تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انجیل (Gospel) څه ته وايي؟
  تعلیم الاسلام
  March 27, 2016
  0

 لیکنه: مناظر استاذ عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
انجیل د یوناني ژبې د (انکلیون) څخه اخیستل سوی دی چي د (زیری او پوهی) په معنی سره دی، یاد انجیل توری د یوناني ژبې د (یوانګلیلیون) څخه اخیستل سوی دی، یعنی مطلب دا چي هغه انجیل چي وحضرت عیسی علیه السلام ته ورکول سوی وو د الله جل جلاله له لوري هغه ویهودو ته زېری د جنت وو، انجیل سیدنا حضرت عیسی علیه السلام تبلیغاوه، او د هغه لارښوونې ئې وبني اسرائیلو ته کولې، د هغه احکام ئې وبني اسرائیلو ته بیانول، چي پردې د ټول امت مسلمه ایمان دی، د انجیل یو توری د حضرت عیسی علیه السلام  په لاس نه دی لیکل سوی، او نه ئی امرکړی دی چي نوشته ئې کړی، او نه هم دده په ټول عمر کي یو ایات نوشته سوی دی، چي عیسایي او یهودي علماء اومؤرخین هم پردې په یوه خوله دي؛ هیڅوک ددې ثبوت نسی وړاندي كولای اونه هم شتون لري.
 
ایا حضرت عیسی علیه السلام د اوسني بایبل (نوي عهدنامه ) چي (۲۷) کتابونه دي تبلیغول؟
ایا حضرت عیسی علیه السلام د لوقا، متی، یوحنا او مرقوس انجیلونه وخلکو ته تبلیغول؟
 
نه هیڅکله نه!
پردې خبره هم ټوله عیسایي اویهودي نړۍ په یوه خوله اعتراف کوي چي دا هغه انجیلونه نه دي چي حضرت عیسی علیه السلام وخلکو ته تبلیغول.
  • هغه انجیلِ عیسی چیري دي؟؟؟
  • هغه وحي چیري دي چي حضرت عیسی علیه السلام تبلیغولې؟؟
 
ددې جواب نه عیسایي نړۍ لري اونه هم ټوله یهودي نړۍ.
 
خو نن سبا هغه اصلي انجیل نسته او دا چي دوی په پښتو، دري، فارسي، اردو، عربی او نورو ژبو کي کوم کتابونه لري چي وهر یوه ته (انجیل متی، انجیل لوقا، انجیل مراقس او انجیل یوحنا) لیکل سوی دی، او یا دا چي ودې څلورو کتابونو ته د (زیری) عنوان ورکول سوی دی دا ددې لپاره چي عام خلک په وغولوي او پر سترګو ئې د جهالت خاورې وشیندي، او دا په ذهن کي ورکړي چي دا هغه انجیل دی چي پر سیدناحضرت عیسی علیه السلام باندی نازل سوی وو (العیاذ بالله) چي ددې خبرې څیړنه به په راتلونکو پاڼو کي وسي.
 
دا چي دوی پر نوې عهدنامې باندی انجیل شریف لیکلی دی او دوی یی وړیا تقسیموي دا نوم هم غلط دی دا ځکه چي انجیلونه پکښې څلور دي او دوی د یوه انجیل نوم ورباندي لیکلی دی، دا په دې خاطر چي ومسلمانانو ته وښیي چي دا هغه انجیل دی چي پر حضرت عیسی علیه السلام باندی نازل سوی دی ، حال دا چي دا هغه نه دی.
 
اصل انجيل څنګه له منځه ولاړی؟
 
کله چي وحضرت عیسی علیه السلام ته انجیل ورکړل سو، یهودو له ده سره عناد شروع کړ، او ډول ډول توطئې ئې ورته جوړي کړې، کله به ئې په ډبرو ویشتی، کله به ئې ملنډې په وهلې،  چي بايبل هم پردې باندي ګواه دی، دا خبره تردې اندازې پوري ورسېده چي یهودو د حضرت عیسی علیه السلام د مرګ لپاره پلان جوړ کړ ، کله چي دوی غوښتل چي حضرت عیسی علیه السلام شهید کړي نو الله جل جلاله هغه واسمانو ته پورته کړ چي قرآن کریم په روښانه ټکو سره دا واقعه بیان کړې ده او فرمایی:
 
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا (۱۵۶) وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (۱۵۷) بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا. (سورت النسآء ۱۵۶- ۱۵۹)
 
ژباړه: او په سبب د کفر د (نیکونو د) دوی (مکرراً) او (په سبب د) ویلو د دوی پر مریمې دروغ ډیر غټ (د زنا) او (په سبب) د ویلو د دوی (داسی چي) بېشکه موږ وژلی دی مسیح عیسی زوی د مریمې رسول د الله (په ګمان خپل) حال دا چي نه ؤوژلی دوی دغه (عیسی) واقعاً،  نه په دارکړی و دغه (یقینا)، لیکن مشتبه کړی سو دوی ته اوبې شکه هغه کسان چي اختلاف کړی دی دوی  په (حق د) عیسی کښې خامخا په شک کښې دی په شان دده کښې. نسته دوی ته په هکله دده کښې هیڅ علم مګر تش متابعت د ګومان کوي اونه ؤوژلی دوی عیسی بلکې پورته کړی دی الله طرف ته خپل او الله ښه قوی غالب ښه حکمت والا دی.
 
له دې څخه وروسته یهود په مجموع کي په دې تکل کي سول چي هغه انجیل چي حضرت عیسی علیه السلام تبلیغاوه، او یانورو حواریینو په خلکو کي عام کړی ؤ یهودو دا ټول (اصل انجیل) په ۶۰ کلونو کي له منځه یووړ؛ حواریین ئې یا شهیدان کړل او یایی وهجرت ته مجبوره کړل، پولُس یهودي هغه څوک ؤ چي خپل له ځانه څخه ئې د عیسائیت بنسټ کښېښود او دائې وویل چي زه هرڅه وایم هغه وماته کشف سوی دی یعنی هر څه ئې له ځانه لیکل او بیایی ویل چي دا الهی دي لکه پولس ویل:
 
زما وروڼو! زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زیری چي ما درته اورولی دی هغه د بني آدم جوړکړی نه دی ځکه چي هغه ما ته د یو انسان له لوري نه دی رارسیدلی او نه چا بني ادم وماته ښوولی دی بکله د کشف په معرفت د عیسی مسیح د طرف نه سوی دی. (د ګلتیانو په نوم د پولس خط۱: ۱۱-۱۳)
 
له دې څخه ورسته بیا د نوي انجیلونو لړۍ پیل سول، هر چا کوښښ کاوه چي یو څه ولیکي او د اصل انجیل په نامه سره ئې خپور کړی، دا ځکه چي حضرت عیسی علیه السلام وعامو یهودو ته ځکه ښه د قبول وړو چي دده معجزې ئې لیدلي وې، د مورزاده ړاندو بیناکول، د پیس ناروغانو سمول، د مړوژوندي کول او داسی نور چي قرآن عزیز او بایبل ورباندي ګواه دی، یهود په دې کي کامیابه سول او نوي انجیلونه ئې ولیکل او په خلکو کې ددې لپاره د حواریینو په نامه سره کړل چي خلک ورڅخه کرکه ونکړي او خلک ورباندي عمل وکړي.
 
 په سلهاوو انجیلونه ولیکل سول هغه چي ویهودو ته ډیرمحبوب وه هغه ئې معلوم کړل او پر نور انجیلونو باندي ئې بندیز ولګاوه ،دا اوسني انجیلونه نه د حضرت عیسی علیه السلام دي او نه هم حضرت عیسی علیه السلام پخپل عمر کي وچاته ویلي دي چي یوه کرښه ولیکه او نه د حواریینو دي او نه هم دا کومې الهي وحي دي زه به د اوسني مشهور انجیل د لوقا انجیل ته راسم (لوقا یو کس وو) چي لیکي:
 
ای خوږه تیوفیلوسه! ډېرو خلکوپه دې لا س پوری کړی دی چي د هغه واقعات ترتیب واره بیان کړي کوم چي زموږ په منځ کي تیری سوي دي؛ بلکې هغوی موږ ته خبرې حواله کړي دي او چا چي دا واقعات د سر نه پخپلو سترګو لیدلي وې او د زیری خادمان وه نو زه هم په خپل وارسره ای خوږه تیوفیلوسه! ستا د پاره د پوره تحقیق نه وروسته دا ټولې خبرې په ترتیب سره نقل کوم، دا ددې لپاره چي تا ته د هغه خبرو په هکله صحیح معلومات درکړم د کومونه چي ته خبرکړی سوی ئې.(د لوقا انجیل لومړی باب: ۱- ۵)
 
دلته څومهم ټکي اړین دي، هغه داچي هرچا کوښښ کاوه چي د حضرت عیسی علیه السلام تر پورته کېدو وروسته د هغه مبارک په هکله او هغه څه چي هغه تبلیغول د هغه په هکله یوڅه ولیکي، بل دا چي په دې کي احکام نسته یواځي او یواځي قصې دي پیښي دي، نو لوقا وایی چي زه د هغو پیښو شاهدوم او دی وتیوفیلوس ته وایي چي زما لیکنه د پیښو رښتنی دی او بس، او دی وایي چي زه هرڅه لیکم هغه له خپله ځانه څخه لیکم نه د روح القدس نوم سته اونه هم وایي چي ماته الهام یا وحي سوي دي او یا ماته کشف سوی دی ؛ چي په ښکاره له دې څخه جوتیږي چي دوی له خپله ځانه څخه لیکلی دی او بیایې ونورو ته منسوب کړی دی. (اوسني انجیلونه تر حضرت عیسی علیه السلام لسګونه کلونه وروسته لیکل سوي دي).
 
 ټول هغه عیسایي علماء چي وحدانیت ته قایل وه پر هغو ئې د بدعتیانو مهر ولګاوه او هغه انجیلونه چي د یهودو خوښ نه وه هغه ئې لغوه او باطل اعلان کړل.
 
نوري لیکني:
بایبل ته ولي بایبل وایي؟
قران او ساینس - د ساینس پوهانو له نظره
د استاذ عبدالغفار جبیر صاحب سره ځانګړې مرکه
په افغانستان کي د تنصیر فعالیتونه
 
 
-----------------------------------------------------
 
۱: بایبل سے قرآن تک  ج۔ ۱ ، ص۔ ۳۱۶ (د اظہارالحق اردو شرح ) لیکوال: شیخ الاسلام مولانا محمد تقي عثماني
۲: قاموس الکتاب- پاڼه ۱۲۱، لیکوال: ایف ایس خیرالله، خپرونکي: مسیحی اشاعت خانه ۳۶ فیروز پور روډ لاهور ۲۰۰۸
۳: انجیل شریف، اول جیبي چاپ ۱۹۹۶ میلادي، پاکستان بایبل سوسایټی
۴: Origion of Scripture, pp.210
 
ورپسې لیکني:
 
زبور څه ته وايي؟
د بایبل ډولونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته