تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له يو هندو سره ليدنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 15, 2018
  0

ليکنه: اَنفال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


غلی مي خوا ته را نيزدې سو. په کراره ئې پوښتنه وکړه: د کشمير يې؟


موبايل مي بند کړ ور و مي کتل. خريلې ږيره، لويو برېتونه او ارام شخصيت یې وو. ورته مي و ويل: نه د افغانستان يم. مسک سو. زما کالو ته ئې اشاره وکړه.


وئې ويل: کالي دي ښه درسره ايسي. مننه مي ورڅه وکړه. وئې ويل: زه د هرييانا يم. په پنجاب اړه لري. پنجابی مي هم بللای سې. د درس او استوګني اړوند ئې پوښتنه وکړه. پوه سوم، چي مجلس ئې زړه غواړي. ځوابونه مي ورکړه. ده په خپله په تاریخ کي دوکتورا کول نوم ئې سنديو او په يو مکتب کي استاد وو. په پسې ئې د خوراک پوښتنه وکړه. وئې ويل: ترکاري خورې؟ (ترکاري خوره يې؟)


ومي ويل: نه مسلمان يم. ځيني غوښي هم خورم.


وئې ويل: زه هندو يم، خو د هر څه پر يوالي ايمان لرم.


ورته و مي ويل: که وخت لرې؟ یو ګړی به کښېنو.


خوشحاله سو. را سره خوښه ئې کړه. له کانتين څه مي ځان او ده ته اوبه او چای را واخيستې. د پوهنتون په انګړ کي اکثره وخت ګڼه ګوڼه وي. ولاړو په يو کونج کي تر درختي لاندي غلي کښېنستو. په ډېره ارامي ئې راته وويل: پر مادياتو دي باور دئ، که پر معنوياتو؟


ومي ویل: پر معنوياتو.


پر څهره ئې خوښي ښکاره سوه. و ئې ويل: زه هم معنوياتو ته معتقد يم. هر څه د خدای له لوري ګڼم. او پر توحد مي ايمان دئ.


ورته ومي ويل: تر اوسه چي ما له هندواڼو سره بحث کړی، دوه هندواڼ مي نه دي ليدلي، چي يو ډول عقيده دي ولري، خو له دې سره سره يوه هم نه دي ويلي، چي پر توحد ايمان لري. ما د هندوايزم اړوند ځیني کتابونه لوستي، په هغو کي هم د شرک عقيده بيان سوې ده. د هندوايزم ځيني کتابونه مي ورته وښوول او د هندواڼو د خدايانو يادونه مي ورته وکړه.


وئې ويل: يه، خدای عکس او مجسمه نه لري. دا دوی له ځانه جوړ کړي دي. هغه يو انرژي ده او دا ماته تجربه سوې ده. زه عبادت کوم او په خپل عبادت دې نتجې ته رسېدلی يم. خدای عکس نه لري او نه داسي دئ، لکه موږ چي ئې فکر کوو. هغه يو قدرت دئ.


ورته مي وويل: هو، زموږ په ديني کتاب قران کي، چي د الله جل جلاله کلام دئ، هم داغسي ویل سوي دي. د قرآن کريم آيت " اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ..."(سورة النور، ۳۵ آيت) مي ورته تلاوت او معنی کړ. د الله جل جلاله د نامه له اورېدو سره ئې بې واکه لويه ساه واخيسته. سترګي ئې پټي کړې... وروسته ئې د الله جل جلاله نوم په ډېره ارامي پرله پسې څو واره تکرار کړ. وئې ويل: په موبايل کي ستاسي لمونځ درسره سته؟ راته را ئې وله، غواړم وا ئې ورم. هغه چي وايي الله اکبر، الله اکبر. دغه راته راوله، چي وائې ورم.


پوه سوم، چي مطلب ئې اذان دئ.


ورته مي وويل: اذان؟
وئې ويل: هو! هو!


اذان مي په يوټوب کي ورته راوستی. د اذان له شروع سره ئې په څهره کي تغير راغی. سترګي ئې پټي کړې. په ډېر دقت ئې اذان واورېدئ. بيا مي د اذان معنی ورته وکړه. هر ځل چي به مي ورته وويل: الله لوی دئ. الله لوی دئ. پر مخ به ئې خوښي ښکاره سوه، ور سره مسک به سو او د تائيد په ډول به ئې سر و ښورواوه.


ورته و مي ويل: پنځه وخته لمونځ پر موږ فرض دئ...


وئې ويل: پنځه وخته کفايت نه کوي. هره ثانيه مو بايد االله په ياد وي او ووايو: الله، الله، الله، الله.


ور ته ومي ويل: پنځه وخته پر مسلمانانو د لمانځه په شکل عبادت فرض دئ، خو د ژوند هره ثاينه ئې بايد عبادت وي او هم دا ئې د ژوند مقصد دئ.


د هوکړي په دود ئې سر و ښوراوه. ورته مي وويل: تا وويل، چي پر توحد دي باور دئ، خو نور هندواڼ چي زما مجلس ورسره سوی دئ، دا نه مني. ستا له توحده مطلب څه دئ؟


و ئې ويل: زه، ته، دا درخته، هغه مرغه، دا ټول شيان، دا ټول کاينات او دا هر څه يو ډول دي او يوه ذات پيدا کړي دي. یوه قدرت خلق کړي دي، چي ته ئې الله بولې او زه ئې God او دا ټول د هغه دي. او هغه زموږ په څېر نه دئ.


ومي ويل، چي په قرآن کريم کي راځي: "وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ "(سورة العمران، ۱۸۹ آيت) يعني د اسمانونو او مځکي (د هرڅه) مالک او څښتن الله جل جلاله دئ او پر هر څه قدرت لري. ورپسې مي د شوری د سورة يوولسم آيت "... لَيْسَ كمِثْلِهِ شَيْءٌ ..." (يعني هيڅ شی د هغه په څېر نه دئ) هم ورته ووايه.


پوښتنه ئې وکړه: موږ ويلای سو، چي الله جل جلاله زموږ پلار دئ؟ ځکه هر څه هغه موږ ته راکړي. لکه پلار چي ئې و اولادو ته ورکوي.


ومي ويل: يه، نه سو ويلای.


وئې ويل: ويلای سو، چي هغه زموږ مور ده؟


ومي ويل: يه، دا هم نه سو ويلای.


وئې ويل: ولي؟ خو الله موږ ته هر څه راکړي. زموږ مور او پلار موږ ته زموږ ضروريات را پوره کوي. نو ځکه ئې موږ مور او پلار بولو. او که وايې، چي الله زموږ مور او پلار ته هم هر څه ورکړي دي، نو ويلای سو، چي زموږ د پلار د پلار پلار دئ، يا داسي يو څه کولای سو ووايو؟


ورته مي وويل: نه، ځکه د مور او پلار ټکي دا تصور چا ته ورکوي، چي څوک ځني زېږېدلي وي. سورة الاخلاص مي ورته تلاوت او معنا مي ئې ورته وکړه. په موبايل کي مي هم ورښکاره کړ. قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (۱) اللَّهُ الصَّمَدُ (۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ(۳)  وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (۴) معنا ووايه (ای محمده صلی الله عليه وسلم) هغه الله يو دئ (۱) الله بې نيازه دئ (چاته اړ نه دئ، بلکي ده ته ټول او هر څه اړ دي) (۲) نه ئې څوک زېږولی دی او نه زېږول سوی دئ (۳) او هيڅ سيال (او مثال) ئې نسته.


چورت ئې ووهه. و ئې ويل: څه ئې بللای سو؟


ورته مي وويل: الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ... (ټوله ثنا او صفت، حمد او ستاينه يوازي او يوازي الله لره ده، چي د ټولو کايناتو رب دئ.) يعني الله جل جلاله زموږ رب دئ. خپل رب ئې بللای سو او رب د پالونکي په معنا راځي.


پوښتنه مي ځني وکړه: قرآن کريم په انګرېزي او هندي ترجمه سوی، لوستلی دي دئ؟


و ئې ويل: يه، خو کله کله ئې اورم، ارامي ورسره مومم.


ورته مي وويل: که ئې په معنی پوه سې، څومره ارامي چي اوس درکوي، تر هغه به ډېره ارامي ومومې.

 


 

و ئې ويل: کله چي الله را په يادوم، ډېر ورسره ارامېږم.


ورته و مي ويل: د قرآن کريم آيت دئ، " أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ” (سورة الرعد، ۲۸ آيت) يعني خبر اوسئ، چي هم دغه د الله جل جلاله ياد دئ، چي زړونو ته اطمنان ورکوي.


فکر يووړ. زړه مي راته وويل، چي لا ئې په زړه کي څه سته. ورته مي وويل: څه فکر کوې؟


و ئې ويل: الله ډېر ښکلی دئ او مخلوقات ئې هم ښکلي دي.


ورته مي وويل: زموږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم وینا ده: "ان الله جميل يحب الجمال" (الترمذي) يعني الله جل جلاله ښکلی دئ او ښکلا خوښوي.


حالت ئې نورمال نه وو. هره خبره ئې په ارامي کول. و ئې ويل: غواړم هرڅه په غېږ کي ونيسم. هر انسان مي خپل وجود ګڼم. حتی غواړم له هغو سره هم ووينم، چي کرکه او نفرت ئې خوښ دئ.


ورته مي وويل: موږ بايد له هغوی مننه وکړو، ځکه هم دا کرکه ده، چي موږ ئې د محبت په ارزښت پوه کړي يو او محبت مو خوښ دئ. د اوبو قدر هغه وخت ډېر وي، چي تنده وي.


په خپل غيري نورمال حالت کي چورت اخيستی وو. ورته مي وويل: څه شي غواړې و مومې؟


و ئې ويل: محبت. مينه غواړم خپله کړم او غواړم مینه خپره کړم.

 

و مي ويل: قرآن وګوره خپله ورکه به پکښي ومومې.


را و ئې کتل. لنډه شېبه ئې زما په څېره کي سترګي ښخي وې. سترګي ئې ورغړېدې. لکه زما ږيري ته چي ئې فکر ور اوښتی وي. و ئې ويل: ته ډېر ښه ايسې.


په خندا مي ورته وويل: مننه. اصلاً ته ښه يې، چي زه ښه در ته ايسم.


و ئې خندل. غوښته ئې چي نور څه ووايي، خو لکه نور چي توري ورسره خلاص سوي وي، چوپ پاته سو. خپل ساعت ته ئې وکتل. د دوشنبې په ورځ (۱۷/۹/۲۰۱۸) ئې د دوکتورا تيزس دفاع کاوه. و ئې ويل: ځم له استاد سره مي ګورم. د بيا ليدو په تمه ئې خدای پاماني وکړه. هم داسي په فکر کي د الله جل جلاله د نامه په بيا بيا تکرار روان سو.

 

۲۳/وږی/۱۳۹۷
۱۴/۹/۲۰۱۸

سرته