تازه سرليکونه
د مسلمان اخلاق (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2020
  0


لیکنه: علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دوهمه برخه


فردي غوره اخلاق
فردي غوره اخلاق هغه څه دي، چي انسان ئې په عملي کولو کي باید هڅي وکړي. دا هغه څه دي چي ستاسو اړیکه له الله تعالی، له نورو خلکو او له ځانه سره ټینګوي.


اخلاص
په لغت کي د خلط ضد دی، چي سوچه او له نورو څخه پاک ته ويل کيږي.
په اصطلاح کي: د خپل عمل لپاره د الله جل شانه څخه ماسيوا بل هيڅ شاهد (لیدونکی) ونه غوښتل سي.


د اخلاص  ډولونه
۱ . په عبادت کي اخلاص
۲. په نيت کي اخلاص
۳. په عقيده کي اخلاص


د  اخلاص ګټي او فايدې
•    په دنيا او آخرت کي د مؤمن رفع الدرجات
•    په مسلمان کي د توکل روحيه قوي کوي
•    د مخلوق څخه طمع قطع کوي
•    د الله جل شانه د نصرت سبب
•    انسان د مخلوق له بندګۍ ازادوي
•    د عمل د قبول اساس
•    د ايمان د قوت سبب
•    د دعاء د قبول شرط


صبر
صبر هغه قوت دئ چي په مرسته يې انسان د حسي او عقلي سختيو او کړاونو سره مبارزه کوي.


د صبر اهميت
د صبر د اهميت په اړه علامه ابن تيميه رحمه الله تعالی وايي: الله تعالی په خپل کتاب کي تر (۹۰) ځايه صبر زيات ذکر کړي دئ او څو ځايه يې د لمانځه سره پيوسته ذکر کړي دئ.


الله تعالی فرمايي: وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ (البقره: ۴۵)
 او په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، او دا کار ډیر سخت دئ مګر پر هغه کسانو نه دئ سخت چي له الله تعالی څخه ويرېږي.


د صبر ډولونه
صبر پر درې ډوله دئ: پر طاعت صبر، له معصيت څخه صبر، پر مشکلاتو صبر.


الف. پر طاعت باندي صبر
ددې مقصد په سمه توګه د مختلفو عباداتو آدا کول دي. په دې ډول صبر سره انسان د دريو شيانو څخه برخمن کيدای سي:


اول. پر عبادت او طاعت باندي دوام.
 دوهم. عبادت په اخلاص سره کول.
درېيم. هغه عبادت چي کوو يې د هغه په اړه علم درلودل.


دا چي د عبادت کولو او له ګناهونو څخه د ځان ساتلو په لار کي سختۍ ګالل صبر بلل کیږي، يو دليل یې د الله تعالی دا قول دئ چي فرمايي:


سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ ...(الرعد: ۲۴)
یعني پر تاسو دي سلام وي د هغه صبر په سبب چي تاسو کړی وو.


ب: له ګناهونو څخه صبر
علامه ابن القيم رحمه الله تعالی وايي : له معصياتو څخه صبر دا دئ چي يو څوک خپل نفس له ناشروع خوندونو او شهوتونو څخه په خپل اختيار او رضا سره رابند کړي.


ج: پر سختيو او مشکلاتو صبر
پر سختيو او مشکلاتو صبر دا دئ چي يو څوک د غم او يا کوم بل خفګان په وخت کي ناشکري ونه کړي او خپل فرياد يوازي و الله تعالی ته وکړي، له دا ډول صبر څخه د برخمن کېدلو لپاره علماوو څو طريقي بیان کړي دي چي په لنډ دول يې يادونه کوو:


اول: د صبر ښه نتېجه او بدله په پام کي نيول او هغه نعمتونه رايادول چي الله تعالی صابرانو ته تيار کړي دي.


دوهم: د مشکلاتو څخه د خلاصون وخت ته انتظار کول او له دې مشکلاتو څخه د خلاصون اميد درلودل.


درېيم: غم او مشکل پر ځان سپکول، غم او مشکل هغه وخت پر انسان سپکېږي چي هغه مخکني نعمتونه ورپه ياد کړي چي الله تعالی و ده ته ورکړي وه، او هغه نعمتونه وشمېري چي الله تعالی اوس و ده ته ورکړي او دی يې فعلاً خاوند دئ.


تواضع
تواضع په لغت کي د ټېټ والي او عاجزۍ په معنی ده.


د تواضع د اصطلاحي تعريف په اړه علامه مناوي رحمه الله تعالی وايي: حق په نېکو اخلاقو سره قبلول او د الله تعالی د عظمت په وړاندي د خپل نفس خوارولو او ټېټولو ته تواضع ويل کيږي.


مشهور بزرګ فضېل بن عياض رحمه الله تعالی وايي: تواضع دا ده چي حق ته سر ټيټ کړې او غاړه ورته کښېږدي که څه هم دغه حق وينا له کوچني يا جاهل څخه واورې.


د تواضع اهمیت
تواضع د الله تعالی د بنده ګۍ افتخار دئ الله تعالی فرمایي:
وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا ... (الفرقان: ۶۳)
یعني د رحمن جل جلاله بنده ګان هغه کسان دي چي پر مځکه په عاجزۍ سره تګ کوي.


تواضع د الله تعالی د محبت او د رضا سبب دئ، بل دا چي تواضع د انسان د لوړوالي سبب ده، له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمايل: مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ وَمَا زَادَ اللَّهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلاَّ عِزًّا وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلَّهِ إِلاَّ رَفَعَهُ اللَّهُ (رواه مسلم)


يعني هيڅکله صدقې مال نه دئ کم کړئ او هر کله چي يو بنده بل ته عفوه کوي نو الله تعالی به خامخا د ده عزت ور زياتوي او هرکله چي يو بنده د الله په خاطر تواضع او عاجزي کوي نو الله عزوجل به د ده مقام ور لوړوي.


حياء
علامه جرجاني رحمه الله تعالی وايي: له ملامتيا څخه د خلاصون په خاطر له بد کار څخه ځان ساتل حياء بلل کيږي.


د حياء اهميت
حياء په اسلامي شريعت کي يو ډير ازرښتمن عمل دئ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ. (مسلم)
ژباړه: حياء ټوله خير ده.


ګناهونه حياء له منځه وړي
امام ابن القيم رحمه الله تعالی فرمايي: د ګناهونو او معصياتو يو تاوان دا دئ چي د انسان څخه حياء وړي او حياء خو د زړه لپاره حياتي ماده او د هر خیر اصل او بنياد دئ ، کله چي حيا ولاړه نو هر څه ولاړه.


حياء له څه شي څخه پيدا کيږي؟
جنيد بغدادي رحمه الله تعالی وايي: کله چي انسان د الله تعالی بې شمېره نعمتونه او خپل بې شمېره تقصيرات او کمياني ويني نو له دغه حالت څخه حياء پيدا کيږي.


خلاصه دا چي د حياء د غوره او نيک صفت د لاسته راوړلو لپاره موثره طريقه دا ده چي د الله سبحانه وتعالی نعمتونو او خپلو تقصيراتو ته متوجه سو او د زړه په محبت سره د الله تعالی تعظيم وکړو نو په نتیجه کي به له دغه ستر امتياز څخه چي د حياء صفت دئ برخمن سوی يو.


عفت
د عفت د اصطلاحي تعريف په اړه امام راغب رحمه الله تعالی وايي: عفت له حیواني خوندونو او شهوتونو څخه د نفس راګرځول دي.


عفت د سترو ګناهونو لکه فحشاء، ظلم، خيانت، غيبت او دې ته ورته نورو ګناهونو څخه انسان منع کوي، بل دا چي عفت الله تعالی د مؤمنانو لپاره د پاکۍ ذريعه بللي ده، چي دا يې تر ټولو لوی اهميت دئ.


الله تعالی فرمايي:
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ. (النور:۳۰)
مؤمنانو ته ووايه چي خپلي سترګي دي (له نامحرمو څخه) کښته واچوي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دي وکړي (له حرامو څخه) ځکه دغه کار ستاسو لپاره د ډيري پاکۍ سبب دئ، بې شکه الله تعالی په هغه څه خبر دئ چي دوي يې کوي.


سخاوت
د سخاوت د اصطلاحي تعريف په اړه علامه ماوردي رحمه الله تعالی وايي: و مستحق شخص ته د حاجت په وخت کي له خپل توان سره سم يو څه ورکول سخاء بلل کيږي.


د سخا اهميت
ابن قدامة المقدسي رحمه الله تعالی فرمايي: سخاء څو درجې لري او تر ټولو لوړه درجه يې دا ده چي انساان خپله هم اړ وي خو سخاء کوي او دې ته په اسلامي شريعت کي ايثار او ښندنه ويل کيږي. د همدې صفت په وجه الله تعالی د رسول الله صلي الله علیه وسلم د اصحابو ستاينه کړې ده.


الله جل شانه فرمایي:
وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ... (الحشر: ۹)
او دوی نورو ته پر خپل ځان ترجيح ورکوي که څه هم خپله وږي وي...


د دې ايت سبب نزول د ابوطلحه انصاري رضي الله عنه هغه قصه ده ي مېلمه ورته راغلی وو، خو ده په کور کي ډیر لږ خواړه درلوده نو هغه يې مېلمه ته ورکړه او دی او اولادونه يې وږي بیده سوه.


شجاعت
د شجاعت د اصطلاحي تعريف په اړه جرجاني رحمه الله تعالی وايي: شجاعت د غضب او بزدلۍ ترمنځ د نفس هغه حالت دی چي په هغه سره د مهمو او لازمو کارونو په اړه اقدام کيږي.


د شجاعت اهميت
الله تعالی شجاعت د ايمان د شرطونو څخه شمېرلی دئ. الله تعالی فرمايي:
وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (ال عمران: ۱۳۹)
او تاسي ستسی مه کوئ او مه غمجن کيږئ ځکه تاسي لوړ (کاميابه) ياست که چيري مؤمنان ياست.


لومړۍ برخه:

د مسلمان اخلاق (۱برخه)

سرته