تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنګ بدمرغې زېږوي ! قدر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2018
  0
ليږونکی: نظيف الله ﴿ځلاند﴾ كابل 2017-06-19
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دخپل عمر د پای په ورځو کې د وحي په ‌ذريعه د ليلة القدر د شپې مشخصه نېټه وښودل شوه .
 
له ده مبارک سره چې د امت غم  و، نو سم له لاسه را ولاړيږي او د مسجد نبوي په لوري حرکت کوي ، تر څو خپل امت د دغې مبارکې شپې د مشخصې نېټې څخه خبر کړي .
 
که ګورې چې په لارې کې دوه کسان سره په جنګ اخته دي ، مبارک هم ورګرځي ، تر څو د دوی تر مينځ شخړه ختمه کړي ، بالآخره  ترلږ ځنډ وروسته چې کله شخړه ختميږي ، نو دليلة القدر هغه مشخصه نېټه هم د ده مبارک له ذهن څخه وځي او واپس مبارک خپه خپل کور ته راګرځې .
 
فايده : دجنګ له نحوسته دا دی ټول امت نن د دغې مبارکې شپې له برکته محروم دی . 
 
 

سرته