تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څومره هستـــــــي لرمه خدای لرم
 
  April 23, 2013
  0

د تعلیم الاسلام راډيو آرشیف د ترانو څخه

څومره هستـــــــي لرمه خدای لرم

ځکه په ډېــرو زړو کي ځـای لرم

د سیند په مینځ کي نور له تندي مري
زه پر سر ستورۍ د لـوی خدای لرم

چي تر شتمنو هم شـــــــتمن ښـکارم
سترګي مـــړې او زړه بــــډای لـرم

څومره هستـــــــي لرمه خــدای لرم
ځکه په ډېــرو زړو کي ځــای لرم

د ازمــــــایونو په بـــــټیو کـي ژوند
ولي بې ځایــــه هوی او های لــرم

سپرلـــیه راکړه د ځوانۍ له شوره
واصــــل تر ټولو ښه اشــــــنا لرم

څومره هستـــــــي لرمه خدای لرم
ځکه په ډېــرو زړو کي ځـای لرم
.
جل جلاله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته