تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ژمی، د روژه نیونکو لپاره تر ټولو ښه فرصت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 27, 2019
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


متعال رب جل شانه و بنده ګانو ته د ژوند غوره فرصتونه برابروي. بنده ګانو ته پکار ده، چي له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي، که داسي و نه کړي، نو ناشکري به ئې کړې وي.


ځیني خلک د روژې د میاشتي پوروړي وي، لکه ناروغان؛ ځیني د شکري ناروغان وي، ښځو بیا د میاشتنۍ مریضۍ یا د اولاد د زېږون په خاطر روژې خوړلي وي. د داسي کسانو لپاره د ژمي میاشتي خورا ښه فرصت دئ. 


د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: 
 عن عامر بن مسعود الجمحيّ قال قال رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم:
الصّوم في الشّتاء الغنيمة الباردة. (رواه الترمذی واحمد، والحدیث حسن)
عامر بن مسعود جمحی رضی الله عنه روایت کوي، چي رسول علیه السلام وفرمایل: یخ غنیمت (بې تکلیفه ثواب حاصلول) په ژمي کي روژه نیول دي.


په روژه کي دغه فرصتونه و موږ ته راکول سوي دي:
۱. ورځي ډېري لنډي وي، د سترګو په رپ کي لمر را پورته او بیرته کښته سي. 
۲. روژه کونکی بغیر له زحمت څخه ثواب او اجر لاسته راوړي. 
۳. د اوړي په څېر تنده نه وي. 
۴. د دوبي په څېر د ورځي د اوږدوالي په خاطر  لوږه نه وي. 


بس، په همدې خاطر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ژمي روژې د هغه غنیمت په څېر ګڼلي چي بغیر له کوم جنګ او تکلیف څخه و مجاهد ته په لاس ورځي. 


د ژمي روژې خورا ډېري اسانه وي، حتی روژاتي په دې هم نه پوهیږي، چي ورځ څنګه تېره سوه او نه هم و درانه پېشلمي کولو ته ضرورت سته. یوازي د سنت طریقي په خاطر یو ګیلاس اوبه بسنه کوي. 


په هر حال، د ژمي ورځي د ټولو لپاره که د تيري روژې پوروړي وي او که نه او که نارینه وي او که ښځينه د ټولو لپاره غوره فرصت دئ. 


نو ددې غنیمت په لاسته راوړلو کي تلوار وکړئ!
او د الله جل شانه د بې زحمته رحمت په لور تلوار وکړی! 
الله تعالی دي و ټولو ته ددې روژې نیولو توان او توفیق ورکړي. 

ـــــــــــــــــــــ
ددې مقالې دري بڼه 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته