تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سوال: مسلمانان ولي روژه نیسي؟
 
  May 31, 2017
  0
د ملحدینو د سوال په ځواب کي
لیکنه: استاذ عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دلته صرف طبي اړخ څيړو که نه د روژې د ګټو زیات نور معنوي او ټولنیزي ګټي هم سته.
 
د روژې په هکله د څو نړېوالو وتلو ډاکټرانو ويناوې

ډاکټرډی جکټ (Dr.D.Ject) د روژې په هکله  وايي:
روژه نیول ټولې ناورغیانې له مینځه وړي او ختموي ئې.

ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) د روژې په هکله وايي:
روژه هم ظاهري اوهم باطني ناروغیانې له مینځه وړی اودپای ټکی ورته ایږدی.

پروفيسرافيشن (Professor Afession) وايي:
روژه دمعدې ، ینې(ځیګر) اودزیات خوراک دکنترول لپاره ډېره ښه درملنه ده.

پروفيسرډاکټرايم۔ ډي کينيارډ(Professor Dr. M.D Kenyard) وايي:
روژه په واقعیت کی یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک ورڅخه سترګې نسي پټولای.

پروفيسرکلارک (Professor Klaork)  وايي:
روژه زما روغتیا ده، زما ژوند دی او زما خوښې ده، چي زه ورڅخه چاره نلرم.

پروفيسر سي ايس جونز(Professor C. S Jones) وايي:
زما د مشاهداتو او څېړنو مطابق روژه نیول د یوه انسان لپاره اړینه او حیاتي ده، لږ تر لږه باید هر انسان په هره میاشت کي روژه ونیسي، که هره میاشت نه وي نو باید په دوو میاشتو کي دي يې ونیسي، د یوې ورځې څخه تر درو ورځو پوري، او زما د تجربو په اساس روژه نیول د هر انسان یو فطري او طبعي اړتیا او ضرورت دی.

(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)

د کيمبرج يو وتلي پروفيسر ډاکټر لوتر وايي:

ډاکټرلوتر چي درمل پوه (Pharmacologist) دی، دی د روژې په هکله وايي:

د یوه روژه نیوونکي د معدې رطوبات مي معاینه کړل، چي زه ودې پایلو ته ورسېدم چي د روژه دار په نس کي هیڅ داسي مواد نه وه چي ناروغې ورباندي اغیزې وکړي، او یا د مکروبونو ځاله سي او یا ناروغې قبوله کړې، چي زه په یقین سره دا درته ویلای سم چي روژه د معدې د ټولو ناخوالو یواځنۍ ښه اوغوره درملنه ده؛ ددې څخه علاوه روژه د ټول بدن د روغتیا ضمانت کوی.

 
ډاکټر ایف عزیز د یوې ډلې ډاکټرانو سره پر روژې باندې تجربې وکړې، او هغو ځوانانو چي پوره یوه میاشت ئې روژه نیولې وه، دا ور څخه په لاس راغلل:

۱: کله چي دې ځوانانو روژې ونیولې نو د ۲۹ روژو څخه وروسته ئې وزن پوره کم سو.

۲: په لومړیو۱۰ ورځو کي ئې د وینې شکره (Blood Sugar) کمه سوه، چي په پاته شلو ورځو کي ئې ګلوکوز اضافه سوی وو.

۳: (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین، د صفراء هغه رڼه مایع برخه ده چي په غلظت او زیاتوالې سره ئې زېړۍ پیدا کیږي؛ نو د روژې په برکت سره دا سروم بیلیروبین په لومړیو ورځو کي د 56۔0 څخه و 77۔0 ته لوړسو او د روژې د میاشتې په اخر کي د 4۔0 څخه و 1۔1 ته راکم سو.

۴: په کلسیوم، فاسفورس، پروتینو، البیومنو او نورو هارمونونو کي هیڅ تبدیل نه وراغلی.

۵: د یوې میاشتې روژې څخه وروسته د نر تولیدیدونکې ماد Male Reproduction Hormones  کي هیڅ تغیر او تبدیل نه ترسترګو کیدی او پر خپل حالت وه.

ددې پوهنتون پایلو داسی جوته کړل چي روژه پر بدن باندي هیڅ بدې اغیزې نلري او برعکس د انسان پر وزن او غوړ باندي ژورې اغیزې لري، او پا ته دې نه وي چي روژه د  (Chronic Disease)  یعني د مزمنو او اوږد مهاله ناروغیانو لپاره پوره درملنه ده.

  روژه د معدې اسیدونه یا تیزابیات کموي:

د روژې بله ګټه دا ده چې اسیدونه کموي او دا هغه اسیدونه دي، چې د معدې د جوش او بدې هضمې سبب ګرځي. هغه کسان چې تل د معدې نه شکایت کوي او انتي اسید درمل خوري، په دې باید پوه سي چې روژه د دوی د معدې  ټولی ناخوالې له منځه وړي.

پروفیسر ایم ایم حسیني M.M.Hussaini :
پروفیسر حسیني دا په ثبوت ورسول چې روژه د خوار ځواکۍ سبب نه ګرځي، دا ځکه چې روژه نیونکي هم په پیشلمي او هم پر روژه ماتي باندې هغه څه خوري چې محدودیت نلري، ده د روژې په میاشت کې پر دوه ډوله شاګردانو باندې خپله تجربه کړې، چې مسلمانان او غیر مسلمانان وو، ده راپور ورکړ چې د هغو شاګردانو د غذا نسبت، چې روژه یې وه او د هغو شاګردانو د غذا نسبت چې غیر مسلمانان وو او روژه یې نه وه، هیڅ توپیر نه ؤ، بلکې د مسلمانانو دغذا انرژي تر غیر مسلمانانو ډیره وه، دا ځکه چې مسلمانان هم په روژه ماتي او هم په پیشملي کې هره غذا په پوره اشتها سره خوري، چې د ارواپوهنې علم په اساس، دغه خواړه بیا نسبت هغو خواړو ته ډیر ګټور وي، چې په پوره شوق او اشتها سره ونه خوړل سي.

د جرمني، امريکا او برطانيا د ډاګترانو تجربه

دوی په دې خبره باندي غور وکړی چې د مسلمانانو د غوږو، پوزې او ستوني (Ear, Nose, Throat) ناروغۍ ولې په روژه کې کمې او کنترول سي؟

ددې لپاره یې د پاکستان دریو لویو ښارونو، کراچې، لاهور او فیصل آباد ته د څېړنو ګروپونه ولېږل او دا پایلې يې لاسته راوړې:

۱: لکه څرنګه چې مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوي او په همدې شمار سره اودسونه کوي او دا لمونځونه او اودسونه  په ځانګړي ډول سره زیات په روژه کې صورت نیسي؛ نو ځکه په دوی کې د غوږو، پوزي او ستوني (E.N.T) ناروغۍ لږې لیدل کیږي.
۲: په روژه کې خوراک کم سي او د ډوډۍ په لږ خوراک سره د معدې او یېنې (ځیکر) ناروغۍ کمیږي.
۳: لکه څرنګه چې دوی په روژه کې له هر څه نه پرهیز وي؛ نو له همدې کبله یې اعصاب او زړه هم ښه وي.
(روزنامه جنګ لاهور ۱۹۹۸)

http://english.alarabiya.net/en/variety/2014/07/08/Top-4-incredible-health-benefits-of-fasting-in-Ramadan.html
https://www.soundvision.com/article/the-spiritual-and-health-benefits-of-ramadan-fasting
http://islam.ru/en/content/story/10-incredible-health-benefits-fasting
http://www.independent.co.uk/life-style/health-and-families/health-news/ramadan-2017-start-date-fasting-rules-health-benefits-how-celebrated-islam-muslims-holy-month-uk-a7067556.html
http://www.masjidtucson.org/submission/practices/ramadan/medicalbenefits.html
http://www.allaboutfasting.com/benefits-of-fasting.html
http://www.lifehack.org/articles/lifestyle/10-benefits-of-fasting-that-will-surprise-you.html
 

سرته