تازه سرليکونه
اِعَارَةُ
 
  April 13, 2017
  0

 

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله 

 

اِعَارَةُ 
 
اِعَارَةُ : بل ته خپل شئ بېله کرايې د موقت وخت د پاره ورکول ترڅو هغه کار ځني واخلي اِعَاره ده . 
يا په بل عبارت : د شي منفعت بل ته مفت او بې کرايې ورکولو ته اِعَاره وايي . 

مُعِير : مُعيِر هغه چاته وايي چي خپل شئ بل ته بېله کرايې څخه د څه مدې کار اخيستني د پاره ورکوي. 
مُعَارَ : مُعَارَ هغه شي ته وايي چي د څه مدې کار اخيستني د پاره بې کرايې يو چا ته ورکول سي . 

اِسْتعَارةُ : د بل څخه شئ د موقتي کار اخيستني دپاره بې کرايې غوښتل اِسْتعَارة ده . 
مُستَعِير : مُستَعِير هغه چاته وايي چي د بل څخه شئ په عاريت غواړي . 

مُسْتَعَار : مُسْتَعَار هغه شي ته وايي چي د بل څخه په عاريت غوښتل کېږي ، مُسْتَعَار ته عَارِيَّةٌ هم وايي . 
که زيد بازار ته تلى او بکر ته يې وويل : ستا موټرسيکل راکړه چي زه بازار ته پر ولاړسم او هغه موټرسيکل ورکړي .
 
دا تړون ته د اعارې تړون وايي ، پدې مسئله کي زيد مُسْتَعِيرِ دى ، بکر مُعيرُ دى ، موټرسيکل مُستَعَار دى ځکه چي زيد يې غوښتنه کړې ده او پدې مسئله کي موټرسيکل ته مُعَارَ او عَارِيَّةٌ هم ويل کيږي . 
 
عين او منفعت :
خپله وشي ته عين وايي او د هغه څخه چي کومه ګټه اخستل کېږي هغه ته منفعت وايي مثلا : د بايسکل سپرتيا د بايسکل منفعت دى ، خو خپله بايسکل عين دى ، د عين جمع اعيان ده او د منفعة جمع منافع راځي . 

لکه څنګه چي د شيانو اعيان کله په پيسو خرڅيږي چي هغه ته بيع وايي او کله بيا مفت د تحفې په ډول چا ته ورکول کيږي .
دغه ډول د شيانو منافع او ګټي هم کله چا ته په پيسو ورکول کيږي او کله بيا مفت ورکول کيږي .

د شي منافع که څوک وبل ته په پيسو ورکوي هغه ته په عربي اجاره او په پښتو کي کرايه وايي او که يې مفت ورکوله هغه ته بيا اِعَاره وايي .
 
د اجارې او اعارې ترمنځ فرق دا دى چي په اجاره کي شئ بل ته تر يوې ټاکلي مدې په ټاکلي مبلغ کرايه ورکول کيږي او تر ټاکلي مدې وروسته شئ بېرته خپل مالک ته رديږي .
 
په اِعَاره کي هم څوک شئ بل ته د څه مدې دپاره ورکوي خوکرايه يې نه ځني اخلي بلکي بې کرايې يې ورکوي. 

د اعارې رکن:
په اِعَاره کي يوازي د مُعِير ايجاب د اعارې رکن بلل کېږي ، ځکه چي دا د تَبَرَّعَ يعني يو خيراتي تړون دى او پر بل چا باندي کوم حق نه په لازمېږي ، نو ځکه تنها د مُعِير په ايجاب مُنْعَقِد او تړل کېږي . 
 
زفر رحمه الله وايي : په اِعَاره کي د ايجاب سره د مُسْتَعِيرِ قبول هم رکن دى . 
مثال : که چا د اعارې څخه قسم اخستى وو ، وروسته يې يو کس ته وويل : زما موټر په عاريت ستا دى او خپل کار ځني اخله .

د ابو حنيفه رحمة الله علیه او ملګرو په آند دا سړى حنيث سو ، قسم پر واوښت ، ځکه د اعارې تړون يوازي په ايجاب سره تړل کېږي ، خو د زفر رحمه الله په آند هغه مهال قسم پر اوړي چي مُسْتَعِيرِ يې ځني قبول کړي ، ځکه د هغه په آند اِعَاره په ايجاب او قبول مُنْعَقِد کېږي . 
  
د اعارې شرطونه:
د اعارې يو شرط دادى ، چي مُعيرُ به عاقل وي ، د ليوني او غيرمميز کوچني اِعَاره نه صحيح کېږي . 
دوهم شرط يې د مُسْتَعَار قبض کول دي ، د ايجاب وروسته چي مُستَعِير شى قبض کړي نو هلته بيا هغه شي ته د عاريت حکم ثابتېږي . 

دريم شرط يې دا دى چي  مُسْتَعَار به داسي شى وي چي بېله استهلاک او له منځه تللو څخه به د هغه څخه استفاده او ګټه اخستل کېدلاى سي لکه موټر ، کور ، بايسکل او داسي نور .
کوم شيان چي بېله استهلاک څخه ګټه نسي ځني اخيستل کېدلاى د هغو اِعَاره نه صحيح کېږي لکه پيسې او ډوډۍ . 

مثال : څوک چي د چا څخه پيسې يا ډوډۍ په عاريت واخلي دا اِعَاره نه ده ، بلکي قرض دى او د قرض حکم لري که څه هم يې د عاريت په نامه ونوموي ، ځکه ډوډۍ د خوړلو د پاره غوښتل کېږي او په خوړلو ډوډۍ استهلاک کيږي .

دغه ډول پيسې د شيانو د رانيولو يا يې بل ته د ورکولو د پاره غوښتل کيږي د پيسو خرڅول يا يې بل ته ورکول استهلاک دى نو ځکه پر مُسْتَعِيرِ يې مثل لازميږي . 
 
که څوک د چا څخه کور په عاريت واخلي ، عاريت  يې صحيح کيږي ، ځکه کور د هستوګني د پاره غوښتل کيږي ، په هستوګنه کور له منځ څخه نه ځي ، د څه مدې هستوګني وروسته همدا کور بېرته مالک ته رديږي . 
 
-------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
مخکنۍ ليکنه: اِيدَاع
 

سرته