تازه سرليکونه
د ايجاب او فبول الفاظ او زمانه
 
  December 17, 2011
  0

د ايجاب او قبول لفظونه

په كومو لفظونو چي ايجاب او قبول كول كيږي هغه لفظونه به د ماضي په صيغو وي . یو کار چي په تېر وخت کی سوى وي هغه ته په عربي کي د ماضي فعل وايي . یو کار چي همدا اوس ګړی کیږي هغه ته حال وايي او کوم کار چي په راتلونکې زمانه کي کیږي که څه هم لږ ګړی وروسته وي هغه ته بیا د استقبال فعل وايي . د نکاح ایجاب او قبول چي د ماضي په صیغو کیږي د هغه معنا دا نه ده چي د دوى دوو تر منځ مخکي نکاح تړل سوې ده او اوس یي خبر ورکوي بلکي همدا د ماضي په صیغو اوس نکاح تړي . په عربي کي ایجاب او قبول په دې ډول کیږي : سړي د ښځي وکيل ته د شاهدانو په حضور کي ووايې : نَكَحتُ فلانة ، دا ایجاب سو . د ښځي وکيل په هغه ګړي په جواب کي ورته ووایي : قبِلتُ ، دا قبول سو .

داسي هم کېدلای سي چي لومړی د ښځي وکيل د شاهدانو په حضور کي ووایي : زَوَّجْتُكَ فلانة ، دا بیا د ښځي د وکيل لخوا ایجاب سو . وروسته سړی په هغه مجلس کي په جواب کي ورته ووایي : قبلتُ ، دا د سړي لخوا قبول سو .
لکه مخکي چي مو وویل په نکاح او بل هر تړون  کي چي لومړی کس په کومو الفاظو د خپلي موافقې څرګندونه کوي هغي وینا ته ایجاب وایي او د ورپسي کس وینا ته بيا قبول وایي . د نارینه او ښځي هر يوه پر ځای د هغوى وکیلان هم ایجاب او قبول کولای سي .

د ماضي ډولونه
ماضي پر درې ډوله ده ، ماضي مطلق ، ماضي قریب او ماضي بعید . په ایجاب او قبول کي د ماضي د درو واړو ډولونو څخه هره یوه ماضي استعمال کېدلای سي . د ماضي مطلق مثال مخکي بیان سو خو که څوک د ماضي قریب په صیغو ایجاب يا قبول کوي که نارینه په تړون پیل کاوه داسي به وایي : قد نَکحتُ فلانة دا ایجاب سو . ښځه به په جواب کي داسي ورته وايې : قد قبلتُ ، دا قبول سو .

د نکاح او بل هر ډول تړون ایجاب او قبول د عربي پرته په نورو ژبو هم صحیح کیږي. که څوک د عربي څخه ماسیوا په بله ژبه نکاح تړي هغه به هم د همهغي ژبي د ماضي په صیغو وي . په پښتو کي هم د عربي په شان د تېري زماني دا درې ډولونه سته ، مُطَلَّقَه تېره زمانه ، نژدې تېره زمانه او لیری تېره زمانه . د مطلقی تېري زمانې صیغه هغه فعل یا صیغې ته  وایي چي د هغه څخه فقط دونه معلومیږي چي دا کار په تېر وخت کي سوى دى ، خو دا نه ورڅخه معلومیږي چي دا کار په نژدې تېر وخت کي سوى دى او که په لیري تېر وخت کي سوى دى . د نژدې تېري زمانې صیغه هغه فعل یا صیغې ته وایي چي د هغه څخه دا معلومیږي چي دا کار په نژدې تېر وخت کي سوى دى .
د لیري تېري زمانې د صیغې څخه بیا دا معلومیږي چي دا کار په لیري تېره زمانه کي سوى دى .

د درو واړو مثالونه په دې ډول دي :
ما ډوډۍ وخوړله دا مُطَلَّقَه ماضي ده
ما ډوډۍ خوړلې ده دا نژدې ماضي ده
ما ډوډۍ خوړلې وه  دا ليري ماضي ده

د دې مثالونو څخه راته معلومه سوه چي که د وکیل په توسط د نکاح ایجاب او قبول په مُطَلَّقَه ماضي کيږي نو داسي به وایي :
د ښځي وكيل :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح وركړله
د سړي وكيل :
 ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح قبوله كړله .
په ماضي قريب يا نژدې ماضي ايجاب او قبول
داسي كيږي :
د ښځي وكيل :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح وركړې ده .
د سړي وكيل :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح قبوله كړې ده.
په ماضي بعيده يا ليري ماضي ايجاب او قبول داسي كول كيږي :
د ښځي وكيل :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح وركړې وه .
د سړي وكيل :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح قبوله كړې وه .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک، نکاح

سرته