تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سود مسائل
 
  March 23, 2013
  0

 تفَاضُل

تفَاضُل يو د بل څخه زياتوب ته وايي .
 
دلته د تفاضل څخه مراد يو شى د هغه څخه په زيات مقدار خرڅولو ته وايي .
 
مثلاً : يو من په دوه منه خرڅول ، يا يو لېټر په دوه ليټره خرڅول ، يا زر افغانۍ په دوو زرو افغانيو خرڅول د تفاضل سودا بلل کيږي .
 
نَسَاء : نَسَاء د نون په زور ويل کيږي ، نَسَاء ځنډولو ته وايي خو دلته د نَسَاء څخه مراد د پور سودا ده .

تَقَابُض
تقَابُض يو د بل څخه اخيستلو ته وايي خو دلته لاس په لاس سودا کولو ته وايي .
 
جَنس : جَنس ذاتي يووالي ته وايي . 
 
مثلاً : غنم ځان ته  جنس دي ، وربشي ځان ته جنس دي او خرما بيا ځان ته جنس دى . 
هر جنس ځان ته مختلف انواع يعني بېل بېل ډولونه لري .

علت
په فقه کي علت هغه شي ته وايي چي د هغه له کبله پر يو شي د جايز يا ناجايز حکم کيږي .

د مثال په ډول : نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي  دي : څوک چي هوږه يا پياز وخوري نو هغه دي زموږ مسجد ته نه را نژدې کيږي . (۱)

د دې حکم علت فقهاء کرام بد بويي بولي ځکه د هوږي او پيازو په خوړلو خوله بد بويه کيږي .

دا چي په مسجد کي ګڼ شمېر لمونځ کونکي راغونډيږي نو د چا چي د خولې بد بوى ولاړيږي انسانان لا څه کوې بلکي ملايکي لا هم د هغه د خولې د بد بوى څخه په تکليفيږي ، نو ځکه يې زجري حکم ورته کړى دى چي دا کس دي زموږ مسجد ته نه رانژدې کيږي .

نو په همدې اساس په هرو خواړو کي چي د بد بويي علت ومندل سي لکه نصوار او ګندنه هغه هم د هوږي او پيازو په شان حکم لري يعني خوړل يې ناسم کار دى .

خو که د بد بويي علت يې له منځه ولاړ سي مثلا هوږه په خواړو کي پخه سي او په پخېدلو يې بد بوى ورک سي بيا يي خوړل پروا نه لري ، ځکه چي د کراهيت علت يې له منځه ولاړى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

ــــــــــــــــ
(۱): أَنَّ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا زَعَمَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا فَلْيَعْتَزِلْنَا أَوْ لِيَعْتَزِلْ مَسْجِدَنَا ( البخاري )

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته