تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اخلاق او ژوند
  تعلیم الاسلام
  June 6, 2023
  0

لیکنه: حاجي عبدالحميد ارغندابى

 

اسلامي اخلاق او ژوند

 

غوره اسلامي اخلاق او اداب د سړيتوب په زړه پوري بېلګي دي، ځکه نوهر مؤمن مسلمان په دې مکلف دى ، چي د دغو د خپلولو پوره مراعت او خيال وساتي د خداى جل جلاله د رضاء د حاصلولو په موخه ترې ګټه پورته کړي ، په ټولنيز ژوند کي د خپل اسلامي حيثت ، اعتبار او شخصيت د لوړولو له پاره کار ورڅخه واخلي ، ځکه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د غوره نبوي صفتونو څخه يو هم د هغه مبارک ذات د نورو په وړاندي غوره اخلاق لرل وه.

 

د تکبر څخه ځان ژغورنه تواضع ده کله ، چي مسلمان ودغه اصل ته په ژور نظر وګوري او خپل ورځنى چال چلند د خداى جل جلاله او د نبوي ارشاداتو سره سم عيارکړي ، نو ډېري نيکمرغۍ به يې په برخه سي ، د ټولني د وګړو په زړونو کي به ځاى ونيسي ، د ګرانښت کچه به يې لوړه سي ، د ژوند اغاز او انجام به وپېژني ، د خپل پيدايښت علت ته به متوجه سي ، د خداى جل جلاله او د هغه د مخلوق په وړاندي به د مسئوليت احساس وکړي ، د غفلت د درانه خوب څخه به راويښسي.

 

هو! څوک چي  اسلامي اصولوته قايل سي پر دغه به يې عقيده لا نوره هم ټينګه سي، چي هر انسان به پر خپل ټاکلي وخت له دې فاني د نړۍ څخه سترګي پټوي او له دې فاني نړى څخه به د عقبى لور ته هرو مرو درومي. نو ځکه مسلمان په دې مکلف دى چي په دنيا کي خپل وجايب او وظايف وپېژني هغو ته په درنه سترګه وګوري او د اسلامي على اخلاقو په رڼاکي دا هرڅه په صداقت تر سره کړي ، ترڅو خداى جل جلاله او د هغه مخلوق ورڅخه راضي سي.   

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته