تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي (۳)
  تعلیم الاسلام
  November 16, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر 

 

د عيسائيت بنسټ ايښودونکی پولس (ساول / شاول) دی

 

پولس په لاطینې ژبه او پولوس په یوناني ژبه کي ورته وایي چي معنایي ده (کوچنی)، په عبراني ژبه کي ورته ساؤل / شاول (یعني د خدای څخه غوښتونکی) وایي؛ پولس د یهودي نسل څخه یورومي کس وو، دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي د هغه او د هغه د حواریینو سخت دښمن او مخالف وو، کله چي دی عیسایي شو نو دمشق ته ولاړی او هلته یې د حضرت عیسی علیه السلام د الوهیت او د خپل ځان په هکله ئې وویل چي زه مسیح یم او زه په روح القدس سره معموره شوم، ده خپله و خپل ځانته رسول ووایه، او هر څه یې له ځانه جوړ کړل، چي ډېرو له ده سره مخالفت وکړ هغه په دې وجه نه چي دی عیسایي دی بلکې هغو دا باور درلودی چي پولس یو یهودي دی، دی نه د حواریینو څخه دی او نه هم  د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي عیسایي شوی دی، دی لیکي چي زه کله و دمشق ته تلم نو پر لارې مي یو نور ولیدی چي و ماته ئې وویل ساول !

 

هغه لا په لاره وو، او دمشق ته ور نژدې کيدئ چي ناڅاپي له اسمانه یوه رڼا د هغه شا وخوا و ځلیده،هغه په ځمکه را پریوتو او داسي یو اواز یې واورېدئ ساوله! ساوله! ته ماولي ربړوې؟ هغه تپوس وکړ مالکه ته څوک یې؟ ځواب راغی زه عیسی یم... (اعمال د رسولانو نهم باب: ۱- ۲۰- انجیل اول جیبي چاپ ۱۹۹۶)

 

 له دې څخه وروسته پولس د حضرت عیسی علیه السلام ځای ناستی وګڼل سو، عیسایي فاضلان لیکي:

 

خلکو دده د رسالت څخه انکار وکړ دا ځکه چي دده رسالت د نورو رسولانو په شان نه وو.  ( Encyclopedia of Religions and Ethics 1917)

د پولس په هکله مؤرخین فلويډراس (Floyd Ross) او مېرمن ټاينيټي هلز(Mrs. Tynette Hills)  لیکي:

 

په هغو ټولو خلکو کي چي د عیسائیت په لومړی کي وو،  تر ټولو ئې پولس ذمه واره دی، دا ځکه چي عیسائیت دده د عقایدو تر سیوري لاندي سو ، ده د عیسائیت لپاره نوې  تګلاره و ټاکل. (Floyd.H.Ross and Tyentte Hills: op.cit 137)

 

پولس چي څه و خلکو ته تبلیغول نه د حضرت عیسی علیه السلام ویناوې وې او نه هم د حواریینو ویناوې وې، فاضل عیسایي څېړونکی پروفیسرآرنلډ مئير (Arnord Meyer) وایي:

 

که څوک د اسوال وکړي چي پولس رسول چي و خلکو ته کوم تعلیم ورکاوه هغه له کومه اخذ کاوه؟ ددې ساده ځواب دا دی چي ده هغه ویل چي  د حواریینو څخه و ده ته رسیدلی وو، خو پولس خپله ددې پوښتنې ځواب بل شانته ورکوی او دی وایي؛ ما انجیل له انسانانو څخه نه دی حاصل کړی بلکې ما د یسوع مسیح څخه په مکاشفه باندي و لاسته راوړی دی، چي ددې څخه مطلب دا دی چي ده له هغه څه چي حضرت عیسی علیه السلام او حواریینو ویل له هغو څخه انکار دی. د پولس دا خبره په بایبل کي داسی ده:

 

زما وروڼو !زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زېری چي ما درته اورولی دی هغه د بنی آدم جوړ کړی نه دی، ځکه چي هغه ماته د چا انسان د طرف  نه رارسیدلی او نه چا بنی آدم و ماته ښوولی دی بلکې د کشف په معرفت د عیسی مسیح د طرفه شوی دی. (د ګلتیانو په نوم د پولس خط اول باب: ۱۱- ۱۳، انجیل، (Arnold Meyer: Jesus or Paul, London 1909)

 

همدارنګه پولس یوناني فلسفه اومشرکانه توهم پرستي او خیالات په عیسائیت ګډ کړل چي پردې باندی عیسایي عالمان هم په یوه خوله دي،

 

د پولس په لیکونو کي (د یوناني فلسفې په ځانګړي ډول سره د افلاطونیت) پوره اثار معلومیږي.
  (Hammerton: Universal History of the World)

 

دده ټول تعلیم د مکاشفې پر ادعاء باندي ولاړ وو، نه د حضرت عیسی علیه السلام پر ویناوو او نه هم د حواریینو پر ویناوو؛ د پولس مکاشفه داسي امکان نلري چي په یو ګړي دي ده سره ترتیب او برابره کړې وي بلکې دا دده د ډیر وخت پیغام وو، چي بیا یې د مکاشفې په نامه سره و خلکو ته ښکاره کړه، او اوس ده د عیسائیت څخه یو نوی دین جوړ کي. 

(Encyclopedia of Brit 1962)

 

دا چي د پولس لیکونه د انجیلونو څخه مخکي لیکل شوي دي نو داسي موږ ویلای شو چي دده لیکونه د انجیلونو لپاره سرچینه ده، فاضل عالم ارنلډ دپولس په هکله زیاتوي:

 

که د عیسائیت موخه دا وي چي حضرت عیسی علیه السلا م د خدای زوی دی،او په انساني بڼه سره و مځکي ته راکښته شو ،او زموږ د ګناهونو لپاره ئې خپله وینه توی کړل، زموږ شفاعت به کوي، او دی زموږ د ګناهونو کفاره شو نو دا د حضرت عیسی علیه السلام تعلیم نه دی بلکې ددې بنسټ پولس ايښی دی او بس. (Arnorl Meyer: Jesus or Paul )

 

ټول عیسایي مؤرخین او څېړونکي په دې باور دي چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکي پولس دی.

 

پولس د عیسائیت ریښې تر هر ځایه پوري ورسولې او د نوی عهد نامې تقریبا نیمایي پولس لیکلې ده، ده د لومړي ځل لپاره د کلیساؤ طبقه بندي پیل کړل او له همدې لپاره ئې یوه غونډه هم وکړل زموږ له څېړنو څخه دا پوره معلومیږي چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکی پولس دی.

(تاریخ کلیسا، پاڼه: ۴۹- ۵۲، لیکوال: ډاکټرډونلډ ډي سمیټن، ژباړن: لیاقت قیصر، خپرونکي: فل ګاسپل آف پاکستان کوټ لکهپت لاهور)

 

د حضرت عیسی علیه السلام د ویناوو مخالفت


ددې څخه علاوه د پولس څرګندونې د حضرت عیسی علیه السلام له ویناوو سره په ټکر کي دي،

 

د بیلګې په ډول سره حضرت عیسی علیه السلام وایي چي خدای یو دی لکه په انجیلو کي چي راغلي دي:

 

ته یواځی رښتینی خدای ئې او عیسی مسیح چي تا را استولی دی. (یوحنا انجیل: ۱۷: ۳)

(عیسایت کياهے؟ لیکوال: شیخ الاسلام محمدتقی عثمانی، خپرونکي: دارالاشاعت)

 

واورئ ای بنی اسرائیلو خداوند زموږ خدای یو دی نو تاسو په ټول زړه ټول روح او ټول ځواک سره د خپل واحد خدای په وړاندی مینه ولرئ. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)

 

عیسی ځواب ورکړ، اول دادی چي ای اسرائیلو واورئ! مالک زموږ خدای یو مالک دی، تاسی د خپل خدای سره د ټول زړه سره، د خپل ټول روح سره د خپل ټول عقل او د خپل ټول طاقت سره مینه کوي. (مرقوس انجیل: ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)

 

او خدای د ټولې نړۍ پاچا شو، هغه خدای یو دی او د هغه نوم واحد (یو دی). (زکریا: ۴۱باب ۸)

 

او خدای صرف یو خدای دی.( خط درومیانوپه نامه ۳باب ۳۰)

 

خدای یو دی، ایمان یو دی، بپتسمه او د ټولو خدای یو دی. (خط د افسویونو په نامه ۴: ۶)

 

اوس د ازلی پاچا یعني غیر فاني نا لیدلي واحد خدای عزت او جلال دی تل ترتله وي. (اول خط د تیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)

 

ته په دې خبره ایمان ولره چي خدای یکي یو دی. (خط د یعقوب ۲: ۱۹)

 

خدای یواځي او یواځي یو دی.(خط د یهودا: ۲۵)

 

په بایبل کي د خدای وحدانیت په ډېرو ځایونو کي په ښکاره ډول سره راغلی دی، او تاسي عیسایان چي ئې نه منئ دا ستاسو بې انصافې او ګمراهې ده، و تاسو ته دا بایبل هم د هیڅ شی ارزښت نه لري.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته