تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي (۳)
ما ولي دا کتاب ولیکئ؟


 زموږ د افغانستان داستانی شاعر عبدالباری جهانی او دده همفکره، چي مبارک حدیثونه نه مني او موسیقی حلاله بولي ، هغه وايي:
(زه د اسلام هر عالم ته چېلنج ورکوم، کې د موسیقۍ په هکله یوه کلمه په قرآن کي راته ثابته کړه چي دا حرامه ده...)


جهانی نور شبهات هم لري او صحابه کرامو ته بد وايي، لکه جهاني چي وايي:


حضرت ابوهریره د شق الصدر د رسول الله ﷺ په هکله درواغ وايي. (العیاذ بالله)، په حدود او قصاص باندي تمسخر کوي ، اسلامي نظام نیمګړی بولي، او داسی نور...


جهاني چي د استشراق څخه اغیزمن او یا بې شاګرد وي په دې نه دی خبر چي خدای پاک ﷻ د خپل کتاب ساتنه پخپله کوي او فرمايي: (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ.) سورت الحجر: ۹ )

 

ژباړه: دا (قرآن) موږ نازل کړیدی او موږ پخپله ددې ساتوندویان یو.


د الهي دین د ظهور څخه رانیولې بیا تر قیامته پوري به دغه انسي شیطانان ضرور پر الهي احکامو باندي خپل اعتراضونه کوي او خپل شبهات به ښکاره کوي، خو الحمدلله ثم الحمدلله په عربي ژبه کي یوه مقوله ده (لکل فرعون موسی) د هر فرعون لپاره موسی سته، په هر زمان او مکان کي حقاني علماء کرامو د دین هر دښمن ته د عبرت درس ورکړیدی او د بحث او مباحثې په میدان کي یې پوره ماتې ورکړېده او میدان یې ګټلی دی.


د عبدالباری جهانی دغه چېلنج ما قبول کړ، نو ځکه مي کلک هوډ وکړ چي په پایله کي مي دا کتاب ولیکئ، د عبدالباری جهانی د نورو شبهاتو او اعتراضونو ځوابونه به زما بل کتاب کي ان شاء الله خپاره سي. 


ما دا څېړنه د جذباتو او احساساتو پر بنسټ نه ده کړې؛ بلکي په ښه اطمنان سره مي پکښي څېړنه کړې ده، دا لیکنه مي په داسی حالت کړې ده چي زړۀ مي د ډاډ، پوره سکون او ارامۍ په پردوکي وو، او د هري خبري ماخذ مي هم لیکلی دی، دامي ثابته کړېده چي موسیقي اورېدل په اسلام کي څومره جرم، ګناه او حرام کار دی او له ساینسي پلوه څومري بدي اغیزې او پایلي لري؛ داچي د داسي څېړنو خپرول زما ملي، اولسي او اسلامي دنده او وجیبه ده؛ نو ځکه دا زما لپاره یو نه هېرېدونکی ویاړ دی او د لوی څښتن تعالی ﷻ څخه لا نور توفیق غواړم چي نوري لیکني هم د کائیناتو د پنځونکي لایزال جل جلاله په پوره مرسته سره ولیکم او پر دین مینو خلکو ته ئې ورسوم، تر څو د دوی د هدایت او لارښوونې سبب وګرځي او هغه کړنې چي دوی یې کوي او یا هم په بوخت دي او د اسلام د چوکاټ څخه دباندي دي د هغو څخه ډډه وکړي او توبه وباسي، و ټول اُمت مسلمه ته باید د هدایت دُعاء وکړو او هر څوک چي دا زما لیکنې ولولي نو لطفا دي کوښښ وکړي چي تر بل مسلمان ورور پوری یې هم ورسوي.


نور بیا...

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته