تازه سرليکونه
د کوچني طلاق
 
  April 13, 2017
  0

 

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله

 
د کوچني طلاق
 
د نابالغه کوچني طلاق نه واقع کيږي ، کوچنى که خپلي ښځي ته خپله يا د وكَيْل په ذريعه طلاق ورکړي نو طلاق يي نه صحيح کيږي ، دغه ډول د کوچني ولي او سرپرست هم د کوچني و ښځي ته طلاق نسي ورکولاى .

د کوچني اقرار:
که څوک پخپله خوښه اقرار وکړي او د بل حق پر ځان ومني نو اقرار يې پر هغه حجت ګرځي او د بل حق يې پر ذمه په ثابتيږي او تر اقرار وروسته يې انکار يا پښيماني نه منل کيږي ، ځکه سړى پخپل اقرار نيول کيږي .

د کوچني اقرار ته اعتبار نه ورکول کيږي ، که کوچنى په خپله خوله اقرار وکړي چي د پلانکي پر ما دونه پيسې پور باندي دى نو د هغه پور پر ده نه ثابيتيږي . 
 
هغه کوچنى چي په سودا پوهيږي او د ولي له خوا د کاروبار اجازه ورکول سوې وي د هغه مالي اقرار د اعتبار وړ دى يعني که د بل په مالي حق اقرار وکړي هغه يې پر ذمه ثابتيږي .

د کوچني کارونه:
 کوچني که څه هم پخپله وينا پړ او ګرم نه بلل کيږي يعني اقرار او د ولي بې اجازې تړونونو ته يې اعتبار نه ورکول کيږي ، خو د خپلو افعالو او کارونو په جزا نيول کيږي ، نو ځکه که د چا شى مات کړي تاوان به يې ورکوي .

ليونى:
ليونى هغه چا ته وايي چي عقل نه لري او وهل او ټکول کوي . 
ليونيان پر دوه ډوله دي يو هغه ليونى دى چي تل ليونى وي او بل هغه دى چي کله ليونى او کله بيا په عقل او هوښ کي راځي .
 
دا ډول ليونى د عقلمندۍ په حالت کي د عاقلانو حکم لري ، لمونځ ، زکات ، روژه او حج باندي فرضيږي ، طلاق ، معاملات او نور تړونونه يي صحيح کيږي ، خو چي څه مهال د ليونتوب دوره پر راسي بيا د ليونيانو حکم لري حجر او بنديز پر لګول کيږي .

ليونى د غير مُمَيِّز کوچني حکم لري ، نه عبادات لکه لمونځ ، زکات ، روژه او حج باندي لازم دي او نه يې هيڅ نوع تصرف صحيح کيږي . 
 
د ليوني ويناوو او تړونو ته که څه هم يې ولي اجازه ورکړي وي بيا هم اعتبار نه ورکول کيږي نو ځکه نه يې طلاق هم نه واقع کيږي . 

د ليوني د ځاني او مالي کارونو د سمبالولو د پاره چي په شريعت کوم کس ټاکل سوى دى هغه د ليوني د ځاني او مالي تصرف دنده په غاړه لري ، و دا کس ته ولي وايي او د ولي تصرفات به ټوله د ليوني په ګټه وي . 
ليونى هم د کوچني په شان د خپل فعل ذمه واره دى ، که د بل شى مات يا خراب کړي نو د هغه تاوان ځني اخيستل کيږي . 

مَعتوه:
معتوه هغه چا ته وايي چي د عقل د خرابۍ لکبله سم نه پوهيږي ، خبري يې ګډي وډي وي او کارونه يې فاسد او ناسم وي ، معتوه ته په پښتو کي باوله هم ويلاى سو .
 
هغه معتوه چي باوله توب يې ډېر زيات وي هغه د ليوني او غير مُمَيِّز کوچني حکم لري ، هيڅ نوع تصرف او وينا ته يې اعتبار نه ورکول کيږي .

هغه معتوه چي باوله توب يې لږ وي يعني نيم حاله باوله وي هغه بيا د مُمَيِّز کوچني حکم لري يعني يو مخ د ګټي او فايدې تصرفات يې لکه د بل څخه خيرات او تحفه قبلول د ولي بې اجازې صحيح او معتبر دي
 
او داسي تصرفات يې چي هغه يې محض په تاوان او ضرر وي د ولي په اجازه لا هم نه صحيح کيږي لکه خپل مال و بل ته په تحفه او سوغات کي ورکول يا خپلي ښځي ته طلاق ورکول .

د نيم حاله باوله داسي تصرفات چي په هغه کي کېدلاى سي چي ګټمن يا تاواني دي وي د ولي پر اجازه موقوفه کيږي لکه د يو شي رانيول ، ځکه که ارزانه يې رانيولى وو په سودا کي ګټمن دى
 
او که ګران يي رانيولى وو بيا تاواني دى نو د نيم حاله باوله دا ډول تصرفات د ولي پر اجازه موقوفه کيږي .
 
-----------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات
 
مخکنۍ ليکنه: مُغَارَسَة
 

سرته