تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عمومي قاعده او تر قبض وړاندي تصرف
 
  February 6, 2014
  0

هر هغه شى چي د هغه صفت او مقدار په صحيح ډول بيانېدلاى سي په هغه کي سلم صحيح کيږي يعني داسي شى چي هغه موجود نه وي او بايع او مشتري يې څرنګوالى او اندازه بيان کړي وروسته چي هغه شى حاضر کړل سي که په صفت او مقدار کي يې د دوى تر منځ اختلاف نه راتلى نو په هغه کي سلم صحيح کيږي .

هر هغه شى چي هغه ليدل غواړي او بېله ليدلو يې صفت او مقدار نسي معلومېدلاى په هغه کي سلم نه صحيح کيږي لکه : جواهرات او حيوانان ځکه چي دغه شيان بېله ليدلو څخه يوازي د صفت او مقدار په بيانولو مسلکي خلک لا هم نسي پېژندلاى او نه قيمت ورته ايښودلاى سي .

تر قبض وړاندي تصرف
که څوک داسي شى په سلم رانيسي چي هغه د يوه ځاى څخه بل ځاى ته نقلېدلاى سي او تر قبضولو او تسليمولو دمخه يې پر بل چا خرڅ کړي نو دا سودا يې ناجايزه ده .

داسي شيانو ته منقولي شيان وايي ، د منقولي شيانو خرڅول د تسليمۍ وروسته صحيح کيږي .

عقار جايداد ته وايي لکه مځکه ، دوکان او کور د ابوحنيفه او ابويوسف رحمهما الله په آند د جايداد خرڅول تر تسليمۍ دمخه جايز دي .

امام محمد رحمه الله وايي : جايداد هم د منقولي شيانو حکم لري تر قبضولو دمخه يې پر بل چا خرڅول ناجايزه دي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته