تازه سرليکونه
سَفِيه
 
  April 28, 2017
  0

 ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله

 
سَفِيه

سَفِيه هغه چا ته وايي چي په مال کي اسراف کوي او مالونه بې ځايه په داسي لارو چارو کي مصرفوي چي نه شريعت ته د منلو وړ وي او نه يې عقل مني.
 
داسي هم ويلاى سو چي سفيه هغه چا ته وايي چي عقل لري خو د عقل په غوښتنه عمل نه کوي بلکي د هغه خلاف مالونه مصرفوي.

د سَفِيه بنديز:
امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : پر عاقل ، بالغ او حر انسان باندي د پور ، غفلت او سَفَه يعني ناعقلمندۍ لکبله حجر او بنديز نه لګول کيږي ، ليکن که کوچنى بالغ سو خو بيا هم د خپل مال په اصلاح او ګټه نه پوهېدى نو هغه ته دي خپل مالونه تر پنځه ويشت کلنۍ پوري نه تسليمږي
 
او د هغه ولي دي يې د مال سرپرستي کوي ، خو د دې سره که هغه خپله کوم تصرف پکښي وکړ تصرف يې نافذ او صحيح ګڼل کيږي او تر پنځه ويشت کلنۍ وروسته دي مال ور تسليم سي ، که څه هم د خپل مال په ګټه او اصلاح نه پوهيږي .

دغه کس که تر پنځه ويشت کلنۍ دمخه د خپل مال په اصلاح او ګټه وپوهيږي بيا د هماغه وخت څخه يې مالونه ورسپارل کيږي ، ابويوسف او محمد وايي : پر سَفِيه باندي د هغه د مال د ساتني په سبب حجر لګول کيږي .

پر کوم کس چي بنديز ولګول سي هغه ته مَحْجُورعَلَيْهِ وايي ، د مَحْجُورعَلَيْهِ سَفِيه هغه تصرفات چي فسخ کېدلاى سي لکه رانيول او خرڅول هغه يې د قِيَم يعني سرپرست پر اجازه موقوفه کيږي .
 
د مَحْجُورعَلَيْهِ سَفِيه هغه تصرفات چي هغه فسخ کېدلاى نسي لکه نکاح او طلاق هغه يې صحيح کيږي .
سَفِيه که په داسي جرم اقرار وکړي چي لکبله يې حد او قصاص پر واجبيږي نو اقرار يې د ځان په حق کي منل کيږي . 
 
دغه ډول د سَفِيه په مال کي زکات فرضيږي او د خپل اولاد ، ښځي او ذوى الارحام نفقه هم باندي واجبيږي ، البته قِيَم يې د مال څخه د ښځي او اولاد نفقه او زکات ادا کوي .

مُغَفَل:
مُغَفَل ناخبره او بيده انسان ته وايي چي د بې تجربه ګۍ او ساده ګۍ لکبله د ګټي په سودا نه پوهيږي او تل په سودا کي تېر ايستل کيږي .
 
د ملګرو په آند پر مُغَفَل هم د هغه د مال د ساتني لکبله بنديز لګول کيږي .

د يادوني وړ ده چي پر سَفِيه او مُغَفَل باندي د امام محمد رحمه الله په آند د نښو په ښکاره کېدلو بنديز لګول کيږي او د ابويوسف رحمه الله په آند پر سَفِيه او مُغَفَل باندي د بنديز لګېدل يا د بنديز پورته کېدل د قاضي په حکم کېدلاى سي او همدا د ابويوسف قول راجح دى . 

دغه ډول د ملګرو په آند پر مديون د داين د پور د ساتني په سبب بنديز لګول کيږي ، مَديُون هغه چا ته وايي چي د بل پور پر باندي وي ، دَايِن بيا هغه چاته وايي چي پر بل يې پور باندي وي .
 
د سفيه ، مُغَفَل او مديون د حجر او بنديز په هکله فتوا د يارانو پر قول ده ، البته پر دوى باندي بنديز د قاضي په حکم لګول کيږي .
 
پر کوچني ، ليوني او معتوه باندي بېله د قاضي د حکم څخه هم بنديز لګول کيږي .

نااهل کسان:
پر ناپوه طبيب ، بې باک مُفتِي او مُفلِس کرايه کښ باندي هم دعامه خلکو د ګټي په سبب حجر او بڼديز لګول کيږي ، ناپوه طبيب يا ناپوه ډاګټر هغه چاته وايي چي د ډاکټرۍ او طبابت اهليت ونه لري.

مثلاً : مريضانو ته مُهلِکه او وژونکي دواوي ورکوي ، که کله دوا د حساسيت يا کوم بل سبب لکبله پر مريض بد تاثير وکړي نو هغه يې مخنيوى نسي کولاى .

بې باک مُفتِي هغه چا ته وايي چي د خپله ځانه څخه فتواوي ورکوي ، د حلال په حرامولو او د حرام په حلالولو هيڅ باک نه کوي .
 
مُفلِس کرايه کښ هغه چاته وايي چي ترانسپورټي امکانات يعني نقليه وسايط او پيسې نه لري ، خو د دې سره د خلکو او مالونو د حمل او نقل قرار داد د خلکو سره کوي او څه مهال چي د کوچ او انتقال نېټه پر ورسيږي نو ځان پټوي او کومي پيسې چي د وړاندي يې د خلکو څخه اخيستي وي هغه پخپل کار کي پر کار اچوي .

په نن زمانه کي چي د حاجيانو د بيولو او راوستلو کوم خصوصي شرکتونه دي دا هم د کرايه کښانو په حکم کي راتللاى سي . 
 
ناپوه طبيب ، بې باک مُفتِي او مفلس کرايه کښ ځکه د ډاکټرۍ ، افتاء او کرايه کښي څخه منع کيږي تر څو عامه خلک يې د بدني ، ديني او مالي تاوانو څخه وژغورل سي .
 
---------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات
 
مخکنۍ ليکنه: د کوچني طلاق
 

سرته