تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوشحالي دلته ده!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 20, 2020
  0

خوشحالي دلته ده!

 

ليکنه: عبدالقدير (پوپل)/تعليم الاسلام ويب پاڼه


د تاریخ  په هیڅ  عصر  کي  هیڅکله  د راحت او هوساینې وسائل دومره آسان د لاسرسۍ  وړ نه وه لکه نن ورځ چي دي.  هیڅکله د نړۍ په پیچلو اسرارو پوهه او د طبیعت غیر دوستانه عناصرو ماتولو وړتیا انسان دومره نه درلودل  لکه نن ورځ چي لري. مثلاً آنلاین پیرود کول، د لیزر په  واسطه د سترګي جراحي  عملیات، بریښنا، مرکز ګرمی او داسی نوري آسنتیاوی يادولاي سو. خو د دې ټولو لاسته راوړنو سربیره، او د بهتر  ژوند لپاره د ټولو لارو درلودو سربیره، د آرام  او خوشحاله ژوند خوب تر بل هر وخت نن لیري دي.


د انګلستان مشهوري ورځپاڼی د ګارډین لخوا په خپره شوې مقاله کي راغلي چی په 2016 کال کی 61میلونه د خپګان ضد درمل  د روغتونونو د لاری مریضانو ته ورکول شوي او دغه رسمي شمیرو ښودلې چې په انګلستان کي ناروغانو ته ورکړل شوي د خپګان  ضد درمل په لسیزه کي دوه چنده سوي دي.


که څوک د نیوزیلینډ په اړه فکر کوي، هغه ته  شايد ښکلي، پراخه، طبیعي منظريې او عالي غرونه ذهن ته راشي.  مګر له کلونو راهیسي،  ټولنه یې د فشار او ځان وژنې لوړې کچې سره مبارزه کوي.  د یونیسف نوي راپور یوه حیرانونکې احصائیه خپره کړي. نیوزیلینډ تر دې دمه په پرمختللې نړۍ کې د ځوانانو د ځان وژنې ترټولو لوړه  شميره لري.


21 پیړۍ موږ ته د مرغیو په څیر په هوا کې الوتل را زدکړي او د کب په څیر بحرونو کي آبازی ښودلې، مګر زموږ څخه ډیری لاهم نه پوهیږي چي څنګه د خوښ او مطمین شخص په توګه ژوند پرمخ بوزی.  سربیره پر دي، کله چې داسې شخص د ستونزو د بیان لپاره  کښینوې  او ورته ووایي  چې ستونزه څه ده او چیرې ده، هغه نسي کولای چي ستونزه او ځای درته په ګوته کړي.


 اوس نو راځئ چې د یو مسلمان ژوند ته وګورو چې د هغه د ژوند طریقه هغه ته یو بشپړ او  ځانګړي لیری لید برابر کړی چې هغه یې هر وخت مسکا  او خوښحالی ته اړ استلی.


کله چې مالی تنګ دستی پر راځی، نو مومن خوشحاله پاتې کیدای سي ځکه چي هغه په قران کریم کي لوستلي وې،
وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ(1)

ژباړه: او په ځمکه کي هیڅ حرکت کوونکی مخلوق شتون نلري مګر دا چې دا په الله تعالی باندي دی چې روزي ورکړي.
 


کله چي یو څوک د بي احترامی  او بي قدری احساس وکړي، نو هغه خوشحاله کیدای سي ځکه چې هغه په قران کریم کې لوستلي وي، 
يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَآ إِلَى ٱلْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ ٱلْأَعَزُّ مِنْهَا ٱلْأَذَلَّ وَلِلَّهِ ٱلْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِۦ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ(2)

ژباړه: دوى وايي چي قسم دى كه مونږ مدینې ته بيرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلګ) به له دغي (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلګ) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول دپاره دى او د مومنانو دپاره دى او لیكن منافقان پوهه نه لري.

 


کله چې هغه د ګواښ لاندې او زیانمن کیدو احساس وکړي، نو هغه خوشحاله پاتې کیدای سي ځکه چې هغه په قران کریم کې لوستلي وي:
أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُۥ وَيُخَوِّفُونَكَ بِٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ(3)
ژباړه: ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى؟ او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك د سمي لاري لار ښوونكى نسته.

 

کله چې هغه احساس کوي چې هیڅ څوک یې نه پیژني او هیڅوک د هغه ستونزو غوږ نیولو ته چمتو ندی، نو هغه کولای سي خوشحاله پاته سي ځکه چي هغه په قران کریم کي لوستلی وي: 
قَالَ إِنَّمَآ أَشْكُوا۟ بَثِّى وَحُزْنِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ(4)
ژباړه: هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپل واړه او لوى غم شكایت الله ته كوم، او زه د الله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ.

 

کله چې کوم مشکل د یوه مومن دروازې ته ورسیږي ، نو هغه کولای سي چي د قران کریم په تلاوت کولو سره خوشحاله پاته سي، 
فَإِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًا(5)
ژباړه:نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته

 

دا د ذهن امن دی چې اسلام يي خپلو پيروانو ته ورکوي، لکه څنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
د مؤمن معامله څومره عجيبه ده، ځکه چې د هغه ټولې چاري ښې دي!  که هغه د نیکۍ سره مخامخ سي، نو هغه شکر ادا کوي او دا د هغه دپاره ثواب  دی، او که چیري پر هغه سختۍ راسي ، نو بيا هغه صبر کوي او دا هم د  هغه دپاره  ثواب دی (8)
نو که  څوک له تاسو څخه د یو مسلمان د خوشحاله ژوند لنډیز وغواړي، نو په ځواب کی ورته ووایاست: 

"د اسانۍ پرمهال شکر، د سختۍ په وخت کې صبر، او په پای کې د جنت باغونه." 

دا د یو مسلمان ښکلی ژوند دی چې موږ یې د ټولې نړۍ سره شریکولو هیله لرو.


د یو مومن ژوند یو نه بیلیدونکی نعمت دی ځکه چې هغه د الله سبحانه وتعالی په هر فرمان خوښ دی.  دا خوشحالي پر قدر او قضا باندی د قوي باور پرته نسي ترلاسه کیدای، دا د خوښۍ اساس دی. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم موږ ته په مختلفو حالاتو کي د مختلفو دوعاوو ویلو درس راکړی.


کله چې مسلمان د خوبه څخه راکښیني ، هغه ته ویل سوي دي چی دا دوعا ووایې:
الحَمْدُ للهِ الَّذِي أَحْيَانا بَعْدَ مَا أمَاتَنَا وإلَيْهِ النُّشُورُ (6) 
ژباړه: ثناء او ستاينه هغه الله جل جلا له  لره ده چې مونږ يې وروسته له مرګ څخه ژوندی کړو او د هغه طرف ته زمونږ رجوع کول دي.

کله چې مسلمان د شپې خوب ته ځي، هغه ته ویل سوي دي چی دا دوعا ووایې:
بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوْتُ وَأَحْيَا (7)
ژباړه :ای الله جل جلا له! ستا په نوم زما ژوندي کيدل او مړه کيدل دي.

 

کله چې یو مسلمان نوي کالي اغوندي نو هغه دا دوعا وایې:
اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ كَسَوْتَنِيهِ، أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِهِ وَخَيْرِ مَا صُنِعَ لَهُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهِ وَشَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ (8)
ژباړه: الله جل جلا له  ساينه تا لره ده چې ما ته دې واغسته (جامه ) زه له تا څخه د دغه جامې خير غواړم او خير د هغه څه د کوم د پاره چې دا لباس جوړ سوی دی او تا ته پنا وړم له شره د هغه او له شر د هغه د کوم د پاره چې  دا لباس جوړ سوی دی.


کله چې مسلمانان له تشناب څخه وځي، هغه ته ویل سوي چي دا دوعا وواېې:
غُفْرانَكَ! الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى(9)
ژباړه: ستا څخه بخښنه غواړم، ټولي ستايني هغه الله جل جلا له  لره دي چې زما څخه يي مضر شيان لري کړل او ما ته يي روغتيا او نجات راکړ.

 

مسلمان خپل ځان د شکر د یو حالت  څخه بل  حالت ته د قناعت  او اطاعت د یو ډول  څخه بل  ډول ته اړوی او د رضایت احساس کوي، پرته له دې چې پایلي او حالت په پام کې ونیسي.


د شکر او قناعت په نه شتون کې دردونه  او ستونزي د زغملو وړ نه وي، ژوند یي د هغه چا په څیر کیږي څوک چې د مالګو اوبه څښي او تنده یې  هیڅکله هم نسی خړوبیدلای.  دا ډول  کسان د ذهني آرامښت او خوښۍ په لټه کي د ګناه له یوې لاري څخه بلې ته، له یوې بسترې څخه بلې ته، له یوه څښاک څخه بل ته، له یوې اړیکي څخه بلي ته، له یوې آنلاین  فحشا ویډیو څخه بلي ته ځی، او هڅه کوي چي د خدای څخه لیري والی  چې  زړه یې ور سخت کړی او ژوند یې ور تیاره کړی، په یادو شیانو روښان او نوراني کړي، مګر دا یې لار نده.

 

امام ابن قیم ويلي:
"د هر انسان په زړه کي د ټوټې کیدو احساس شتون لري چې یوازې د الله جل جلاله لخوا راټول کیدای سي، او په زړه کې د یوازی والی احساس شتون لري چې یوازې د الله تعالی سره نږدې کیدلای سي، او په زړه کي ویره او اضطراب شتون لري، چې یوازي الله تعالی ته په پنا وړلو سره لرې کیدای سي، او په زړه کې د افسوس احساس شتون لري، چې یوازې د الله تعالی ته په رجوع کولو سره لرې کیدای سي.


حرامه لار د یو چا په زړه کې تشې نسي ډکولای، بلکي یوازي د موجوده نيمګړتياوو د لا پراخ والی سبب  کیږی.


لاندې مثالونو ته پام وکړئ:


له دواړو څخه کوم یو خوشحاله دی؟
هغه څوک چې د کال په هر وخت کې ډول ډول قیمتي او د هغه د خوښي په خواړو ځان مړوی  مګر پرته د پلان او کوم هدف څخه؟ 
او که هغه څوک چې روژه پوره میاشت  نیسې یا دوشنبه یا پنجشنبه، په صبر سره روژه نیسي تر هغه چې لمر لویږی او روژه مات کوی، د روژمات اوله خرما د ثواب نه هیریدونکي  احساس ورکوی هغه ثواب او اجر چي هغه یې د محشر  په ورځ د الله سبحانه وتعالی د رضا سبب  کیدلو امید لری. که دا سړی خوشحاله دی؟

 

له دواړو څخه کوم یو خوشحاله دی؟
ایا هغه څوک چې  پیسې پیدا کول یی مقصد وی بيله دې چي  مشروع او نامشروع لاري ته وګوري، ژوند یی بي برکته وي ځکه چې د الله تعالی مرسته د هغه د ژوند څخه لیری سوې وې؟ 
د شپي بدخوابي يې عادت سوې وي او هغه پوهیږي چې الله تعالی ته هغه خیرات چی د حرام مال څخه وې د قبول وړ نه دی. ایا دا سړی خوشحاله دی؟
او که هغه څوک چې حلال عاید باندې ټینګار کوي، که څه هم عاید ېې لیږ وي، مګر د هغه په زړه کې سکون  د هغه لويه سرمایه وي هغه پوهیږي چې هغه خپل ځان او کورنۍ ته چی څه راوړی حلال دی نه حرام او د دوزخ اور. دهغه د حلال مال صدقه او خیرات  د الله جل جلاله د رضایت سبب کیدای سی، که د یو  یتیم سرپرستی  کوي  او هغه یتیم ورته وواېې: "جزاک الله خیرا، تاسو زما د پلار په څیر یاست" د داسي عاجزۍ او خوښۍ احساس به  ورکړي چې هیڅکله یې شاعر هم نسي انځورولای. 

ستاسو په نظر کوم یو به خوشحاله وي؟

 

له دواړو څخه کوم یو خوشحاله دی؟
ایا هغه څوک چي د نکاح دمخه د نامحرم سره اړیکي ساتي، ترڅو  لنډ مهاله د خوښۍ شیبه تیره کړي، چي پایله یې پښماني او افسوس وي، او ښه پوهیږي چې دا ډول اړیکي د الله تعالی په نیز څومره بدي دي؟ چی اخير د دې ناروا اړیکو پایله خفګان او اضطراب جسمي او رواني امراض، د جهنم اور د قبر عذابونه او داسي نور... ایا داسې خلک خوشحاله دي؟ 

او که هغه چی صابر وي، ځان يې د الله(ج)  د حدودو  پابنده ساتلی وي، تر څو چې په  نصیب  شوې میرمن  يې په نکاح شي؟ او  په  عامه واده کوي، میلمانه راغواړی، د  ډالیو او خوشحاليو سره خپل نوی ژوند پیله وې، دا کسان سکون او د زړه امن لري  ولي چی د الله تعالی احکام یی پر ځای کړی نو د نکاح ثمره او نتيجه یی هم بابرکته وي کله چی الله (ج) اولاد ورکړي او خوشحالۍ پر خوشحالۍ یې په نصیب سي. کوم یو له دوی څخه خوشحاله دی؟

 

دې مثالونو ته په کتلو سره، موږ په ډاګه ویلا سو، چي د ذهن ریښتیني آرامي  او د خوښۍ بشپړه معنا د الله تعالی سره نږدې والی او د هغه د منع کیدو څخه فاصله ده. دا ډیره آسان او ساده ده ، لکه څنګه چې الله فرمايلي:
مَنْ عَمِلَ صَٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ(10)
ژباړه: چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.


او بل ځای بیا فرمايي:
قَالَ ٱهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًۢا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَنِ ٱتَّبَعَ هُدَاىَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ(11)
ژباړه: وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه کښته سئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي.


وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَعْمَىٰ
ژباړه: او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو.


که موږ د سکون د ترلاسه کولو دپاره هر کتاب مطالعه کړو، هر درمل په دواخانو چي دي واخلو، د سکون  او خوښۍ په نوم د دې جوهر په لټون کې که هره دروازه و ټکوو، مګر دا به بيله هغه ځایه چی زموږ خالق يې د موندلو تعلیم راکړی پیدا نه کړو.


 أَمْ لَهُمْ إِلَٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ سُبْحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ(12)
ژباړه :ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي.

 

موږ خوښ یو؛ خوشحاله یو چې موږ الله پیژنو، او په دې خوشحاله يو چي الله تعالی مو رب او خالق دی، موږ خوښ یو چې قرآن کریم   مو د  ژوند لارښود دی، موږ خوښ یو چې موږ د مسلمانانو په توګه غوره سوي یو او جنت  زموږ انتظار کي دی، موږ خوښ یو چې موږ به د قیامت په ورځ تر ټولو لمړی حساب ورکونکی امت یو او تر ټولو ملتونو مخ کی به جنت ته داخلیږو ان شاء الله.

---------------------------------------------

مأخد
(1)لقرآن ،سورته هود ، 6آیت
(2) لقرآن ، سورته ٱلْمُنَٰفِقُونَ، 8آیت 
(3) لقرآن ، سورته الزمر، 36آیت
(4) لقرآن ، سورته یوسف، 86آیت
(5) لقرآن ، سورته الشرح، 5آیت
(6) مسلمان ، د اصحابو په  واک کې
(7) صحيح المسلم
(8) 6324 بخاری
(9) (ابوداود ، ترمذي 
(10) سنن ترمذي او ابو داود
(11) لقرآن ،سورته هود ، 6آیت

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته