تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نجاشي پاچا څنګه مسلمان سو ؟
  تعلیم الاسلام راډیو
  November 25, 2017
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مکې مکرمې مشرکان په دې ډير خواشيني او ناراضه وه چي مهاجر مسلمانانو د خپل دين او ځانو دپاره د أمان ځاى پيدا کړى دی، نو غواړي چي هغه مهاجر مسلمانان هم په يوه طريقه سره مکې مکرمې ته راولي ځکه چي هغه مسلمانان د دوى د آزاره څخه فارغه وه او قريش په دې نه وه خوښ چي يو څه مسلمانان بېله تکليفه او بېله آزاره پاته سي نو  قريشو د خپلو سردارانو څخه دوه پوه، 

 

قوي او هوښيار نفر اختيار کړه چي دا به حبشې ته ځي او هلته به نجاشي په دې راضي کوي چي دغه مهاجر مسلمانان بېرته و مکې مکرمې ته ولېږي، دغه دوه نفره: يو يې عمرو بن العاص ؤ او بل يې عبدالله بن ابي ربيعه ؤ، دغه دواړه تردغه وخته نه وه مسلمانان سوي، نو قريشو په خپل منځ کي مشوره سره وکړه چي کومه هديه او سوغات بايد نجاشي او د هغه درباريانو ته ولېږو چي هغه په خوشاله سي او دغه زموږ غوښتنه قبوله کړي؟ ځينو و ويل:

 

د نجاشي د څرمني څخه جوړ سوي شيان ډير خوښ دي او قريشو هم دغه د څرمني څخه جوړ سوي شيان د شام څخه را وړي وه، ښه ښايسته چرمي شيان يې درلودل، نو يې د دغو چرمي شيانو څخه ډير سوغاتونه د نجاشي او د هغه د وزيرانو او درباريانو دپاره سره يو ځاى کړه. 

 

څرنګه چي نجاشي نصراني ؤ او حبشه هم د نصرانيت پر دين وه، نو يې د نصاراوو علماوو ته هم هديې او سوغاتونه ور سره واخستل، دغه دوه نفره د هِديو او سوغاتو سره و حبشې ته ورسېدل، د مخه تردې چي نجاشي ته ورسي د هغه په درباريانو، وزيرانو، او حاضر باشانو يې شروع وکړه، هغو ته يې هديې او سوغاتونه ورکړه، معلومه خبره ده چي هغه هم په دغو سوغاتو ډير خوشاله سوه او بيا يې و دغه درباريانو ته و ويل:

 

دلته په حبشه کي زموږ د قوم خلك اوسيږي چي د مکې څخه يې هجرت را کړى دى او يو نوى دين يې را وړى دى چي نه زموږ په دين دي او نه ستاسي په دين دي، د دې خبرو څخه يې مقصد دا ؤ چي دغه درباريان د مسلمانانو څخه ناراضه او ورته په قهر سي او ويل: موږ غواړو چي د نجاشي سره په دغه باره کي و وينو او خبري ور سره وکړو، درباريانو ويل: هو بالکل کولاى سى،

 

څرنګه چي دغه خلك ستاسي قوم دى تاسي حق لرى چي د هغو په باره کي د نجاشي سره خبري وکړى، درباريانو وعده ور سره وکړه چي د دغه ملاقات په وخت کي به د دوى مرسته هم کوي، څو دغه دوه نفره د قريشو نمايندګان د نجاشي و دربارته ورغله، هغه را وړي سوغاتونه يې و نجاشي ته ورکړه، نجاشي هم ډير په خوشاله سو او بيا دغو دوو نفرو د مهاجرو  مسلمانانو په باره کي خبري شروع کړې، ويل: ايها الملک!

 

زموږ د مَلک او وطن څخه ستا و وطن ته يو څو بيعقل ځوانان راغلي دي چي د خپل قوم د دين څخه اوښتي دي او ستا په دين کي هم نه دي داخل سوي، يو بل نوى دين يې د ځانه څخه جوړ کړى دى چي نه يې موږ پېژنو نه ته، او د دوى د قوم مشرانو چي د دوى پلرونه يا يې اکاګان دي موږ و تا ته د دوى په باره کي را لېږلي يو چي ته يې بيرته و دوى ته ور ولیږي ، ځکه هغه خلك د دوى ښه څارنه کولاى سي او د دوى په غلطياوو ښه خبر دي، درباريانو  و ويل:

 

دوى حق او صحي وايي هغه کسان و دوى ته ور تسليم کړه چي خپل وطن او قوم ته يې بوزي، نجاشي و ويل: زه ظلم نه کوم ستاسي خبري مي د هغو په باره کي واورېدې خو غواړم چي د هغو خبري هم واورم بيا وروسته حکم کولاى سم، دلته درباريانو بيا مداخله وکړه ويل: موږ دوى پيژنو، دوى په خپل قوم کي معتبره او د عزت خاوندان دي، دوى حق او رشتيا وايي، نجاشي و ويل: يا! دا ظلم دى چي د يوه طرف په خبرو پر هغه بل طرف حکم وکړم حتماً بايد د هغه بل طرف خبري هم واورم، واقعاً نجاشي عادل ؤ او رسول الله صلي الله علیه وسلم  مخ کي  د هغه په باره کي مسلمانانو ته فرمايلي وه چي حبشې ته هجرت وکړی هلته يو پاچا دى چي د هغه په مَلک کي ظلم نه کيږي، که څه هم نجاشي مسلمان نه ؤ مګر ظالم هم نه ؤ. 

 

نجاشي پردې ټينګار وکړی چي تر هغو حکم نه سم کولاى څو د هغه بل طرف خبري وا نه ورم او په حديث شريف کي راغلي دي: که يو سړئ په داسي حال کي درته راغلى چي يوه ستر ګه يې د لاسه ورکړې وه او د يوه نفر څخه يې شکايت کاوه چي هغه دغسي را سره وکړه، ته به د ده په فايده حکم نه کوې ترڅو چه هغه بل مقابل نفر و نه وينې، ښايي چي د هغه دواړي سترګي د بينه تللي وي، بيا نو څوک ظالم دى؟ د دې حديث شريف مقصد دا دى چي پرحکم کولو تلوار مه کوه او ځان صحي او پوره په موضوع خبرَوه. 

 

نو نجاشي هم پر خپله خبره ټينګ سو او ويل: زه بايد د هغو خبري هم واورم، درباريانو هر څه کوښښ وکړى چي نجاشي د دغو دوو نفرو د غوښتني سره سم حکم وکړي، مګر نجاشي وايي: تر هغو چي زه د مسلمانانو خبري وانه ورم دا امکان نه لري چي حکم وکړم، نجاشي امر وکړی چي مسلمانان راولى، مسلمانانو ته و ويل سوه چي نجاشي غوښتي ياست، نو يې په خپل منځ کي سره و ويل: هرڅه چي پيښيږي خو موږ بايد رشتيا و وايو او د خبرو کولو دپاره يې د رسول الله صلي الله علیه وسلم  د اکا زوى جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه  خپل مشر وټاکى. 

 

اوس چي مسلمانان د نجاشي دربارته ورغله نجاشي ورته و ويل: دا څنګه دين دى چي تاسي په هغه کي د خپل قوم څخه جلاسوي ياست؟ نه زما په دين کي داخل سوي ياست او نه په بل داسي دين کي چي هغه دي د مځکي پرمخ موجود وي. 

 

جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه  چي د مسلمانانو د طرفه خبري کونکى ؤ و ويل: ايها الملک! موږ يو جاهل قوم ؤ چي د بتانو عبادت مو کاوه، د مړه سوي حيوان غوښي مو خوړلې، بد او فاحش کارونه مو کول، صلۀ رحمي مو قطعه کول، يعني: پر دوستانو مو رحم او شفقت نه کاوه د همسايه سره مو بد کول، په موږکي قوي ضعيفه خوړى، زموږ دغه حال ؤ چي الله جل جلاله  و موږ ته زموږ د قوم څخه يو رسول را ولېږى چي موږ ته د هغه نسب، صداقت، امانت او پاکي را معلوم وه، دغه رسول موږ و يوه الله او د هغه و عبادت ته وبللو او ويل: هغه شيان چي تاسي او ستاسي پلرو يې عبادت کاوه بېله الله عزوجل  څخه هغه نور پرېږدى ، چي هغه د ډبرو بتان وه. 

 

او دغه رسول موږ په رشتيا ويلو، د امانت په بيرته ورکولو، په صلۀ رحمي، په ښه همسايتوب، امرکړو، د آزار او وينو بهولو، د فواحش او درواغ ويلو، د يتيم د مال د خوړلو څخه يې منعه کړو او موږ يې امر کړو چي يواځي د يوه الله عبادت وکړو، هيڅ شريک ورته و نه نيسو، موږ يې د لمانځه په آداء کولو، صدقه وركولو، او په روژه نيولو امر کړو، جعفر رضي الله عنه  هغه کارونه چي اسلام په امر کړي وه يو يو ورته بيان کړه او ويل:

موږ د ده تصديق وکړی او پر ده صلي الله علیه وسلم  مو ايمان را وړى، د ده او د هغو شيانو متابعت مو وکړی چي د الله عزوجل  د طرفه يې را ته را وړي وه، نو يواځي د يوه الله عبادت کوو او هيڅ شئ د الله شريک نه بولو، هغه شيان حرام بولو چي پرموږ حرام کړه سوي دي او هغه شيان حلال بولو چي راته حلال سوي دي، زموږ قوم پر موږ تېرى او تجاوز وکړی، عذابونه يې را کړل، په خپل دين کي يې په تکليف کړو،

غواړي چي موږ بيرته د الله جل جلاله  د عبادته څخه د ډبرو د بتانو عبادت ته ورکش کړي او هغه خبيث شيان چي موږ حلال بلل بيا حلال وبولو، نوکوم وخت چي يې ظلمونه راباندي وکړه، عذابونه يې راکړه، مځکه يې راباندي تنګه کړه او کوښښ کوي چي زموږ او زموږ د دين په منځ کي جلا والى را ولي نو موږ ستا و مملکت ته راغلو، ته مو تر نورو خوښ او اختيار کړې، ستا جِوار مو زړه وغوښتى او دا مو اميد دى چي ستا په مَلک کي ظلم را باندي و نه سي. 


نجاشي پوښتنه وکړه ويل: آيا ستا سره د هغه څه څخه يو شئ سته چي دغه رسول د الله عزوجل  د طرفه څخه را وړى دى؟ جعفر  رضي الله عنه  و ويل: هو، نجاشي ويل: را ته ويې وايه، جعفر  رضي الله عنه  د سورة مريم څخه هغه آياتونه ورته تلاوت کړه چي د زکریا علیه السلام او یحیۍ علیه السلام قصه پکښي بيان سوې ده، نجاشي دومره و ژړل چي ږيره يې په اوښکو لنده سوه او د نصاراوو علماوو چي اساقفه ورته ويل کيږي هم د قرآن مجيد په اورېدلو  سره وژړل، بيا نو نجاشي و دوى ته و ويل: والله دغه کلام او هغه کلام چي عيسْى علیه السلام   را وړى دى دواړه د يوه طاقه يا کلکين څخه را وتلي دي. 

 


 

دغه د زکريا او يحيْ  علیه السلام  قصه د نصاراوو سره موجوده وه مګر د قرآن مجيد الفاظ او د بيان طريقه معجزه ده پر نجاشي يې ډير تاثير وکړی. 


