تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علامه محمد ادریس کاندهلوي رحمه الله
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 20, 2018
  0

د اسلامي نړۍ د ځلانده ستوري شیخ الحدیث علامه محمد ادریس کاندهلوي رحمة الله علیه مختصر ژوند لیک


لیکوال : محمد عمران ” شریف “ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا محمد ادریس کاندهلوي صاحب له هغې علماء حق څخه و چې د چا علم او فضل ، زهد او تقوی، خلوص او للهیت د یو مسلمه حیثیت امر لري،  حضرت د خپل دور عظیم محدث،  جلیل القدر مفسر،  بهترین محقق او د لوی علم څښتن و،  او  ددې سره یو عارف کامل او مایه ناز مصنف هم و .


پیدایش:
د حضرت  تعلق د یو لوی علمي کورنۍ سره دی، سلسله نسب یی د سیدنا صدیق اکبر ”رضی الله عنه“ سره یو ځای کیږي،  کاندهلوي صاحب د هندوستان  ضلع مظفر نګر په کاندهله کلي کې د مولانا محمد اسماعیل کاندهلوي په علمي کورنۍ کې په ۱۲ ربیع الثانی ۱۳۱۷ هجری کې په مطابق ۱۹۰۰ عیسوي وزیږیدی. 


د علم حصول : 
د نهو ۹ کالو په عمر کې یی د خپل والد صیب نه قران مجید حفظ کړو بیا والد صیب محترم د ابتداي دیني تعلیم لپاره د حکیم الامت مجدد الملت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي صیب په خدمت کې پیش کړو .
د صرف او نحوي ابتدائي کتابونه یی د اشرف علی تهانوی صیب څخه په مدرسه اشرفیه کې وویل بیا تهانوی صیب د نورور سبقونو لپاره له ځان سره مدرسه مظاهر العلوم سهارنپور ته بوتلو  او د وخت د عظیم محدث مولانا خلیل احمد سهارنپوري خدمت ته یی حاضر کړو حضرت هلته د حدیث او تفسیر، فقه او کلام،

 

 

 

 

منطق او فلسفه او د نورو دیني علومو تکمیل وکړو دلته یې د حضرت مولانا خلیل احمد سهارنپوري صیب او حضرت مولانا حافظ عبد الطیف صاحب او مولانا ثابت علی صیب او د مولانا ظفر احمد عثماني صیب غوندي اکابرو علماؤ نه استفاده وکړه او د ۱۹ کالو په عمر کې یې د ټولو علومو او فنونو څخه فراغت حاصل کړل او بیا یې مرکز علوم الاسلامیه دارالعلوم دیوبند ته تشریف یوړو هلته د امام العصر حضرت مولانا انور شاه کشمیري ، شیخ الاسلام مولانا شبیر احمد عثماني،  مفتي اعظم مولانا عزیز الرحمن عثماني،  فخر العلماء مولانا حبیب الرحمن  عثماني او د مولانا سید اصغر حسین دیوبندي څخه فیض یاب شو او دویم ځل یې بیا د دوره حدیث څخه فراغت حاصل کړو.

 


تدریسي خدمات: 
د فراغت تعلیم څخه بعد په کال ۱۹۲۱  کې د خپل تدریسي ژوند اغاز وکړو او په مدرسه امینه کې یې تدریس پیل کړه دغه وخت مفتي اعظم هندوستان مفتي کفایت الله دهلوي صیب هم دلته و د یو کال روسته د دارالعلوم  دیوبند کشش زانته راخکل او د خپلو عظیمو استاذانو په څنګ کې په دارالعلوم دیوبند کې خپل تدریس پیل کړو او تقریبا .

 

نهه ۹ کالو پورې هلته مدرس و بیا د څه وجوهاتو په بنا حیدر اباد دکن ته لاړو هلته یې هم کم او بیش نهه ۹ کاله تیر کړل اګر چې نه هلته د دیوبند سره د وابستګۍ په شان نعمت و او نه د علامه کشمیري او علامه عثماني غوندي د علم او حکمت خاوندانو سره قرب و لیکن په دې اعتبار سره د حیدراباد دکن زمانه د حضرت د زندګۍ  قیمتي حصه وه چې ” تعلیق الصبیح شرح مشکوة المصابیح “ په شان عظیم کتاب یې هلته ولیکل او دمشق ته لاړل او چاپ یی کړل .


هجرت:
په  ۱۹۳۹  کال د شیخ الاسلام مولانا شبیر احمد عثماني صیب په دعوت پاکستان ته لاړو او دوه کاله په جامعه عباسیه بهاولپور کې د شیخ الجامعه په حیثیت پاتې شو بیا په لاهور کې د مولانا مفتي حسن امرتسري په سعې او کوشش جامعه اشرفیه جوړه شوه نو مفتي صیب حضرت ادریس صیب ته وفرمایل:


مولانا ځه تا ته د چرګانو او پلاونو د پریښودلو څخه وچي ډوډۍ قبلولو دعوت

درکوم.
علامه کاندهلوي صاحب جواب ورکړو:
حضرت د دین د خدمت لپاره دا هم قبول دي!

د حضرت مفتي صیب په دعوت د جامعه اشرفیه شیخ الحدیث مقرر شو او د اخري ساه پوري همدلته پاتي شو، په زرګونو علماء او طلباء یې وروزل په دعوت اوتبلیغ سره یې د لکاؤ مسلمانانو اصلاح وکړه .

 

فن خطابت:
چې کله به یې تقریر کولو نو داسې به  معلومیدل چې د علم سمندر څپې وهي یو ځل یې د خیر المدارس ملتان په سالانه جلسه کې تقریر شروع کړی و او علمي نکات یې په مدللانه انداز بیانول حضرت سید عطاءالله شاه بخاري صیب د حضرت علمي بصیرت نه متاثر  شو او د تقریر په منځ کې پاڅیدو او مجمع یې مخاطب کړه او په ډیرو جذباتو کې یې داسي اویل:


خلکو! وګورئ دا دي زمونږ اکابر چې علم او تقوی یې بې مثل ده، خلکو!
ښه وګورئ او واورئ! دا د دارالعلوم دیوبند قابل فخر فرزند او ددې دور محقق اعظم او محدث اعظم دی.

 

 

 

 

 علمي مقام :
علامه جالندري صیب فرمايي: 
د مولانا ادریس کاندهلوي صیب علمي مقام ډیر لوی دی او دی د علم او عمل جوړ سمندر دی.
علامه شبیر احمد عثماني فرمایي: 
مولانا ادریس صیب صرف عالم نه دی بلکې ګرځنده کتابتون دی او د خپلې زمانې محقق، محدث، ادیب او متکلم دی .


 د حضرت تصانیف :
د خپل دور مایه ناز مصنف و په خپل علمي قلم یې ډیر کتابونه لیکلي دي له هغې جملې نه یو څو دا دي:
(۱) تفسیر معارف القران 
(۲) تعلیق الصبیح شرح مشکوة المصابیح
(۳) سیرت المصطفی (صلی الله علیه وسلم) 
(۴) شرح بخاري
(۵) عقائد الاسلام (ډير ګټور کتاب دی)
(۶) اصول اسلام
(۷) خلافت راشده 
(۸)ختم نبوت 
(۹)  اسلام و نصرانیت، 
دا د علامه کاندهلوي رحمه الله یو څو علمي تصانیف دي. 

 

 

د کاندهلوي صاحب شاګردان:
حضرت په خپل خلوص سره په زرګونو علماء وروزل مشهور په کې شیخ الحدیث والقران حضرت مولانا حسن جان مدني شهید صیب
 او زینت المحدثین ډاکټر شیر علي شاه مدني صیب او نور ډیر جلیل القدر علماء ترې فیض یاب شوې دي .

 
وفات :

د علامه کاندهلوي صاحب ټول حیات طیبه د دین په خدمت کې تیر شو حضرت یو ریشتونی عاشق او کامل ولي و،
په تاریخ د ۷ رجب المرجب ۱۳۹۴ هجري مطابق ۲۸ جولایی ۱۹۷۴  د دې فانې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې.
 انالله و ان الیه راجعون 

 

د جنازی لمونځ یی خپل مشر زوی مولانا محمد مالک کاندهلوي صیب ادا کړ چې د حضرت علمي او روحاني جانشین او لوی شیخ الحدیث والتفسیر هم دی  .

 

 

سرته