تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فلک د علم قلمي نسخې او اختراعات
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 18, 2017
  0

لیکنه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د فلک د علم په برخه کي قلمي نسخې

مسلمانو فلک پوهانو دې علم ته دومره کار کړی ، چې تر اوسه هم د فلک د علم په میدان کې د هغوی اثار ژوندي پاتي دي ، ځیني ستوري اوس هم په غربي نړۍ کې په عربي نومو سره یادیږي ، لکه: الدبران ، النسر ، الطائر ، او داسي نور ، همدا شان ځیني اصطلاحات لا هم په عربي الفاظو سره یادیږي ، لکه: السمت، العهدة او المقنطرة . له دې پرته ډیر کتابونه مسلمانانو د فلک د علم په برخه کې لیکلي ، چې د پوهانو په وینا تر اوسه د نړۍ په مختلفو کتابخانو کې ۱۰،۰۰۰ قلمي نسخې شتون لري . دا یو لوی شمیر دی ، چې د مسلمانو علماو پر ښه پوهه علم او خدمت شاهدي ورکوي . دا هم واضحه ده ، چې مشهور فلک پوه کوبرنیکس هم له اسلامي مخطوطو نه په تیره بیا د ابن شاطر له خطي نسخو نه زیات کار اخیستی .


اندلسي انقلاب
د فلک د علم په برخه کې د اندلس علماو په یولسمه او دولسمه پیړۍ کې دومره کار وکړ ، چې په تاریخ هغه ته د اندلسي انقلاب نوم ورکړل سوی ، مسلمة المجریطي او ابن الصفار په دې برخه کي ډیر زیات کار کړی ، او د ډیرو آلاتو نه يې کار اخیستی ، له هغوی وروسته امیة بن عبد العزیز بن ابي الصلت اولنی هغه څوک و ، چې د اندلس هغه کتابونه چې د فلک د علم په برخه لیکل سوي ول ، شمالي افریقا ته نقل کړل ، له دې سره د بطلیموس پر نظریه شکوکو او شبهاتو زور واخیست ، ورسره د اندلسي انقلاب پیل هم وسو .


په دولسمه پیړۍ کې مشهور فیلسوف ابن رشد او وتلی فلک پوه ابو اسحاق البطروجي هم د بطلیموسي د نظام تردید وکړ .

 


 

مراغي انقلاب
 نصير الدین طوسي په ۶۵۷هـ = ۱۲۵۹م کال کې د مرسة المراغة په نامه لویه مدرسه جوړه کړه ، د دې مدرسې د علماو افکار د بطلیموس د نظریات خلاف ول ، هغوی د بطلیموس تر نظام هم ډیر ښه دقیق او باریک نظام رامنځ ته کړ ، د هغوی له مشهورو علماو نه : محیي الدین الاوردي (۱۲۶۶م) ، نصیر الدین الطوسي (۱۲۰۱- ۱۲۷۴) ، نجم الدین القزویني الکاتبي (۱۲۷۷م) ، علي القوشجي (۱۴۴۷م) ، عبد العالي البیجرندي (۱۵۲۵م) او شمس الدین الخافري (۱۵۵۰م) ول .
ځینو مورخینو په دیارلسمه او څورلسمه پړۍ کې ، د دې مدرسې د علماو د دغوره افکارو له امله ، د هغوی نظریاتو ته د مراغي د انقلاب (الثورة مراغة) نوم ورکړی .


دا هم د دغې مدرسې د علماو ځانګېړنه وه ، چې تر هر چا اول يي د تحقیقاتو پر بنا د ځمکي پر خپل محور دوراني حرکت ثابت او مدلل کړ .

 


لومړنۍ رصد ګاه
 اول فلکي رصدګاه د عباسینو په دور کي په (۲۱۴هـ) - (۸۲۹م) کال کې په بغداد کې جوړه سوه ، او مرصد الشماسیة په نامه سره مشهوره وه ، فاطمي حکمرانانو بیا پر المقطم غره باندي لویه رصدګاه جوړه کړه ، د دغه رصدګاه په باره کي مشهوره وه ، چې ډیر دقیق آلات او وسایل په کي موجود او ښه مشهور فلک پوهانو څيړني په کې کولې ، له دغو ماسوا په نوره نړۍ کي لکه : شام ، اصبهان ، مراغه ، اذربایجان ، سمرقند ، مصر ، اندلس او داسي نورو کي هم رصدګاو شتون درلود .


د مسلمانو فلک پوهانو اختراعات
له دې رصدګاو علاوه ، مسلمان فلک پوهانو ډیر اختراعات اوانکشافات هم وکړل ، او دوخت له پرمختللو وسایلو نه يې په (۱۲۸۰-۶۳۲) کې کار واخیست ، ځیني يې په خپله اختراع او جوړ کړل ، او په ځینو کې يې بیا ډیر څه ور زیات او د لا ښه کار لپاره تیار کړل ، لکه : المزولة الشمسیة (د ورځي د وختو د پیژندني لپاره اله ده) ، الساعة المائیة ( په ورځ او شپه دواړو کې وخت په معلومیږي) ، اسطرلاب چې په ډیرو مختلفو شکلو سره شهرت لري (په اسطرلاب سره ارتفاع ، د وختو پیژندل او د ستورو ځایځایګی او حرکت معلوميږي) له دې څخه بغیر یې نور آلات هم هغوی وکارول ، لکه : ذات السمت والارتفاع ، الارباع او رباعیات (ربع الاسطرلاب، ربع الدائرة، ربع الزرقالة، ربع التام، الربع المجیب، الربع الشمالي ) الحقة ، ذات الحلق ، اللبنة ، ذات الشعبتین ، ذات الربع ، ذات السدس او داسي نور...) ابن یونس مصري (۳۹۹ هـ/۱۰۰۹ م) البندول او يا الساعة الرقاصة په نامه  ډیره مشهوره اله جوړه  او په رصدګاه کې يې وکاره وله ، البندول يې په زنګي ساعتو کې هم استعمال کړ ، دا هر څه د ګالیلیو نه تقریبا شپږ پیړۍ وړاندي تر سره سول .

 

 

د فلک د علم موضوعات پر دوه برخو ویشلای سو ، اول ته علم فلک نظري ، او دوهم ته علم فلک تطبیقي (عملي) ویل کیږي .

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته