تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ديني علم برکتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 5, 2023
  0

د ديني علم برکتونه


رالېږنه: کريم الله  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

شمس الحق افغاني(رحمته الله علیه )فرمايلي: د څانګي يو طالب العلم وفات سو، چي د افغانستان اوسېدونکی و. جنازه يې وسوه او ښخ کړل سو. لېري فاصله وه، د هغه کورنۍ ته تقريباً شپږ مياشتي وروسته د خط په ذريعه حال ور ورسېدی، خپلوان ئې راغلل. د مهتمم قاري محمد طيب صاحب سره يې ملاقات وسو.

 

هغوي ويل: موږ مړی را کاږو او افغانستان ته ئې وړو. مهتمم صاحب ډېر وپوهول؛ خو هغوی پر خپله خبره ولاړ ول، بل څه يې نه منل، نو مهتمم صاحب ما ته راواستول، ما يې هم د پوهولوهڅه وکړه؛ خو هغوی ويل: یا به مړی وړو،  يا به زموږ ټول خاندان دلته را نقل کیږي، لدې پرته بله لاره نسته. ما ورته وويل: درځئ د الله تعالی بندګانو! تاسو د الله تعالی راز ښکاره کوئ. کله چي قبر وکيندل سو، نو مړی د خپل کفن سره سم سالم پروت و او ډېره ښه خوشبويي ورڅخه ولاړېده. 

 

د مړي جسد په يو صندوق کي کښېښودل سو او د اکرام په وجه يو طالب العلم ورسره واستول سو. د لاهور له لاري پېښور ته تګ وو. د پېښور پر ريل ګاډۍ سټېشن باندي پوليسو هغوی ته وويل: په دې صندوق کي مړی نه بلکه مُشک دي او په قاچاقي ډول يې تاسو اړوئ. کله چي پوليسو صندوق خلاص کړ، نو په هغه کي د مبارکو احاديثو طالب العلم پروت وو او خوشبويي ورڅخه پورته کېدل.


دا حال خو د علمِ حديث د زده کوونکي وو. تصادفي په همدې ورځ د پېښور د يو نواب زوی د انګلينډ څخه هوايي ميدان ته را رسېدلی و، چي انګلينډ ته د انګريزي تعليم ترلاسه کولو لپاه تللی و، هلته مړ سوی و او دا يې درېيمه ورځ وه؛ خو عفونت او بدبويي ئې دومره وه، چي خپلوان ئې هم چارپايي ته نژدې نه ورتلل. خبره داسي اندازې ته ورسېده، چي خلکو ته يې مزدوري ورکړله تر څو چارپايي پورته کړي او ښخ ئې کړي. حضرت افغاني صاحب (رحمته الله علیه )فرمايلي دي: خلکو له دې واقعې څخه ډېر لوی عبرت حاصل کړ.  

 

(آج کا سبق بحواله: ماهنامه محاسن اسلام.)


ماخذ:تعلیم الاسلام مجله (۱۷ ګڼه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته