د ورېښمو حکم
د ورېښمينو جامو استعمال د نارينه ؤ د پاره حرام او د ښځو د پاره جايز دي ، البته نارينه کولاى سي چي د څلورو ګوتو په اندازه د وريښمو ټوکر يا د وريښمو خامک د نښي په ډول استعمال کړي .
د ټوکره دننه تار ته سَدا وايي او کوم تار چي سربېره پر راتاويږي ، هغه ته لُحمَه وايي ، نارينه هغه ټوکر استعمالولاى سي چي سدا يعني دننه تار يې ورېښم او سربېرن تار يې نخ يا بل شئ وي .
د ابويوسف رحمه الله او محمد رحمه الله په آند د جنګ د پاره د ورېښمو جامې اغوستل جايز دي، د ابوحنيفه رحمه الله په آند په جنګ کي هغه وريښمني جامې نارينه اغوستلاى سي چي سربېره تار يې ورېښم او دننه تار يعني سدا يې بل شئ وي .
د ضرورت پر بنسټ د مرض يا د شپږو د مخنيوي د پاره د ورېښمو جامې اغوستل هم جايز دي .
کوچنيو هلکانو ته د ورېښمو جامې ور اغوستل هم ګناه لري ، ځکه لکه څه ډول چي نارينه ته د ورېښمو اغوستل حرام دي و بل نارينه ته يې ور اغوستل هم ورته حرام دي .
دِيبَاج ، استَبرَق ، سُندُس ټول وريښمين ټوکران دي د نازک تار څخه يې جوړ سوي ټوکره ته سُندُس وايي ، د پنډ تار څخه يې جوړ سوى ټوکر بيا د استبرق په نامه ياديږي ، د ځانګړي جوړ يا ځاى په اعتبار ځيني ورېښمين ټوکران بيا د ديباج په نامه ياديږي .
سره او سپين زر
د سرو او سپينو زرو په لوښو کي خوراک او چښاک هم د نارينه ؤ او هم د ښځو د پاره حرام دي.
ښځي د سرو او سپينو زرو هر ډول ګېڼې استعمال کولاى سي ، خو د نارينه ؤ د پاره د سرو او سپينو زرو د ګېڼو استعمال حرام دي ، البته نارينه د سپينو زرو ګوتمۍ په ګوته کولاى سي خو وزن به يې تر مثقال يعني پاو باندي څلورو ګرامو څه کم وي .
پاک رسول صلی الله علیه وسلم د مُهر يعني د ليک د ټاپه کولو د پاره په لومړي ځل کي د سرو زرو ګوتمۍ جوړه کړه ، خو څه مهال چي يې استعمال حرام سو ، بيا يې د سپينو زرو څخه ګوتمۍ جوړه کړه ، کله به يې د ښي لاس او کله به يې د چپ لاس په خمچه ګوته يا ورپسې ګوته په ګوته کوله .
د امام محمد رحمه الله او نورو زياتو علماوو په آند که د چا پزه پرې سوې وي ، يا يې غاښ ختلى وي ، هغه د سرو يا سپينو زرو پزه او غاښ ايښولاى سي د ابويوسف رحمه الله څخه هم دغه ډول قول را نقل سوى دى .
ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و عَرْفَجَةَ بْنَ أَسْعَد ته اجازه ورکړه چي د سرو زرو پزه کښېږدي، غاښونه هم د پزي په شان دي .
د ابوحنيفه رحمه الله په آند په سپينو زرو د غاښو مضبوط کول جايز دي ، خو د سرو زرو په کړيو يې مضبوط کول ناجايزه دي ، ځکه وايي : د استعمال جواز يې د ضرورت پر بنسټ دى او دا اړتيا په سپينو زرو پوره کېدلاى سي ، نو سرو زرو ته اړتيا نه پيدا کيږي .
دا چي په سپينو زرو لا هم د ابوحنيفه ، ابويوسف او محمد رحمة الله تعالی عليهم په آند د غاښو محکم کول جايز دي نو د زرو څخه ماسيوا په نورو پاکو موادو د غاښو مضبوط کول او ډوکول هم ممانعت نه لري .
----------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
مخکنۍ ليکني: