تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام حاتم اصم (رح) تقوا او په زړه پورې واقعې!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 7, 2021
  0

د امام حاتم اصم رحمه الله تقوا او په زړه پورې واقعې!


تعلیم الاسلام ویب پانه 


حاتم اصم رحمه الله د دریمې صدۍ مشهور متقي او فقیه عالم دی.


اصلي ټاټوبی یې بلخ او د شقیق بلخي رحمه الله له شاګردانو څخه دی، په ۲۳۷ هجري کې وفات شوی دی.


امام حاتم ولې په اصم(کُڼ) مشهور شو؟


اصم په عربي ژبه کې کاڼه ته وایي. که څه هم دی په غوږو کڼ نه و. خو یوه ورځ یوه مېرمنه د یوې مسئلې پوښتنې لپاره ده ته راغله. د خبرو پر مهال له مېرمنې څخه غږیزه هوا خارجه شوه. مېرمن ډېره شرمنده او خجالته شوه؛ خو په دې وخت کې نوموړي خپل ځان کڼ واچو، غوږ ته یې لاس ونېو او ورته یې وویل: لږ په زوره خبرې کوه!( ځان یې داسې جوړ کړ، ګواکې زه په غوږو نه آورم) په دې عمل سره مېرمن ډاډه شوه او خجالتي یې ختمه شوه. له دې وروسته دای هم په اصم(کڼ) مشهور شو.


امام حاتم تقوی څنګه حاصله کړه؟


نوموړي په وعظ، نصیحت، درس او تدریس کې خورا شهرت موندلی و، په ډېر حکمت سره به یې د ین ته خلک رابلل. له دې امله ده ته د دې امت لقمان حکیم هم ویل کیږي.


یوه ورځ ترې چا وپوښتل: تا دومره تقوی څنګه حاصله کړه؟ ده ورته په ځواب کې وویل: زما د تقوا ذریعه څلور شیونه دي.


لومړی: زه په دې پوه شوم چې، زما رزق بل څوک نشي راڅخه اخیستی؛ نو زړه مې مطمئن او ډاډه کړ.


دویم: پوه شوم چې زما عمل له ما پرته بل څوک نشي ښه کولی؛ نو د خپل عمل په ښه والي بوخت شوم.


دریم: پوه شوم چې مرګ ما لټوي؛ نو د دې ورځې لپاره مې توښه تیاره کړه.


څلوم: پوه شوم چې الله جل شانه هر چرته ما ویني؛ نو ما شرم وګاڼه چې الله مې پر داسې حال کې وویني چې، زه ګناه کوم.


هغه پوښتنې چې په ځوابولو سره یې یو یهودي مسلمان شو!


حاتم اصم رحمه الله یوه ورځ د بغداد ښار ته ولاړ، خبر شو چې دلته یو یهودي له دیني علماء کرامو یو څو پوښتنې لري خو څوک یې ځوابولی نه شي. او وایي که یې څوک راته ځواب کړي مسلمانېږم.


حاتم اصم رحمه الله وویل: ماته یې راولئ! کله چې یهودي راغی نو خپلې پوښتنې یې پیل کړې.


۱: هغه کوم شی دی چې الله جل شانه ته یې علم نشته؟


۲: هغه کوم شی دی چې د الله ج سره نشته؟


۳: هغه کوم شی دی چې د الله ج په خزانو کې نشته؟


۴: هغه کوم شی دی چې الله ج یې له خپلو بندګانو غواړي(سوال کوي)؟


حاتم اصم رحمه الله ورته وویل: که زه ستا پوښتنې ځواب کړم؛ نو اسلام به قبلوې؟ یهودي وویل: هو! ایمان به راوړم.


حاتم رح وویل: د کوم شي علم چې الله ج ته نشته، هغه شریک یا زوی دی!


ځکه چې الله ج ته د شریک او د زوی علم نشته...


هغه شی چې د الله ج سره نشته، هغه ظلم دی. یقینا چې الله ج د هیچا سره ظلم نه کوي.


کوم شی چې د الله ج په خزانو کې نشته، هغه فقر او احتیاج دی. ځکه چې الله ج غني ذات دی. چاته احتیاج نه لري او خزانې یې خالي کیږي نه.


هغه شی چې الله ج یې له خپلو بندګانو څخه سوال کوي، قرض حسنه دی. ځکه چې الله ج شانه وايي(څوک شته چې ماته قرض حسنه راکړي)؟ (مراد ترې نېک اعمال دي)...


د دې ځوابونو په اورېدو سره هغه یهوي د اسلام په مبارک دین مشرف شو.

ماخذ :حکایت  (قصص الاولیاء)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته