تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعاريت ضمان
 
  June 12, 2017
  0
 
ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله
 
دعاريت ضمان
 
عاريت په راتلونکو شيانو مضمون ګرځي: 

  • پخپل لاس يې ضايع کول . 
  • ساتنه يې پرېښوول . 
  • د عاريت څخه د ټاکل سوو شرطو خلاف يا غير عادي کار اخيستل . 
  • د عاريت په ساتنه کي د مُعِير د وينا مخالفت کول .

دا ځکه چي عاريت د مُسْتَعِيرِ په لاس کي امانت دى دمخه مو لوستي دي چي د امانت ساتنه پر مودَع لازمه ده ، نو عاريت هم د امانت حکم لري ، که مُستَعِير يې ساتنه پرېږدي يا د مُعِير د وينا مطابق يې و نه ساتي  نو  مُقَصِّر بلل کيږي او په تقصير سره امانتي شى مضمون ګرځي . 

د غه ډول که مُعِير د خپل شي غوښتنه وکړي او مُستَعِير يې بېله عذره د ورکولو څخه ډډه وکړي ، هلته هم مُستَعَار مضمون ګرځي او که تردې وروسته مُستَعَار له مينځه ولاړ سي ، تاوان يې پر مُسْتَعِيرِ راځي . 

 مثال : که زيد د بکر څخه بايسکل په عاريت واخلي ترڅو کلي ته پرولاړ سي  بکر بايسکل پدې شرط ورکړي چي د شپې به نه پر ځې ، زيد د شپې پر ولاړى او پر لاري لار وهونکو بايسکل ځني واخيستى ، د لته به زيد بکر ته د بايسکل تاوان ورکوي ، ځکه هغه د شپې د تګ څخه منع کړى وو خو زيد د هغه د شرط خلاف عمل وکړى . 

د ردولو خرڅ
د مُستَعَار شي د ردولو خرڅ پر مُسْتَعِيرِ راځي ، لکه څنګه چي د کرايه سوي او غصب سوي شي د ردولو مصرف پر  مُستاجِر او غاصب راځي . 
 
که زيد د بکر څخه داسي شئ د عاريت په ډول واخلي چي پر بېرته ورکولو يې کرايه راتله نو کرايه به يې زيد ورکوي .

د ردولو طريقه
مُستَعِير که مُسْتَعَار د مُعِير کور ته وليږي او د هغه  د کورنۍ يوه کس يا خادم ته يې وسپاري نو بيا هم مُستَعِير د ضمان څخه  خلاصيږي ، البته که مُستَعَار قيمتي شى وو لکه د ښځو زيورات ، بيا به يې خپله مالک ته لاس په لاس ورسپاري .

که مُستَعِير ارزښتناکه شئ د مُعِير خادم يا بل  نفر ته وسپاري او د هغه څخه ورک سي تاوان يې پر مُسْتَعِيرِ راځي .
 
ځکه مُستَعَار که قيمتي وو نو بيا به يې شخصا  مُعِير ته ردوي لکه څنګه چي وَدِيعه او غصب سوى شئ شخصا مودِع او مالک ته رديږي . 
 
د فقه المبتدي دوهم ټوک پر همدې ځاى وپاى ته ورسېدى ، ور پسې يې دريم ټوک د معاملاتو څخه پيل کيږي .
-------------------
د فقه المبتدي د دوهم ټوک تبيض د ١٤٣٢ کال د رمضان المبارک پر ٩ نېټه د سه شنبې په ورځ چي د ١٣٩٠ کال د اسد د مياشتي د ١٨ مي نېټې سره سمون خوري د الله جل جلاله په توفيق وپاى ته ورسېدى . و الحمد لله رب العالمين و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه اجمعين .
--------------------------------------------

مأخذ: فقه المبتدي دوهم ټوک - نکاح برخه
 
مخکنۍ ليکنه: مُطْلَق اِعَاره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته