تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اهل کتابو د ښځو سره نکاح
  تعلیم الاسلام
  September 5, 2015
  0
 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
کمپوز: جاوید احمد سعادت
د تعلیم الاسلام راډيو همکار
 
.... پاته سوه مسئله د اهلِ کتابو ، یعني د یهودو او نصاراوو د ښځو سره نکاح کول نو د ځیني صحابه کرامو رضی الله عنهم په نزد داهم جائز نه دی د حضرت ابن عمر رضی الله عنه دا مذهب دی. دده څخه چي به چا پوښتنه وکړه نو فرمایل به یې چي د الله جل جلاله ارشاد په قرآن کریم کی واضح دی:  
 
وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ. (بقرة: ۲۲۱)
یعنی د مشرکو ښځو سره تر هغه وخته پوری نکاح مه کوئ تر څو دوی مسلماناني نه سي.
 
او ماته نه ده معلومه چي تر دې لوی شرک به کوم وي چي دوی حضرت عیسی علیه السلام یا بل بنده د الله جل جلا له پخپله خدای وګڼي! (احکام القران للجصاص)
 
یو وار میمون ابن مهران د حضرت عبد الله ابن عمر رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چي موږ په یوه داسي ملک کي اباد یو چي هلته اهلِ کتاب زیات اوسي نو آیا موږ د دوی د ښځو سره نکاح کولای سو او د دوی ذبیحې خوړلای سو ؟ 
 
حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه ورته په جواب کي دا دواړه آیاتونه واورول ، یو هغه چي د مشرکانو ښځو سره نکاح حرامه سوېده  دوهم د سورة المائدې آیت چي د اهلِ کتابو د ښځو سره پکښی د حلال والی بیان دی.
 
میمون بن مهران وویل چی دا دواړه آیتونه خو زه هم په قرآن کریم کي وینم او راته معلوم دی زما سوال دادی چي ددې آیتونو پر بنیاد باندي زما د پاره شرعي حکم څه دی ؟ 
 
ددې په جواب کي عبد الله ابن عمر رضي الله عنه ورته بیا دا دواړه آیتونه وویل او د خپل طرف څخه یې هیڅ ونه ویل چي ددې مطلب د امّت عالمانو دا مقرر کړی چي عبد الله ابن عمر رضي الله عنه ته د اهلِ کتابو د ښځو سره د نکاح پر حلالېد باندی اطمنان نه وو.
 
د صحابه وو رضي الله عنهم دریځ
 
د اهل کتابو د ښځو سره په نکاح کولو کي چي په تجربه سره کوم نور فسادو نه او خرابۍ دي ، د خپل ځان او اولاد د پاره بلکه د ټول امّت اسلامي د پاره خامخا پيداکیږي. ددې خرابیو پر بنآء باندی د اهلِ کتابو د ښځو سره نکاح صحابه کرامو او تابعینو هم مکروه ګڼلې ده.
 
علامه جصاص رحمه الله په احکام القرآن کی د شفیق بن سلمه په روایت سره نقل کړي دي چي حضرت حذیفه بن یمان رضي الله عنه چي کله مداین ته ورسېدی نو هلته یې د یوې یهودۍ ښځي سره نکاح وکړه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په خبر سو نو خط یې ورته ولیکی چي دې ته طلاق ورکړه!
 
حضرت حذیفه رضي الله عنه ورته په جواب کي ولیکل چي ولي دا زما دپاره حرامه ده؟ نو بیا ورته امیر المؤمنین فاروقِ اعظم رضي الله عنه په جواب کي ولیکل چي زه ورته حرامه نه وایم لیکن ددې خلګو په ښځو کي په عام ډول سره عفت او پاکدامني نسته په دې وجه زما بېره ده چي هسي نه ستاسي خلګو په کورونو کي د دوی په وجه فحاشی او بد کاري داخله نسي او امام محمّد بن حسن رضی الله عنه په کتاب الاثار کي دا واقعه په روایت د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه داسي نقل کړېده چي په دوهم وار چي کله فاروق اعظم رضي الله عنه حضرت حذیفه رضي الله عنه ته خط ولیکی نو د هغه الفاظ دا دي:
 
اعْزَمُ عَلَیْکَ اَنْ لاّ تَضَعُ کِتَابِیْ حَتّی تَخَلّی سَبیْلَهاَ فَاِنّیْ اَخَافُ اَنْ یَّقْتَدِیْکَ الْمُسْلِوْنَ فَیختَاروا نِساءَ اَهْلَ الذِّمَّةِ لِجَمَالِهِنَّ وَ کَفَی فِتْنة لِّنِسآء الْمُسْلِمِیْنَ. (کتاب الااثار:۱۵۶)
تا ته قسم درکوم چي زما د دې خط د خپل لاس څخه تر اېښولو مخکي دې ته طلاق ورکړه ، آزاده یې کړه ، ځکه زه بیرېږم چي نور مسلمانان به هم ستا پیروي وکړي او د ذمیانو او کتابیانو و ښځو ته به د دوی د ښایست په وجه سره پر مسلمانانو ښځو باندي ترجیح ورکړي نو د مسلمانانو ښځو د پاره به تر دې بله لویه فتنه څه وي؟ 
 
ددې واقعې تر نقل کولو وروسته حضرت محمّد بن حسن رضي الله عنه فرمایي چي احناف فقهآء رحمة الله علیهم دا قول اختیاروي چي دې نکاح ته حرامه خو نه وایي لیکن د نورو فسادونو او خرابیو په وجه یې مکروه ګڼي.
 
او مشهور حنفي امام علامه ابن همام رحمة الله علیه په فتح القدیر کي نقل کوي چي پر حذیفه رضي الله عنه سربېره طلحه رضي الله عنه او کعب بن مالک رضي الله عنه ته هم داسي وا قعه ور پېښه سوه چي دوی د المائدې د آیت پر بنیاد د اهلِ کتابو د ښځو سره نکاح وکړه ، نو کله چي ورباندی فاروقِ اعظم خبرسو نو ډیر خفه سو او دوی ته یې حکم وکړی چي طلاق ورکړي. (تفسیر مظهری)
 
د فاروقِ اعظم حضرت عمر رضي الله عنه زمانه د خیرالقرون زمانه ده چي ددې خبري هیڅکله احتمال نه وو چي یوه یهودۍ یا نصرانۍ ښځه به د یو مسلمان ښځه سي او د اسلام او د مسلمانانو خلاف به یو سازش او چم وکړي ، هغه وخت خو یوازي دا بېره وه چي که چیري په دوی کی بد کاري وي، نو د دوی په وجه به زموږ کورنۍ ګنده ګړل سي یا د دوی د ښایست په وجه به خلګ دوی خوښوي چي نتیجه به دا وي چي مسلماني ښځي به په لوی تکلیف کي اخته سي.
 
لیکن امیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله عنه چي ‌ډیر لیري نظر کونکی وو یوازي د دغو فسادونو د مخنیوي د پاره دا حضرات پر طلاقو مجبوره کوي ، که دا د نن زمانې نقشه د دغو حضراتو په مخکي وای نو تاسو فکر وکړئ چي دوی به ددې په اړوند څه عمل کولای؟! 
 
اول خو دغه خلګ کوم چي نن د مردم شمارۍ په رجیسټرونو کي د خپل نامه سره یهودي یا نصراني لیکي په دوی کي ډیر هغه خلګ دي چي د خپلي عقیدې پر بنیاد سره یهودیت یا نصرانیت یو لعنت ګڼي.
 
نه د دوی پر تورات او انجیل عقیده ده نه پر حضرت موسی او حضرت عیسی علیهما السلام ، دوی د عقیدې په اعتبار سره بالکل بې مذهبه او دهریان دي یوازي په قومي یا رواجي ډول باندي خپل ځان ته یهودي یا نصراني وایي ښکاره خبره ده چي د داسي خلګو ښځي د مسلمانانو د پاره په هیڅ ډول سره حلالی نه دي او که فرض کړي چي دوی د خپل مذهب پابنده هم وي نو دوی ته په یوه مسلمانه کورنۍ کي ځای ورکول د خپل ټول خاندان دپاره دیني او دنیوي تباهۍ ته بلنه ورکول دي.
 
د نن سبا کتابیاني ښځي دوې خرابۍ لري
 
۱: د عقایدو په لحاظ مشرکاني دي، اوسني عقاید یې د کتابیت څخه خارجوي. 
 
۲: پاکدامني او باعفته نه دي، بلکي په غربي نړۍ کي پاکدامني لوی عیب بلل کیږي.
 
الله تعالی د مشرکانو ښځو سره نکاح حرامه کړې ده بلکي فرمايي چي تر ازادي کافري ښځي، مؤمنه مینځه بهتره ده:
 
وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ. (بقرة:۲۲۱)
او مشرکاني ښځي تر هغه په نکاح مه اخلئ تر څو دوی ایمان را نه وړي او خامخا مؤمنه مینځه تر اصیلي مشرکي ښځي بهتره ده که څه هم هغه (کافره) ښځه تاسو ته ښه ښکاره سي.
 
وروسته الله عزوجل ددغو مشرکانو ښځو او نرو په اړه فرمايي: أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ.
یعني دغه کسان د اور خوا ته بلنه کوي.
 
دوهم دا چي الله تعالی د پاکدامنو ښځو سره  نکاح حلاله کړې ده خو د نن سبا اهل کتابیاني ښځي د عفت او پاکدامنۍ هیڅ ساتنه نه کوي بلکي پاکدامني ډېر لوی عیب ګڼي. زنا او فاحشي د دوی فیشن دی او الله تعالی فرمايي:
 
الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ. (سورة النور: ۳)
زناکاره سړی نه په نکاح کوي مګر زناکاره ښځه یا مشرکه ښځه (په نکاح کوي) او زناکاره ښځه نه په نکاح کوي مګر زناکاره سړی یا مشرک سړی (په نکاح کوي) او دا پر مؤمنانو حرام کړل سوی دی.
 
نو دا چي د نن سبا په اهل کتابيانو ښځو کي زنا او فاحشي یو رواج دی نو بیا به څنګه یو مسلمان د هغې سره نکاح کوي او د پاکي مؤمني بي بي سره به نکاح نه کوي؟!
 
د نکاح اغېزې
 
مسلمان باید د یوې پاکدامني دینداره مؤمني سره نکاح وکړي ځکه:
 
  • مسلمانه ښځه ستا اولاد ته د اسلام تربیه ورکوي، که څه هم خاوند مړ سي یا ور څخه جلا سي نو بیا هم اولاد په خطره کي نه وي ځکه دا مسلمانه ده او د اسلام تربیه ورکوي.
  • ستا خدمت د ځان لپاره عبادت بولي.
  • ستا اطاعت او احترام د ځان لپاره دیني وجبه ګڼي.
  • معلومه خبره ده چي دا شیان په کفارو ښځو کي نسته، د کافري ښځي سره په نکاح کي پر اولاد لوی اثر لویږي، اولاد د هغې عقیده خپلوي.
  • د کافرو ښځو سره په نکاح کي اسلامي ټولني ته ډول ډول مفاسد راځي.
  • د کافري ښځي سره په نکاح کولو کي اسلامي ټولنه کي د یهودو او نصاراو جاسوسۍ ته لاره پرانستل کیږي.
  • لوی لوی اسلامي حکومتونه د دغو ښځو سره په نکاح کولو سره وران سوي دي، یا د نصراني او یهودي دین د تبلیغ لپاره لاره پرانستل سوې ده.

د اسلامي هیوادو امیران چي ښځي يې اهل کتابي وي

 د اسلامي نړۍ مشهور مبلغ شیخ احمد دیدات صاحب ددغه سوال په جواب کي چي د اهل کتابو د ښځو سره نکاح څنګه ده؟

وايي: د اهل کتابو  د ښځو سره واده کولو زیان همدا دی چي د نړۍ په مشهور اسلامي ملکو کي یهودیت او نصرانیت ته پوره لاره پرانیستل سوې ده، د انډونیزا د هیواد د مشر مېرمن عیسوی ده، د مصر د حسن مبارک مېرمن عیسوی ده، د اردن د پاچا حسین مېرمن عیسوی ده، په دغو ملکو کي عیسویت په پراخه کچه عام سوی دی، حتی په انډونیزا کي چي د مسلمانانو زیاته اندازه پکښي اوسیږي د عیسويانو لخوا پر مخ ځي، د الله تعالی نوم منع دی، اسلامي ټولنه يې څوک نه سي بللای.....

وروسته وايي چي اندلس یا اوسنۍ هسپانیا چي ۸۰۰ کاله د مسلمانانو ملک وو، اسلامي امیرانو يې د عیسویانو ښځو سره ودونه وکړه بالاخره خپلو اولادو د ملکه وشړل چي ددغو ښځو څخه پیدا سوي وه، اوس دغه ملک په مطلق شکل د کفارو دی. شیخ احمد دیدات صاحب وايي چي د اسلامي هیوادو هغه امیران چي ښځي یې یهودیاني یا نصرانیاني وي هغو ته رایه مه ورکوی ځکه دغه کسان اوس لا نیم د بل چا ملکیت ګرځېدلي دي!

نوموړی شیخ پوښتنه کوي چي ایا په مسلمانانو ښځو کي داسي هیڅ ښه ښځه نه پیدا کیږي چي ستا مېرمن سي؟!

فرانسوی متل

شیخ احمد دیدات صاحب وروسته وايي: فرانسوی متل دی چي ښځي هر څه کولای سی ځکه ښځي پر هغه چا حکومت کوي چي هغه پر نورو حکومت کوي!

خلاصه

 
د اسلام او مسلمانانو خلاف کوم سازشتونه او فریبونه چي ددې لاري څخه په دې اخره زمانه کي وسول او کیږي او ددې عبرتناکي ورځي د سترګو  په وړاندي ځي او راځي چي یوې انجلۍ پوره مسلمان قوم او حکومت تباه کړی..... دا داسي کار دی چي د حلالو او حرامو څخه قطع نظر یو د عقل خاوند به هم دې ته د نژدې کېدو دپاره تیار نسي.
 
مقصد دا دی چي د قرآن او سنتو او د صحابه وو د عمل مطابق پر مسلمانانو لازمه ده چي د نن سبا د کتابیانو د ښځو د نکاح څخه په مکمل ډول سره ځانونه وساتي.
 
ماخذ: د معارف القران څخه د زیاتونو سره،
مؤلف: مفسرالقران مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله
د دارالعلوم دیوبند مخکنی صدر مفتي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته