تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ژوند نه خوند واخله: څه به زده کړو (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2018
  0

كتاب: له ژوند نه خوند واخله
ليكوال: د.محمد العریفي/ ژباړن: نصرت الله محمود

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خلکو د خوښۍ او خفګان سببونه عموماً مشترک وي.


دوی ټول خوښیږي کله یې چې مال زیات شي.

او خوښیږي کله یې چې کارونه ښه پر مخ روان وي.


او خوښیږي چې له ناروغۍ روغ شي.


او خوښیږي کله چې نړۍ ورته مسکۍ شي. او د زړه مرادونه یې پوره شي.


او په عین وخت کې دوی ټول خفه کیږي کله چې نیستمن شي او خفه کیږي چې ناروغه شي او خفه کیږي چې سپک شي.


نو کله چې خبره داسې ده نو رازه چې هغه لارې ولټوو چې خوښۍ رانصیب کړي او په غمونو مو برلاسي کړي. هو! دا د ژوند طبیت دی چې د خوښۍ او خفګان تر منځ اوړي را اوړي، دا زه هم درسره منم.


خو ولې ډير وخت غمونو او مشکلاتو ته د هغو له اندازې زیات حجم ورکوو. او بیا په ورځو ورځو خفه وو. حال دا چې هغه غم به د یو ساعت وي. نو دا دومره نور ساعتونه غم د څه لپاره؟!


پوه شه چې خفګان او غمونه په زړه باندې حمله کوي او بغیر له اجازې ورننوځي. خو هره دروازه چې دوی خلاصوي د بندولو یې زر لارې شته او دا هغه څه دي چې زده کوو به یې.


رازه یو بل څه ته.


څومره خلک ګورو چې خلک یې خوښوي، په لیدو یې خوښیږي، له مجلس نه یې خوند اخلي. ایا فکر نه کوې چې یو له دوی نه و اوسې؟


ولې په دې خوښ یې چې همیشه له نورو متاثره وې، او د دې کوښښ نه کوې چې نور متاثره کړې؟!!


دلته به زده کړې چې څنګه داسې کیدی شې.


ولې کله چې دې د تره زوی په مجلس کې غږیږي ټول خلک ورته چوپ شي او غوږ ورته کیږدي. او د خبرو له انداز نه یې متاثره شي.


او کله چې ته وغږیږې پام یې په بله شي او خپلمنځي خبرې شروع کړي؟!


ولې؟


سره له دې چې ستا معلومات به ډير وي.


سند به دې اوچت وي او رتبه به دې هم لوړه وي.


نو ولې هغه وتوانید چې د نورو توجه جلب کړي او ته پکې پاتي راغلې؟!!


ولې هغه یو پلار په زامنو ډير ګران ده او خوښوي چې هر چیرته په تګ او راتګ کې ورسره ملګري وي او هغه بل پلار له زامنو غواړي چې ملګرتیا ورسره وکړي خو هغوی مختلفې بهانې ورته کوي، ولې؟! ایا دواړه پلرونه نه دي؟!!


ولې او ولې؟!


دلته به زده کړو چې څنګه له ژوند نه خوند اخستل کیږي؟ خلک څنګه راخپلیږي؟ څنګه متاثره کیږي؟ څنګه یې غلطۍ زغمل کیږي؟ له بدخویه خلکو سره څنګه رویه کیږي؟


او همداسې نور. نو ښه راغلاست.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته