تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2023
  0

د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
څلرمه برخه 

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په یو مجلس کي وفرمایل: "کله چي الله جل جلاله یو بنده ته د خیر اراده وکړي، نو هغه خپل ځان ته را وبولي." اصحابانو مبارکانو وپوښتل: څنګه هغه د ځان لوري ته رابولي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هغه ته د یو نېک کار تر سره کولو توفیق ورکوي، بیا وروسته په دغه حالت کي یې روح اخلي، نو هر کله چي الله جل جلاله له یو چا سره مینه ولري، هغه په خپل اطاعت او عبادت کي بوختوي، ترڅو یوازي د ځان له پاره ژوند و نه کړي، بلکي د خپل دین له پاره خدمت هم وکړي، خلګ دین ته را وبولي، په نېکیو امر وکړي او له بدیو څخه منع وکړي او تل د مسلمانانو کارونو ته اهمیت ورکوي او د هغوی غمخوار وي.


که یوه مېرمنه په افغانستان کي ژوند کوي، هغه یې مور ده او که سعودي عرب کي ژوند کوي، هغه یې خور ده او که په چین کي ژوند کوي، هغه یې لور ده او د کشمیر اوسېدونکي یې خپلوان دي، تل د هغو په درد غمجن وي او په خوښۍ یې خوشحاله وي. دی تل د خپلوانو او ملګرو د نصیحت کولو په هڅه کي وي او هر وخت او هر ځای د موقع څخه ګټه پورته کوي، تر څو مسلمانانو ته یې خیر ورسېږي. کله چي یو بد او منکر کار وویني، زړه یې د افسوس له امله درد وکړي او سترګي یې له اوښکو څخه ډکي سي.


د دې له پاره چي خلګ د الله جل جلاله په نافرمانۍ کي و نه ویني، دا ورته ډېر خوښ وي چي په غچي پرې- پرې سي، نه چي څوک د الله جل جلاله په نافرمانۍ کي وویني، خلګو ته د نصیحت او هدایت کولو په لاره کي د اوبو او اور پروا نه لري، ځکه د پیغمبرانو او د الله جل جلاله د دوستانو حالتونه یې لوستلي دي.


ابراهیم، هود، سلېمان، داؤد (علیهم السلام ) حال وګورئ او همدارنګه د شعیب، موسی، ایوب او عیسی (علیهم السلام) حالتونه وګورئ، چي څنګه یې د الله د دین خدمت کاوه او څنګه یې په پوره باور سره هر ډول ستونزو ته تیار ول.


د نوح علیه السلام خبري واورئ، چي څنګه خپل شکایت الله جل جلاله ته وړاندي کوي: اې زما ربه! ما خپل قوم ته شپه او ورځ دعوت ورکړ، خو زما بلني د هغو تېښته (د حق څخه) لا زياته کړه،(سورة نوح) مګر له دې سره تسلیم نه سو، څنګه چي فرمايي: او هر كله چي ما هغوی دې ته را وبلل چي ته بخښنه ورته وکړې، هغوی په غوږونو کي ګوتي ونیولې، په جامو سره یې مخونه وپوښل، پر خپل چلند یې ټينګار وکړ او ډېر تكبر یې وکړ، بيا ما هغو ته په لوړ ږغ بلنه ورکړه، بيا مي په ښكاره هم هغو ته تبليغ وکړ او په پټه- پټه مي هم وپوهول.


ما وويل: له خپل رب  څخه بخښنه وغواړئ، بې شكه چي هغه خورا ډېر بخښونكی دئ، هغه به پر تاسي له آسمانه ښه اورښتونه وکړي، تاسو ته به مالونه او اولادونه در په برخه کړي، ستاسو له پاره به باغونه پيدا کړي او ستاسو له پاره به ویالې وبهوي، په تاسو څه سوي دي، چي د الله  له پاره د هیڅ عزت په فكر کي نه ياست؟ (سورت نوح)


نوح علیه السلام خپل ټول وس او ژوند د الله دین ته وقف کړی وو، سهار او ماښام، په ښکاره او په پټه یې خلګ دین ته رابلل. نهه سوه پنځوس کاله یې په دې لاره کي تېر کړل، ځیني نسلونه ولاړل او نور راغلل، خو بیا هم دی د یو قوي او مضبوط غر په شان ولاړ وو.   


په الله قسم چي مځکي او آسمانونه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د خلګو پر هدایت ډېر حریص، ګران او غوره څوک نه دئ لیدلی.


