تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي ناکام یو؟
  تعلیم الاسلام
  December 11, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

 

ولی ناکام یو ؟
لیکوال : نثار احمد صمد
 
عملأ ګورو چی یوویشتمه پیړۍ د مسلمانانو لپاره د وژلو ، ظلم ، ګمراهۍ او ګناه پیړۍ ده . د نړۍ په هر ګوټ کی د نامسلمانو لخوا پر مسلمانانو ، د مسلمانانو لخوا پر مسلمانانو او د ظاهرأ دوستانو لخوا پر دوستانو سخت ظلمونه جاري دي .
 
په دغسی ناولو او ناوړو شرایطو کی ځینی فرصت طلبه ، سیکولر ، فاسد ، ګمراه او بې دینه افراد د دې تنګۍ او سختۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره لګیا دي عامه ذهنیت مغشوش او مسموم کوی او وایی چی که اسلام رښتیانی دین وی ، که الله تعالی د مسلمانانو مرستندوی وی ، نو بیا ولی هغوی هر چیری ناکام او ترټلی دي ، او ولی پرله پسې ذلیل او د سپکتیا او تیریو سره مخامخ دي؟ دغه ګمراهان نارې وهی چی چیری دی خدای تر څو د مسلمانانو مرسته وکړی او ویې وژغوری ! او ولی یې دعاګانو او فریادونو ته هیڅ ځواب نه ورکوی.... ؟! ځینی مغرضان او ګمراهان خو آن وایی چی خدای په قرآن کی فرمایلي دي چی زه اسلام او د هغه پیروان پر باطل باندی بریمن کوم . نو چی داسی ده ، ولی نن هر څه برعکس دي ؟ آیا د خدای قول بدلون میندلی دی ؟ 
 
د دغه ډول مغرضانه او جاهلانه پوښتنو ځواب باالکل منفی دی . هو ، قرآن هماغه قرآن دی ، الله تعالی هماغه الله تعالی دی ، رسول او سنت یې ، لنډه دا چی هر څه هماغه دي ؛ هیڅ الهی ژمنه او کړنه قطعأ نه خو تغیر سوې او نه سرچپه سوې ، بلکی درې موارد باید عمیقأ مدنظر ولرو :
 
لومړی ـ مصیبت او امتحان : الله تعالی مسلمانانو ته فرمایلی دي چی ستونزی ، فشارونه ، مصیبتونه.... په صبر سره تحمل کړﺉ او لوی خدای مو په دې هکله امتحان کوی ؛ ظاهري ناکامي بعدي او اصلی کامیابي ده ( البقره : ۱۵۵ ـ ۱۵۶ ؛ الکهف : ۷ ؛ الملک : ۲ ) .
 
دوهم ـ مسلمانان یو تر بله وروڼه دي ، خو د مشرکانو او کافرانو وروڼه نه دي تر څو خدای یې مرستندوی سی ؛ نه دا چی خپل تر منځو دښمنۍ او جګړې وکړی لاکن برعکس د اسلام د دښمنانو سره دوستي او وروري وکړی ( المایًده : ۵۷ ؛ الحجرات : ۱۰ ؛ آل عمران : ۲۸ ) .
 
درېیم ـ لوی خدای د اصلی مؤمنانو سره مرسته او مدد کوی ، نه هغوی چی خبري یې اسلامی خو کړنی یې غیر اسلامی وی . نو ځکه د خدای وعده او ژمنه د رښتینو مسلمانانو سره ده ، نه د هغسی کسانو سره چی ځینی الهی امرونه او حکمونه مراعاتوی خو زیاته برخه یې برعکس اجرا کوی او عملأ ګورو چی دغسی تظاهري مسلمانان پخپله ظالمان او جنایتکاران دي چی دنیا په ډکه ده . نو ځکه الهی وعدې او کومکونه د دغسی کسانو سره نه وی ( البقره : ۸۵ ) .
 
نو باید پوه او متوجه اوسو چی د الله مرسته شرط لری او هغه اسلام ته په بشپړ توګه ورننوتل دی . هغه څوک چی د قرآن او سنت صرف هغه برخی عملی کوی چی خوښ یې وی او هغه برخی چی ورته مشکلی وی خوشی کړی ، نو دغسی کس ته پوره او واقعی مؤمن نه ویل کیږی . که د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب په بیلا بیلو برخو کی بریمن کېدل ، او الله تعالی یې دعاګانی ډیر ژر قبلولې ، علت یې دین ته د هغوی بشپړ ننوتل ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مطلق متابعت و ( البقره : ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ ) .
 
نو راځئ چی د یوې شېبې لپاره ځانونه او ننني مسلمانان وارزوو . څومره الهی احکام او امرونه مو په خپل ژوندانه کی عملی کړی دي ؟ آیا زموږ ټول کارونه د قرآن او سنت مطابق دي ؟ آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مو په خپل ژوند کی اسوه او سرمشق ګرځولی دی ؟ او په سلګونو نور سوالونه چی باالکل د هغو په وړاندی باید په شرم او سرځوړۍ سره اعتراف وکړو چی موږ د رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو سیرة او روش ترک کړي دي . نو چی داسی ده ، آیا الله تعالی باید زموږ دعاګانی قبولی کړی ؟
 
د یوویشتمی پیړۍ مسلمانان په ټینګه هغه شیان غواړی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو یې ډډه ترې کوله او ځانونه یې ورڅخه ټولول . د شتمنۍ ، اولاد ، ښځی ، موټر ، مقام ، قوم ، نوم او شهرت مینی د نننیو مسلمانانو زړونه محاصره کړي دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې مینی او محبت ته ځای نه دی پرې یښی .
 
هو ، په دغه لنډه یادونه سره دې پایلی ته رسیږو چی مشکل قطعأ په اسلام کی نه دی ، بلکی اسلام تل مؤفق و او فایق به وی . ستونزه دا ده چی رښتني مسلمانان خورا لږ دي . نو الهی ژمنه او مرسته د هغو کسانو سره وی چی دغه ډول نه ، بلکی هغسی کسان وی لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب او یاران . نو تر څو چی موږ او تاسی پخپله په ځانونو کی روحأ ، ذهنأ ، قلبأ ، او عملأ بدلون رانه وړو ، الله تعالی مو هیڅکله هم حالت نه رابدلوي ( الرعد : ۱۱ ) .
 
د المؤمن سورت شپېتم نمبر آیت فرمایی چی رب دې در وبوله چی مرسته درسره وکړی . یو چا د ابراهیم ادهم رحمة الله علیه څخه وپوښتل چی موږ د دغه آیت له مخی الله تعالی ته دعاوی کوو لاکن دعاوی مو نه قبلیږی ، علت یې څه دی ؟ هغه په ځواب کی داسی ورته وویل :
 
۱ ـ الله ښه پیژنیً ، خو اطاعت یې نه کوﺉ ؛
۲ ـ قرآن تلاوت کوﺉ ، خو عمل نه په کوﺉ ؛
۳ ـ شیطان خبیث بولیً ، خو ملګرﺉ یې کوﺉ ؛
۴ ـ دا وایاست چی محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر درباندی ګران دی ، خو سنت یې نه عملی کوﺉ ؛
۵ ـ جنت ډیر خوښوﺉ ، خو نه یې غواړﺉ ؛
۶ ـ د دوږخ له اوره بیرېږﺉ ، خو ځانونه نه ترې لیری کوﺉ ؛
۷ ـ دا وایاست چی مرګ حق دی ، خو ځانونه نه ورته چمتو کوﺉ ؛
۸ ـ د نورو عیبونه لټوﺉ ، خو خپل عیبونه پټوﺉ ؛
۹ ـ الهی نعمتونه ښه خورﺉ ، خو شکر یې نه کوﺉ ؛
۱۰ ـ مړي ښخوﺉ ، خو عبرت نه ورڅخه اخلیً .
 
نو څنګه د دغسی کسانو دعاوي قبولی سی ؟
 
 
هو ، که په رښتیا هم خپل شاوخوا ته وګورو ، نو وبه وینو چی هر څه او هر شی د اسلام څخه لیری آن پر ضد یې دی چی له امله یې فتنې او دسیسې روانی دي چی په نتیجه کی یې زموږ مسلمانانو دعاوی نه قبلیږی او ځکه نو ناکام یو . پس د خلاصون بهتره لار به یې دا وی چی د ابراهیم ادهم رحمة الله علیه خبردارﺉ د ځانونو لپاره سرمشق وګرځوو ، هغه پر یو کاغذ ولیکو او مخامخ یې راته وځړوو ؛ هره ورځ هغه ته په اخلاص او صداقت سره متوجه اوسو او عمل په وکړو تر څو په دې ډول ورکه سوې لاره بیرته ان شاءالله پیدا کړو او نجات ومومو. و ما ذالک علی الله بعزیز.
 
( ن . صمد )     
 

سرته