نجاشي د عمرو بن العاص او عبدالله بن ربيعه و طرف ته مخ ور واړاوه او ويل: يا! والله هيڅکله به دوى و تاسي ته در تسليم نه کړم، نجاشي و مسلمانانو ته و ويل: ورځى بېغمه کښېنى والله و قريشو ته مو هيڅکله نه ور تسليموم، وروسته عمرو بن العاص او عبدالله بن ربيعه د نجاشي د دربار څخه ناکامه و وتل، مګر عمرو بن العاص چي ذکي او هوښيار سړئ ؤ په دغه يو وار ورتګ نه ؤ قانع او فکر وهي چي يوه حيله او چم جوړ کړي، پسله فکره يې دا فيصله وکړه چي دوهم وار بيا نجاشي ته ورسي، که څه هم عبدالله بن ربيعه ورته و ويل: دا کار مه کوه دغه مسلمانان که څه هم زموږ مخالفه دي خو زموږ قوم او أقرباء دي، مګر عمرو بن العاص بيا هم پر هغه خپل فکر ټينګ دى. 


عمرو بن العاص سبا سهار بيا د نجاشي و دربارته ورغلى او ويل: ايها الملک! دغه کسان چي تا په خپله مځکه کي د سکونت اجازه ورکړې ده دوى د عيسْى علیه السلام   په باره کي ډيري لويي خبري کوي، نجاشي ويل: د هغه په باره کي څه وايي؟ عمرو و ويل: په خپله دوى را وغواړه پوښتنه ځني وکړه چي دوى د عيسْى علیه السلام   په باره کي څه وايي. 


نجاشي دوهم وار بيا مسلمانان را وغوښتل، مسلمانان پوه سوه چي قريشو بيا چم او حيله جوړ کړي دي، مسلمانانو په خپل منځ کي مشوره سره وكړه او پر دې یې فيصله وکړه چي د نجاشي د هري پوښتني جواب به په رشتيا او حق ويلو سره ورکوو، ځکه: حق هميشه کاميابه کيږي.

 
کوم وخت چي مسلمانان د نجاشي و دربار ته ورغله نجاشي پوښتنه ځني وکړه چي تاسي د عيسْى علیه السلام   په باره کي څه واياست؟ جعفر رضي الله عنه   و ويل: موږ د عيسْى علیه السلام   په باره کي هغه څه وايو چي زموږ نبيصلي الله علیه وسلم  را ته را وړي دي چي هغه عبدالله، رسول الله، روح الله، کلمة الله دى هغه چي د مريم العذراء البتول په نس کي يې بیله پلاره اچولى دى او بيا يې د سورة المريم د (16) نمبر آيات څخه تر (34) نمبر آياته پوري ورته تلاوت کړل چي په دغو آياتو سره جعفر  رضي الله عنه  د عيسْى علیه السلام    قصه پاى ته ورسول.


 او په دغو آياتو کي دا واضحه او ښکاره ده چي د عيسْى علیه السلام   پيدا کېدل فقط يوه الْهي معجزه ده چي بېله پلاره د مور څخه پيداسو او عيسْى علیه السلام   په خپله الله نه دى او کوم اختلاف چي نصارا د ده په باره کي کوي چي څوک يې په خپله الله يا د الله زوى بولي (العياذ بالله) دا ټول بشري او د انسانانو اختلاف دى خو په حقيقت کي عيسْى علیه السلام   هغه انسان او بشر دى چي الله عزوجل  په خپل کتاب کي ذکر کړى دى چي عبدالله او رسول الله دى او د مور څخه بېله پلاره پيدا سوى دى، کوم وخت چي جعفر  رضي الله عنه  د آياتو د ويلو څخه فارغه سو نجاشي و ويل:() او د مځکي څخه يې يوه خاشه را پورته کړه ويل: والله عيسْى علیه السلام   تر دغه چي تا و ويل، دغه يوه خاشه فرق نه درلودى، يعني: عيسْی علیه السلام   بنده او د الله رسول دى او پيدايښت يې په دغه مُعجِز ډول سره ؤ. 


هغه درباريان چي د نجاشي په مجلس کي حاضر وه او د هغو عقېده دا وه چي عيسْى په خپله الله دى هغو مخالفت ښکاره کړى، نجاشي ورته و ويل: که څه هم تاسي مخالفت کوى بيا هم والله عيسْى علیه السلام   د دوى د بيان څخه يوه خاشه فرق نه لري او نه يې درلودى.  


نجاشي امر وکړی چي مسلمانان دي ولاړ سي په أمن او بېغمي کي دي ژوند کوي او هيڅوک به آزار نه ور رسوي او خپلو درباريانو ته يې و ويل: د دوى دوو هديې بيرته ورکړی زه و هغه ته ضرورت نه لرم، الله جل جلاله  زما څخه رشوت نه دى اخستى چي زما پاچهي يې بيرته ما ته را کړل او زه اوس په خپله پاچهي کي رشوت واخلم؟ ام سلمه رضي الله عنه  چي د دغي قصې روايت کوي وايي: بيا نو دغه دوه نفره 


د نجاشي د دربار څخه په بد مخ را و وتل او هغه هديې چي دوى را وړي وې بيرته ورکول سوې او موږ د نجاشي سره په ښه همسايتوب کي وخت تېراوه. 


اوس به اول په حبشه کي د نجاشي سره وروستني واقعات درته بيان سي او بيا به د قريشو تر ناکامه سفر وروسته په مکه مکرمه کي د قريشو نوري فيصلې او اقدامات درته بيان سي.


په دغه خبرو سره د نجاشي او د هغه د درباريانو په عقيده کي اختلاف ښکاره او پيدا سو، ځکه نجاشي عيسْى علیه السلام   د الله بنده او رسول وباله او درباريانو عيسْى علیه السلام   په خپله رب باله.   العياذ بالله.
(درباريان د قومو او قبيلو هغه مشران دي چي همېشه به د نجاشي په دربارکي حاضر وه)


 نو د پاچا او درباريانو د عقيدې د اختلاف په سبب په حبشه کي فتنه شروع سوه، درباريان په دې واقعه ډيرناراضه دي چي نجاشي ولي د دوى د عقيدې څخه مخالفه خبري کوي مګر نجاشي عالم ؤ، يواځي پاچا او امير نه ؤ بلکه د نصاراوو ډير لوى عالم هم ؤ، هغه په انجيل کي معلومات درلودل او هغه ته د عيسْى علیه السلام   په باره کي صحي معلومات وه، نو خود د پاچا او درباريانو په منځ کي ورځ په ورځ اختلاف زياتېدى. 


په دغه وختو کي به نجاشي د جعفر رضي الله عنه  سره ملاقاتونه کول او جعفر رضي الله عنه  به اسلام او د هغه احکام ور ښوول،څو نجاشي په پټه مسلمان سو او پر رسول الله صلي الله علیه وسلم  يې ايمان را وړى او د قرآن مجيد ليکني يې د جعفر رضي الله عنه  څخه د زده کولو دپاره اخستې. 


په دغه موده کي د پاچا او درباريانو اختلاف نور هم شديد سو، نجاشي وليدل چي د درباريانو د اختلاف په سبب يې پاچهي ضعيفه کيږي نو يې يوه ورقه چي قرآن مجيد پرليکل سوى ؤ ترخپلو کالو لاندي پر ځيګر کښېښوول او بيا يې ټول درباريان را ټول کړه او ورته ويې ويل: تاسي ته څه پيښه ده؟

 

وينم مو چي په فتنه او بې اتفاقي اخته کېږى، درباريانو  و ويل: ته د عيسْى علیه السلام   په باره کي داسي خبري کوې چي هغه خبري زموږ د عقيدې څخه فرق لري، نجاشي و ويل: تاسي د عيسْى علیه السلام   په باره کي څه واياست؟ درباريانو  و ويل: موږ وايو: عيسْى علیه السلام   د الله زوى دى (العياذ بالله) نجاشي لاس پرځيګر کښېښاوه ويل: زه پر دغه يم، مقصد يې هغه قرآن ؤ چي ده ترکالو لاندي ايښى ؤ، مګر په ظاهره هغو ته داسي ښکاره سوه چي زه ستاسي سره پر دغه خبره يم او قسم يې ياد کړی چي زه هم پر دغه يم،

 

موضوع يو څه سړه سوه مګر بيا هم ځيني درباريان په شک او تردد کي دي او وضعه پوره نه آراميږي. 


څو د حبشيانو يو قومي مشر د څو نفرو درباريانو سره يو ځاى سو او د لښکر د مشرانو څخه يې هم څو نفره د ځان ملګري کړه د نجاشي پر ضد يې جنګ اعلان کړى، د نجاشي لښکر پر دوې حصې و ويشل سو يوه ډله د مخالفينو وه او بله ډله د نجاشي ملګري وه، د نجاشي او مخالفينو په منځ کي جنګ شروع سو، د جنګ ميدان د يوې لويي او برداره ولې پر غاړه ؤ چي (نهر) ورته وايي او مسلمانان د دغه نهر پر هغه بله غاړه اوسېدل، جنګ يې ليدى مګر د جنګ نتيجه يا د يوه طرف کاميابي نه ورته معلومېدل،

 

نو مسلمانانو و ويل: څوک به د جنګ خبر او نتيجه موږ ته راوړي چي څوک کاميابه کيږي او څوک ماته خوري، که نجاشي کاميابه سو موضوع په خير ده، ځکه هغه زموږ پر طرف دى او که مخالفين کاميابه سي نو زموږ ژوند په خطر کي دى، زبير بن العوام رضي الله عنه  چي په دغه وخت کي قوي ځوان ؤ هغه و ويل: دا خبر به زه درته را وړم، مګر واله ډيره لويه او برداره ده څوک وايي: دغه واله بحر نيل ؤ، زبير بن العوام رضي الله عنه  د اوبو يو ژئ خالي کړی او بيا يې په هوا ډک کړی (وې پړساوه) اوبو ته يې ور واچاوه لاسونه يې پوري ونيول په اوبازي يې شروع وکړه څو د ولې هغه بل طرف ته ورسېدى او هلته د جنګ و حالاتو ته ګور ي، په نتيجه کي د نجاشي لښکر کاميابه سو او مخالفينو ماته وخوړل، زبير بن العوام رضي الله عنه  د هغه ژي په مرسته بيرته په دغه لوى نهر کي راغلى او مسلمانانو ته يې د نجاشي د کاميابۍ زېرى را وړى. 


نجاشي د مرګ تر وخته پر اسلام پاته سو، کوم وخت چي بيا په وروسته کي نجاشي رضي الله عنه  وفات سو جبريل علیه السلام   د هغه د وفات خبر و  رسول الله صلي الله علیه وسلم  ته راوړى او رسول الله صلي الله علیه وسلم  پر هغه د غائب د جنازې لمونځ آداء کړى، صلوةُ الغائب پر هغه چا کيږي چي پر هغه د جنازې لمونځ نه وي سوى، مګر هغه څوک چي پر هغه د جنازې لمونځ سوى وي پر هغه مړي د غائب د جنازې لمونځ نه کيږي او پر نجاشي رضي الله عنه  د جنازې لمونځ نه ؤ سوى ځکه هغه په نصاراوو کي ؤ او خپل اسلام يې پټاوه، نو رسول اللهصلي الله علیه وسلم او اصحابِ کرامو د غائب د جنازې لمونځ پر نجاشي آداء کړى.  


دا د نجاشي د اسلام قصه او هغه واقعې وې چي مهاجر مسلمانانو ته په حبشه کي پيښي سوي وې. 

      

ماخذ: د سرورِ کائینات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته