تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تسعير (معاملات)
 
  June 30, 2013
  0

 تسعير د نرخ ټاکلو ته وايي ، سلطان او آمر ته نه ښايي چي د خلکو مالونو ته نرخ وټاکي ، ځکه خلک د خپلو شيانو مالکان دي ، دا د خلکو حق دى چي په څومره قيمت خپل شى خرڅوي او په څومره يې بيا نه پلوري .

رسول الله  صلی الله علیه وسلم هم فرمايلي دي  : تاسو د خلکو مالونو ته نرخ ما ټاکئ ، ځکه چي الله نرخ ايښونکى ، تنګي جوړونکى ، پراخي راوستونکى او رزق ورکونکى دى . (۱)


البته که د مالونو څښتنانو د شيانو د ارزښت څخه نرخونه ډېر زيات جګول او عامه خلکو ته يې ضرر رسېدى هلته بيا حاکم د عامه خلکو څخه د ضرر د مخنيوي د پاره د ژوندانه اړينو شيانو ته د فکر او نظر د څښتنانو په مشوره نرخ ټاکلاى  سي .

خو د مالونو مالکان به په ټاکل سوي نرخ پلورلو  ته نه اړ باسي ، بلکي پلورنکي به تر ټاکل سوي نرخ څخه په ګران قيمت د پلورلو څخه د عامه خلکو د مصلحت لکبله منع کوي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

---------
(۱): لَا تُسَعِّرُوا فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّازِق. الحدیث
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته