تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ پنځمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 12, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي 
(۵)

د موسیقۍ ستر زیانونه


ځیني خلک بیاپه دې اند دي چي دا په اسلام کي تنګ نظري ده او دا وايي چي (ته دا یویشتمه پېړۍ وګوره او ته موسیقي بندول وګوره! اوحال داچي هر څوک په هر ځای کي موسیقي اوري۔) نو زه و دې دروند مسلمان ته وایم چي زه و تاسوته یوه علمي او بنسټیزه خبره کوم او هغه داچي که یو څوک و ځانته مسلمان او مؤمن وايي، نو مطلب دادی چي ځان ئې و الله جل جلاله او د هغه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیم کړیدی، او هر څه چي الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته  ویلي دي هغه به مني او عملي کوي به ئې؛ نو کله چي الله جل جلاله او د هغه خوږ استاځی صلی الله علیه وسلم یو شی حرام ګرځولی وي نو ولي باید عمل پرې ونشي؟ او ځنې روڼ اندي په دې نظر او عقیده دي چي موږ دیموکراتیک اسلام غواړو، دوی په دې خبره هم نه شرمیږي چي اسلام یو اسلام دی او هیڅ څوک نشی کولای چي دخپل ځان تابع ئې کړی، بلکي هر څوک به د اسلام تابع کيږي؛ د اسلام هر اصل، بنسټ ،حکم او نهی به تر قیامته پوری باقي وي، قرانکریم خو څه یو دیموکراتیک د انسانانو په لاس جوړ شوی ناقص قانون نه دی چي یوه ورځ ئې یوه ماده غلطه او ترمیم پکښې راولي او بله ئی بله ورځ بله ماده غلطه یا کمه یا اضافه کوي، که په لنډو کي درته ووایم چي داسي بدلونونه د الله جل جلاله په قانون کي نشي راتلای او نه ئې هم تصور کېدلای شي، بلکي دا بدلونونه د لارډ میکالي په قانون کي راځي او صورت نیسی؛ افلاطون چي د نړۍ له وتلو فلیسوفانو څخه وو اوس ئې ډېرې فرضیې او قضیې تر پښتنو لاندي دي.


د یوه مسلمان خاصیت باید داسي وي چي اسلام چي څه ویلي دي او امر یې کړی دی هغه به مني او بیابه ئې عملي کوي پر خپل ځان باندي او وروسته به ئې په ټولنه کي د عملي کولو هلې ځلې او پوره کوښښ کوي؛ چي دا خلک نو یقینارېښتنې مؤمنان دي او دا هغه کسان دي چي الله جل جلاله د جنت زېرۍ ورکوي.


ځیني کمزوری او ساده لوح مسلمانان بیا داسي وايي چي ته به موسیقي نه اورې،  بلکي د موسیقۍ اورېدل ټول خلک خوښوي، و دې خلکو ته الله جل جلاله ځواب ورکوي:


وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ (الانعام ۱۱۶)


ژباړه: که ته د ډېرو هغو کسانو پیروی وکړې چي په ځمکه کښې میشت دي نو تابه دالله له لاری واړوي، دوی له ګمانه پرته د بل شي پیروي نه کوي او دوی له اټکل پرته بل کارنلري. 


دا ددې خلکو ګومان(ظن) دی، دوی دا موسیقي دومره د زړۀ په غوږو اوري لکه چي دټولي نړې انسانان ئې اوري او دا یواځي او یواځي د دوی یو خیال پلو او پوچ فکر دی، چي د غلطو تصوراتو پر غونډۍ باندي ناست دي او زهر هم ورته عسل او کيمیا ښکاري او خبر نه دي چي عقل ئې کډه کړېده، او شعور ئې هم د فهم او درست ادراک پر ځای د جهل او ناپوهۍ په تاریکيو کي په خولو کي ډوب او لالهانده دی.


ځیني مسلمانان بیا دا وايي چي یو څو ورځي ژوند دی او له دې څخه به څه خوند واخلو او په دې نه دي خبر چي د الله جل جلاله نیونه (ګرفت) بیا ډېره سخته او دردونکې ده،(ان بطش ربک لشدید سورة البروج: ۱۲) چي کله د یوه انسان پر غاښ درد سي نو زغملای یې نسي، نو نور کړاوونه به څنګه و زغمل شي.


ځینی بیا دا وايي چي ما پرېږده او کار مي پرېږده او څوک خو به زما په قبر کي نه پرېوځي، چي ددې څخه مطلب دادی چي دا سړی ډېر مغروره دی او یا ئې دا ګمان لاهم نه کيږي چي زه دي په قبر کي مجازات شم او یا هم داسي ګمان کوي چي الله جل جلاله به و ماته پردې باندي سزا رانه کړي، او یا دا د الله جل جلاله سزا ته دومري ارزښت نه ورکوي او انګیري چي دا یو خیال دی(العیاذ باالله)؛ او یا دی دا فکر کوي لکه مشرکينو د مکې چي کاوه چي په دوږخ کي ۱۸ د عذاب ملائیکي دي، نو یوه مشرک ته به ئې وویل چي درې ملایئکې ئې پرتا او پنځه ئې پر ما او په همدې ترتیب به ئې د دوږخ ټولي ملائيکي ووېشلې او پخپلو مینځو کي به ئې وویل چي دا به ټولي وتړو او د دوږخ له عذابه به وژغورل شو(العیاذ باالله) څومري احمقانه ، پوچ، بېهوده ،د عقل نه لیري، د منطق نه لیري او د انسانیت نه لیري فکر او تصور دی، د الله جل جلاله د عذاب تصور او فکر کول د انسان له عقل او دماغ څخه ډېر لوړ دی، هغه اور، شکنجه، عذاب، نیونه او هرڅه ددې دنیا په شان نه دي، په قران عزیز او مبارکو احادیثو کي چي د دوږخ کوم بیان راغلی دی و هرچاته دا جوتیږي چي هغه څومري سخت اودردناکه دی، او که هغه ته ونه ګورې نو الله جل جلاله و ټول انسانیت ته وايي چي تاسي د هغو خلکو انجام وګورئ چي د مځکي د کُرې پر سر باندي ئې نافرمانیاني وکړې او سزاء ئې څه شوه، د عاد، ثمود، قوم لوط، فرعون، هامان او داسي نور.. وګورئ، چي د هغو دنګ - دنګ په غرو کي جوړ شوي عمارتونه وګورئ، چي هغه کورونه او محلونه ئې شته او دوی نشته، قرآنکریم یې بیان کوي چي ددوی په شان طاقتور خلک نه ول (لم یخلق مثلها فی البلاد. سورت الفجر: ۸) د فرعون، هامان، شداد ، نمرود او داسی نورو غټو کفارو انجام وګورئ چي د دوی تعمیرونه تر اوسه شته، کټونه، د ښکلا توکي، سامانونه، زېورات، څپلۍ او هرڅه ئې شته خو دوی نشته او د دوی انجام څه شو؟؟!!


ځینی کسان په دې خطاوتلي دي چي اوس هر کارکوم، ځوان یم او وخت لا ډېر شته چي کله سپین ږيری (بوډا) شوم بیا به توبه وکړم، خو دلوی څښتن جل جلاله په دې پرېکړې نه دی خبر چي قرانکریم وايي:


هر نفس به مرګ څکي(كُلُّ نَفْسٍۢ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ: (سورة آل عمران: ۱۸۵)


په بل مبارک ایات کي راځي:


إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُ ۖ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ . (سورت نوح: ۴)


ژباړه: او کله چي اجل(د مرګ نېټه) راشي نو هغه نه وروسته کيږي کچیری تاسي پوهیږئ.


دا یو منلی حقیقت دی چي کله د یو چا د ژوند پاڼه ژړه شي، د مځکې پر کُرې باندي ئې د رزق کاسه نسکوره شي، نصیب ئې د عنقاء د مرغه په شان والوزي، له دې فاني نړۍ ئې ټغر ټول شي، د سترګو اوبه ئې وچي شي، د زړۀ د حرکت جنازه ئې پورته شي؛ نو داچي هر څوک وي، که پاچا وي، که بېنوا وي، که د لوږي له کبله غوړ رېګ بویوي او که ئې یو څاروی یواځي یو سهارنی وي، که ئې په  یوه څاڅکي  اوبو پسي سترګي شنې وي، او که ئې څښاک عسل او شیدې وي، دا ټول د یوې ثانیې د زرمي برخې په اندازه سره وخت نلري او ضرور به له دې نړۍ څخه سترګي پټوي او له دې نړۍ څخه به یو ګز یا زیات سپین رخت له ځانه سره وړي او بس۔ دا ځکه چي هغه شپه چي ئې د ګوروی کور به نشی.، عبدالحمید بابا وايي:


که په سل رنګه تدبیر احتیاط پرې وکا
هغه شپه چي یې د ګور وي کور به نشي


نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته