تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سنت او نوی ساينس
 
  April 17, 2012
  0
ليکوال: مفتي جان محمد راشد

ګرانو لوستونکو! الله جل جلاله  د اسلام دين د مسلمانانو د ژوند لپاره بهترين قانون را استولئ دئ او هر وخت چي کوم انسان وغواړي د ژوند د هر مشکل حل د اسلام په دين کي پېدا کولاى سي او ددې سره سره د مشکل حل به د انسان د اطمينان او سکون سبب هم وي ځکه الله جل جلاله  د اسلام دين د نشر اوپر مختګ لپاره  او د انسانيت د صحيح او سالمي تر بيې لپاره نبي کريم صلی الله عليه وسلم  را ليږي.     
                 
او نبي صلی الله عليه وسلم  خپل ژوند پر داسي اوصولو باندي تير کړئ چي هر اصل دامت لپاره په دنيا او اخرت کي دنجات لاره جوړېدلاى سي همدا وجه ده چي انسان په ژوند کي د الهي احکامو او نبوي ارشاداتو پابند دئ نو راسي د اسلام د دين د حقانيت لپاره ځني مثالونه وړاندي کړو او سائنسي انکشافات هم تر بحث لاندي ونيسو.

د امام تلاوت او نوى ساينس: امام چي کله تلاوت کوي او قرائت وايي او مقتديان يې په توجو سره اوري نو د ويلو او اورېدلو منځ يو قسم مو جونه  ( څپې) (rays) پيدا کېږي،  دغه څپې د امام او مقتديانو تر منځ انوار منتقلوي ، نو که چيري د امام برقي قوت  ((potential  power  تيز او زيات وي نوهغه په مقتديانو کي منتقل کېږي اوکه په مقتد يانو کي برقي قوت زيات وي نوهغه بياپه امام کي منتقل کيږي.
 
د روحانياتو ماهر ليډ بيټر ليکي :  چي د قران هر لفظ يو يونټ unit) )  دى چي د هغه څخه تيزه رڼا وزي مثبت ( positive) او منفي ( negative) وي د قران څخه چي کله مثبت لفظ را وځي او پر مقتديانو مثبته اغيزه کوي نو په هغوي کي بي شماره مرضونه ختم کېږي .

اول: په لمانځه کي په تلاوت کولو سره د ويني سرطان بلډ کينسر (Blood cancer) په انسان کي ختمېږي. 
دوهم: په دغه تلاوت سره چي په لمانځه کي يې انسان کوي د ډفرېشن  (Depression ) يعني خفګان مرض ختمېږي.
دريم: په دغه تلاوت سره چي انسان يې په لمانځه کي کو ي دبي اُرامي (ANXIETY) مرض ختميږئ.

ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۶ ګڼه
 
 
--------------------------------
نور معلومات دلته ترلاسه کړی: اسلام او نوی ساینس
 

سرته