تازه سرليکونه
د شراکت تعریف او ډولونه
  تعلیم الاسلام
  March 2, 2017
  0

 شَرِکَةُ

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-03-02 
 
شَرِکَةُ ته په پښتو کي شراکت وايي .
 
شَرِکَةُ په لغت کي اختلاط او ګډېدلو ته وايي يعني يو مال د بل مال سره دا ډول ګډېدل چي بيا نه سره بېليږي ، په فقهي اصطلاح کي يې تعريف په لاندي ډول دى : 
 
د شراکت تعريف : په سر مايه او ګټه کي د شريک کېدلو تړون ته شراکت وايي  . 
 
شراکت پر دوه ډوله دى:
 
(١) شَرِکَةُ الاَملاکِ . 
(٢) شَرِکَةُ العُقُودِ . 
 
شَرِکَةُ الاملاَک
 
شرکة املاک هغه شراکت ته وايي چي دوه يا څو تنه د يوه شي په مُشَاع ډول مالکان وګرځي ، مُشَاع دې ته وايي چي شريکان د شي په هر جزء کي د فيصدۍ له مخي شريکان وګرځي .
 
دلته موږ شَرِکَةُ الاملاکِ د اَملاکي شراکت په نامه يادو .
 
املاکي شراکت کله د شريکانو په خپل خوښه او اختيار را منځ ته کيږي او کله بيا د شريکانو بې اختياره را منځ ته کيږي . 
 
مثال : زيد ، بکر او خالد ته يو باغ د پلار څخه په ميراث کي ورسېږي ، تر هغه مهاله چي دوى خپل منځ کي باغ وېشلى نه وي باغ د دوى درو تر منځ په مُشَاع ډول شريک دى .
 
دا د زيد ، بکر او خالد تر منځ املاکي شراکت دى خو دوى يو د بل سره بې اختياره پکښي شريکان سوي دي . 
 
که زيد ، بکر او خالد په ګډه باغ رانيسي هلته هم باغ د دوى درو تر منځ په مُشَاع ډول مشترک  ګرځي خو دلته دا املاکي شراکت دوى تر منځ د دوى په خوښه او اختيار را منځ ته سوى دى .  
 
اصطلاحات :  
مُشَاع : مُشَاع هغه شي ته وايي چي د څو تنو تر منځ په ګډه د فيصدى په حساب شريک وي . 
 
مُفرَزُ : د شريکانو تر منځ چي مُشَاع شى ووېشل سي او د هر يوه حصه د بل د حصې څخه بېله کړه سي هغه ته مُفرَزُ وايي . 
 
مثال : زيد ، بکر او خالد ته د پلار سراى په ميراث کي پاته سو ، دا سراى د زيد ، بکر او خالد تر منځ په مُشَاع ډول مشترک ګرځي ، دوى درې د سراى په هره خونه ، په هره حصه کي يو د بل شريکان بلل کيږي .
 
 که دوى سراى پخپل منځ کي ووېشي او د هر يوه حصه د نورو څخه بېله او معلومه سي ، دلته د هر يوه برخه د نورو څخه مُفرَزُ يعني بېله سوه نور نو دوى درې يو د بل شريکان نه بلل کيږي بلکي يو د بل ګاونډيان بلل کيږي . 
 
تَمَلُک : د يو شي مالک کېدلو ته تَمَلُک وايي . 
 
تَمَلُيک : بل ته په ځان شى ورکول تَمَلُيک بلل کيږي . 
 
د املاکي شراکت حکم
 
په املاکي شراکت کي هر شريک د بل شريک په حصه کي بېګانه بلل کيږي او يو شريک د بل شريک په برخه کي د هغه بې اجازې هيڅ نوع تصرف نسي کولاى . 
 
مثال : که زيد او بکر په ګډه باغ رانيسي ، نيمى پيسې يې زيد او نيمى يې بکر ورکړي ، باغ د زيد او بکر تر منځ په مُشَاع ډول سم برابر مشترک ګرځي . 
 
په دوى دوو کي هر يو خپله حصه يعني د باغ ٥٠% پنځوسمه سلنه خرڅولاى سي ، خو ټوله باغ د هغه بل بې اجازې نسي خرڅولاى ، ځکه چي په املاکي شراکت کي يو شريک د بل شريک په حصه کي هيڅ ډول تصرف د هغه بې اجازې نسي کولاى .
 
ورپسې لیکنه:  شرکة العقود او د هغه ډولونه 
---------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
www.taleemulislam-radio.com
 

سرته