هو! هغه د ټولو خلګو پر هدایت حریص وو، هغه که بوډا وو، که ځوان، که نارینه وو او که ښځینه، آزاد وو، که غلام، کوچنی وو او که غټ، بس خپل ځان او وخت یې تل په همدې لاره کي لګاوه، تر هغو چي الله  داسي خطاب ورته وکړ: حقيقت دادى، د الله چي چا ته خوښه سي، په ګمراهۍ یې اخته کوي او چي چا ته یې خوښه سي، سمه لاره ورښيي؛ نو اې پیغمبره!ته خپل ځان د دغو خلګو په خاطر په غم او افسوس کي مه ويلي كوه، څه چي دوی كوي، الله ښه په پوهېږي. [سورت فاطر/۸]


رسول الله صلی الله علیه وسلم په هر ځای او هر وخت کي خلګ د الله  دین ته رابلل، په مسجد کي به یې هم خلګو ته د دین خبري کولې، په بازار کي به یې هم خلګ دین ته هڅول، په لاره کي به یې هم خلګو ته دیني لارښووني کولې، حتی د مرګ په حالت کي به یې هم خلګ دین ته متوجه کول، لنډه دا چي له هر ډول موقع څخه یې ګټه پوره کوله او خلګو ته د نصیحت او دین ته د رابللو له پاره یې دا وخت غنیمت ګڼئ. کله چي به یې یو ګناه کار ولیدی، نو حتمي به یې نصیحت ورته کاوه او که به یې یو څوک ولیدی چي په کومه غلطي یا نيمګړتیا کي بوخت دئ، نو لارښوونه به یې ورته کوله، خلګو ته په دعوت کولو کي یې هیڅ ډول کوتاهي نه درلوده، بلکي تل په لوړ همت سره د خلګو په فکر کي وو، حتی د هغو کسانو غم لا ور سره وو، چي تر اوسه دنیا ته نه ول راغلي او دا دعاګاني به یې کولې، چي اې مهربان څښتنه! د دوی په راتلونکو نسلونو کي نېک او صالح کسان پیدا کړه.


د صحیحینو (بخاري او مسلم) په یو روایت کي راځي، چي یوه ورځ حضرت عائشې رضی الله عنها د احد په غزا کي فکر کاوه، چي څنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواږه ملګري د ده په حضور کي شهیدان سول، ځيني نور پر شا او څنګه کافران پر نېکانو برلاسي سول، خپل بیرغ یې پورته او پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې زخمي کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې مخ را واړاوه او ورته و یې ویل: آیا د احد د ورځي څخه بله دردوونکې او سخته ورځ در باندي راغلې ده؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي خپلي خاطرې یې په یاد راوړلې، وویل: ستا د قوم ډېري سختۍ مي ګاللي دي، مګر تر ټوله سخت شی چي زه ور سره مخامخ سولم، هغه د عقبې ورځ وه، کوم مهال چي زه طائف ته د دعوت له پاره تللی وم، هغه ورځ مي خپل ځان عبد یا لیل ته وړاندي کړ، ترڅو ما خپل په امان کي واخلي، خو هغه زما غوښتنه و نه منله، نو په داسي حال کي چي ډېر زیات غمجن وم بیرته وګرځېدلم، کله چي قرن الثعالب (طائف ته نژدې د نجد د اوسېدونکو میقات) ته ورسېدلم، هلته مي سر پورته کړ، ګورم چي وریځ مي پر سر سیوری کړی او جبرائیل (ع) مي په کښې ولیدی، چي ماته یې آواز وکړ، وویل: الله ستا د قوم خبري واورېدلې، چي تاته یې وکړې او د دین دعوت یې و نه منئ، نو الله تاته د غرونو فرشته را لېږلې ده، چي هر امر ورته کوې، هغه تیاره ده.


وروسته د غرونو فرشتې سلام وکړ او ویې ویل: ای محمده! هره غوښتنه چي لرې، زه یې تر سره کوم، آیا دا غواړې چي هغوی د دوو غرونو په منځ کي راګیر کړم؟ دا دوه لوی غرونه په مکه مکرمه کي ول. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نه! بلکي زه هیله مند یم، چي الله به د دوی په راتلونکو نسلونو کي داسي کسان پیدا کړي، چي یوازي د الله  عبادت وکړي او هیڅ شریک ور سره ونه نیسي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته