې کولای شو په را روان ژوند کې یي د پلي کولو توان لرو، هغه فکرونه چې  زمونږ په ژوند کې شوني وي نه ناشونې،  ډېر خلګ راتلونکي لپاره  په داسي فکرو کې ډوب وي چې کول یې ناممکن وي،  دا  خیالي فکرونه دي،  خو زه د هغو فکرو نه درته وایم،  دهغو فکرو درته وایم چې ستاسي په ژوند کې نوښت راولي.


د بدو فکرونو د پرېښودلو اساسي او علمي لار داده چې هر وخت دي بد شیطانې فکرونه ذهن ته راځي اعوذ بالله من الشیطن الرجیم یي غوره درملنه ده، او دا درملنه مو د خیالي او بدو  فکرونه ور تړلای شي. 
 

 د ژوند له مناسبو لحظو سره همغږې کېدل 

د ژوند مناسب فرصتونه پېژندل او هره لحظه یې د ځان په ګټه څرخول،  د روغ او خوشاله ژوند دریم راز دی چې تاسو  موفق ژوند ته رسوي  .


د خپل کور او ټولنې لومړیتوبونه درک کول او د هغو لاسته راوړل د ژوند له مناسبو لحظو سره همغږي کېدل بلل کېږي،  د ژوند هره ګړۍ په دقت پېژندل د هوښیارانو او پوهانو کار دی.


ډېر کسان ما پخپله  په ټولنه کې لېدلې  چې، د ژوند په لحظو ملنډې وهي او ان خپل ژوند ټوکه بولي،  خو دا ډېر ناسم فکر دی، دوی فکر کوي چې زمونږ ژوند به بل څوک سموي،  خبر نه دي چې ژوند د کتابچي په شان دی،  چې د زیږېدلو په وخت مو له پاک خدای جلاله څخه د سوغات په توګه اخېستي ده،  د دې کتابچې هره پاڼه باید مونږ پخپله ډکه کړو نه بل څوک،  که یې د بل چا په تمه او هیله پرېږدو شایي هره پاڼه یي تشه پاته شي.


که غواړئ د ژوند مناسبي لحظي د ځان په ګټه وڅرخوئ،  نو ځان ته مو هدف جوړ کړی او ورځنۍ میاشتنۍ تر کلنۍ پورې تقسیم اوقات ځان ته جوړ کړئ،  که د ژوند موفقتیا غواړئ نو وخت وپېژنئ کله چې وخت وپېژنی وخت هدفونه درته ښایې او هر هدف ته رسېدل د ژوند د موفقتیا نوم دی.


  خپل ځان او انسانیت سره همدردې کول
د موفق ژوند څلورم راز له خپل انسانیت سره د همدردی احساس دی،  کله چې تاسو له خپل ځان او خپل انسانیت سره د همدردی احساس ولرئ،  هره کامیابي او هدف به مو رنګ ولري،  کله چې ستاسو کامیابي رنګ او رڼا ولري هغه رڼا تاسو ته د موفق ژوند خوند درپېژني ، زمونږ د ټولنې ډېر وګړې له خپل ځان او خپل انسانیت سره مینه څه چې کرکه کوي،  دا احساس یې د دې لامل کېږي چې په ژوند کې کامیابي او خوشالي نه لري، که لري یې دی خپله مینه نه ورسره لري نو نور څوک به څنګه ورباندي خبر شي؟


که غواړئ چې له خپل ځان او انسانیت سره مو مینه زیاته شي دا سفارښتنه مې ومنئ!  کله چې کوم پلان یا طرحه په خپل فکر کې جوړوئ،  نو مطمین او ډاډه هوسه چې زما طرحه ما ته تر هرڅه خوښه ده او په خپل ذهن کې ووایه چې،  زما طرحه یوه غوره طرحه او طریقه ده، کله چې تاسو په خپل ضمیر کې مطمین وئ، چې ښه فطرت لرم، ښه انسان یم، ښه کور لرم، ښه ژوند لرم،  نور خلګ هم ستاسو له ژوند سره مینه کوي او تاسو ته خپل ژوند موفق او ډاډمن معلومېږي.

 

دغه پورته څلور رازونه مو موفق او خوشاله ژوند ته رسوي،  عملي یې کړئ او نورو ته یې هم ورسوئ،  کله چې تاسو نور د ژوند په خوشالتیا پوهوئ.


 دا چاره مو د خوشاله ژوند لومړنی لار بلل کېږي.


نو دا لیکنه درسره نوټ کړئ او خپلو ملګرو ته یې هم واستوئ!


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته