تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 27, 2023
  0
د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
درېیمه برخه 
 
مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
قدرمنو لوستونکو راسئ! د دا دوو بزرګانو ابوبکر صدیق او عمر (رض) د ژوند یوې جالبي کیسې ته سر ور ښکاره کړو.
 
حضرت عمر (رض) وایي: دا هیله مي درلوده، چي یوه ورځ د ابوبکر (رض) څخه په نېکۍ کي وړاندي سم، هغه وو چي یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په خیرات کولو امر وکړ، زما سره سپین او سره زر موجود ول، نو له ځان سره مي وویل: چي نن ورځ به د ابوبکر (رض) څخه مخکي کېږم، نو عمر (رض) وايي کور ته ولاړم، خپل ټول مال مي را واخیستی، دوې برخي مي کړ، نیم مي په کور کي د کورنۍ د غړو له پاره پرېښووی او نیم مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راوړی، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده مال ته وکتل، نو ورته و یې ویل: اې عمره! د کورنۍ غړو ته دي څه پرېښوول؟ عمر (رض) ورته وویل: څومره چي مي راوړی، هغومره مي پرېښووی، نو عمر (رض) انتظار دئ، ترڅو ابوبکر (رض) راسي، ناڅاپه ابوبکر را ښکاره سو او یوه غټه کڅوڼه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخته کښېښووله.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: اې ابوبکره! کورنۍ ته دي څه شی پرېښووی؟ ابوبکر وویل: الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم مي ور پرېښوول. 
عمر (رض) ابوبکر (رض) ته وکتل او ویې ویل: په الله جل جلاله سوګند چي بیا به هیڅکله له ابوبکر سره مسابقه و نه کړم، ځکه چي هر څومره کوښښ وکړم، نو هیڅکله به د ده مرتبې ته و نه رسېږم.
 
د همدې سرښندونکو له جملې څخه به د یو بل تن کیسه درته وړاندي کړو.
 
د احد په غزا کي چي له کفارو سره سخته جګړه پیل وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله توره را و ایستله، په لاس کي یې پورته ونیوله او اتلو اصحابانو مبارکانو ته یې وویل: داسي څوک سته چي دا توره واخلي او حق یې ادا کړي؟ په دې وخت کي صحابه کرامو وړاندي والی پیل کړ او لاسونه یې د توري اخیستلو له پاره وغځول.
 
د حیرانتیا خبره داده چي ولي دوی د توري اخیستلو ته دومره تلوسه وه او هر یوه غوښتل چي توره ده ته ورکول سي، خو دوی دا توره خاص د دې له پاره اخیستل چي یا خپل روح لوی څښتن ته وسپاري یا په دې توره باندي د مشرکینو وینه وبهوي.
 
ناڅاپه ابو دجانه (رض) د صحابه کرامو له جملې څخه را وړاندي سو او ویې پوښتل: اې د الله  رسوله! د دې توري حق څه دئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دې توري حق دادی چي پر مسلمان به یې نه را پورته کوې او د کافر څخه به یې نه درېغوې!
 
هو! هر کافر چي د جګړې میدان ته راوتلی وي، باید په توره یې سر پرې او په وینه بهولو کي یې درېغ و نه سي. هغه ؤ چي اتل ابو دجانه توره را واخیستله، بیا یې پر تندي سره پټۍ وتړله او په ډېر غرور او تکبر سره یې د کفارو پر لور حرکت وکړ او دومره کفار یې په توره ووهل، چي د ډېرو ګذارونو له امله توره کږه سوله.
 
ابو دجانه (رض) چي خپل سر په لاس کي واخیستی او د جنګ میدان ته وړاندي سو، دا سرښندنه یې یوازي د دې له پاره وکړه، ځکه هغه ته د دې فاني دنیا اهمیت معلوم سوی وو، چي د الله جل جلاله په نزد د یو مچ اندازه قدر نه لري او د آخرت په ارزښت پوه وو، چي الله جل جلاله د نورو سترو- سترو نعمتونو سره به د الله جل جلاله په دیدار هم مشرف کېږي، له هر ډول غمونو او مشکلاتو څخه خلاص ژوند به د جنتي مېرمنو سره تېروي.    
 
د قیامت ورځ هغه هیبت ناکه ورځ ده، چي د ټولو انسانانو څخه به خولې را بهېږي او هر څوک به د نفسي- نفسي نارې وهي، حتی پیغمبران به هم بې سېکه وي او د قهار څښتن تعالی د عذاب څخه به پناه غواړي.
 
ځیني کسان به د الهي عذاب څخه د بېري له امله تر سر، ځګر، نامه او پښو پوري په خولو کي غرق وي، حتی په دغه حالت کي به پلار او مور له اولادونو او اولادونه به له والدینو، ورور له ورور او مېرمن به له خاوند څخه تښتي او ټول به په داسي حالت کي د قیامت پر ګرم میدان ولاړ وي، چي هیڅ جامې به یې نه وي په تن او د هیچا به بل چاته فکر نه وي.
 
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته د همدې وحشتانکي ورځي بیان کاوه، چي د امت څخه به یې اویا زره تنه بې حسابه او عذابه جنت ته ځي.
 
اصحابان مبارکان د داسي فضیلت اورېدلو له امله په حیرانتیا کي ډوب سول، چي د داسي دردناکي ورځي له وحشت څخه چي څوک ژغورل کېږي، حتمي داسي شخص ډېر نېکمرغه دئ، چي ناڅاپه عکاشه بن محصن (رض) را ولاړ سو، مخکي تر دې چي چانس له لاسه ورکړي او له نورو څخه وړاندي والی وکړي، وویل: اې د الله رسوله! زما له پاره دعا وکړه چي زه په هغو کسانو کي راسم!
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ته د هغو کسانو څخه ئې، نورو اصحابانو مبارکانو هم غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چي عکاشه ستاسو څخه وړاندي والی وکړ او دا فضیلت یې وګټئ.
 
عکاشه (رض) د خیر په کارونو کي د وړاندي والي له امله دا غوره والی ترلاسه کړ او په نورو صحابه کرامو دا دروازه وتړل سوله.
 
هو! عکاشه دلته وړاندي والی وکړ، نو بې حسابه او عذابه به جنت ته داخلېږي.
 
ابو دجانه وړاندي والی وکړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم توره یې ترلاسه کړه.
 
ابو بکر صدیق (رض) بیا پر ټولو اصحابانو مبارکانو غوره والی پیداکړ.
 
همېشه هر فقیر، شتمن، نېک او غوره خلګ له یو او بل سره په نېکیو کي وړاندي والی کوي، د دوی هدف یو شی دئ، ځکه څښتن یې یو دئ، زړونه یې مستقیم او برابر دي، ځکه ارادې او هوډونه یې محکم دي، نو اې وروره او خوري! تا کله خپل سر ګرېوان ته کښته کړی دئ، چي فلانی شخص خو د الله جل جلاله په لاره کي هغه نېکي وکړه، زه هم باید ځان ور ورسوم؟ آیا ته ځان ملامتوې، چي فلانی شخص خو د قرآنکریم یادولو او علم حاصلولو کي تر تا مخکي سو او ته بې پروا او نا خبره پاته ئې؟ آیا په دې باندي غمجن سوی ئې، چي فلانی کس خو په جهاد او سنګر کي شپه او ورځ لګیا وي او تا په کور کي پر بالښت د غفلت تکیه وهلې وي؟ آیا کله دي د حسرت اوښکي پر دې باندي توی کړي، چي فلانی شخص خو هره ورځ د نېکیو په لوړو پوړو خېژي او د منکراتو څخه لیري کېږي، خو ته په عبثو او بې ارزښته شیانو لګیا ئې؟ ستا به هغه وخت څه وضعیت وي چي پوه سې، چي فلانی سړی د ورځي روژه او د شپې تهجد، سهار مهال رب  ته اوښکي تويوي او د خپلو ګناهونو بخښنه ځني غواړي؟ خو بریالی هغه کس دئ، چي دنیوي ټول خواهشات پرېږدي او یوازي د رب  جل جلاله د خوښۍ ترلاسه کولو له پاره تل په نېکو عملونو کي وړاندي والی وکړي.
 
دې سرښندونکو کله چي به د یو نېک کار فضیلت واورېدی، نو په منډه به یې ځان ور رساوه او پر هغه نېک کار به یې همېشه توب خپل عادت وګرځاوه.
 
الله جل جلاله خپل د میني او محبت خوند په هغوی څکلی وو، د خپل راز او نیاز مزه یې دوی ته وربخښلې وه، په خپل څارني سره یې د هغوی زړونه پاک ساتلي او خپل د نژدېوالي تاج یې د هغو پر سر اېښی وو او مخکي تر دې چي جنت ته داخل سي، د جنت د خوشبويۍ خوند یې څکلی وو.
 
ربیعه بن کعب اسلمي یو تنکی او کم عمره صحابي وو، مګر همت او مېړانه یې وريځو ته رسېدل.
 
هغه په داسي حال کي چي د ځوانۍ موسم یې وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راتلی، د اوداسه اوبه به یې ورته تیارولې او نور کارونه به یې ورته اجرا کول.
 
هغه وو چي یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل چي د ده د محبت او خدمت بدله ورکړي، نو ورته و یې ویل: ای ربیعه! زما څخه یو شی وغواړه؟ ربیعه یو ګړی چوپ وو، بیا یې وویل په جنت کي ستاسو ملګرتیا غواړم.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نو په دې کار کي زما سره په ډېرو سجدې کولو کي ملګرتیا وکړه. ( رواه المسلم)
 
تر دې خبري وروسته ربیعه که څه هم ډېر کم عمر درلودی، خو تل به د لمانځه او سجدې په حالت کي لیدل کېدی، خپل د ژوند یوه شېبه یې هم له لاسه نه ور کوله او تل به یې لمونځ په جماعت سره ادا کاوه.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته