تازه سرليکونه
احياء المَوَات
 
  March 19, 2017
  0
 
ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله
احياء المَوَات

 مَوَات هغي بې مالکه ناآبادي مځکي ته وايي چي څوک ګټه نه ځني اخلي ، داسي مځکه که څوک د تعمير په جوړولو ، د څاه په کښلو ، د نهالګيو او کښت په کرلو د استفادې وړ وګرځوي ، نو ودې ته احياء المَوَات وايي .

د ابو حنيفه رحمه الله په آند که څوک د امام يعني د وخت د حاکم په اجازه مَوَات مځکه آباده کړي هغه يې مالک ګرځي ، خو که د امام بې اجازې يې آباده کړي نو بيا يې مالک نه ګرځي .

د ابويوسف او محمد په آند که څوک مَوَات مځکه آباده کړي نو د امام بې اجازې يې لا هم مالک ګرځي .
شوافع او حنابله هم د ابويوسف او محمد په شان د مَوَات د آبادولو د پاره د امام اجازه شرط نه ګڼي .

اهل الذمه يعني د اسلامي ملک تابعه لرونکى هستوګن هم د مسلمانانو په شان که مَوَات مځکه آباده کړي د هغه مالک ګرځي ، البته اهل الذمه ته د امام اجازه د درو واړو امامانو په آند شرط ده .

د بل مځکه يا دا ډول مځکه چي په هغه کي يو څوک خاص حق ولري په مَوَات کي نه راځي ، دغه ډول په ښار کي دننه مځکه هم په مَوَات کي نه راځي ، د ښار دباندي هغه مځکي چي د ښار هستوګن ګټه ځني اخلي هم په مَوَات کي نه راځي .

کومي مځکي چي په مَوَات کي نه شمېرل کيږي هغه که څه هم ناآباده وي بيا يې هم په آبادولو هيڅ څوک مالک نه ګرځي .
 
تَحْجِيرُ
که څوک پر مَوَات مځکه ګرد چاپېر کرښه يا جر وکاږي او يا نښي پر ودروي نو ودې ته  تَحْجِيرُ وايي ، په تَحْجِيرُ څوک د مَوَات مځکي مالک نه ګرځي ، البته د  تَحْجِيرُ لکبله يې آبادول په ده پوري ځانګړتيا او اختصاص پيدا کوي يعني تر بل هر چا دى د دغي مځکي د آبادولو حق لري .
 
د  تَحْجِيرُ مده
د  تَحْجِيرُ آخري مده درې کلونه ده ، که څوک پر مَوَات مځکه کرښه يا جر راوګرځوي او په درو کلونو کي يې لا هم په تعمير ، درختو يا څاه کښلو آباده او د استفادې وړ و نه ګرځوي ، بيا امام دا مځکه ځني اخيستلاى سي څو بل چا ته يې ورکړي او هغه کس يې آباده کړي .

د څاه حريم
که څوک په دښت يعني مَوَات مځکه کي څاه وکاږي حريم يې هم د هغه کيږي او بل څوک يې په حريم کي آبادي نسي کولاى ، نه څاه پکښي کښلاى سي او نه يې په آبادولو څښتن ګرځي .

د څاريو د اوبولو څاه څلوېښت ذراع حريم لري ، څوک وايي د څلورو اړخونو حريم يې څلوېښت ذراع دى ، خو صحيح قول دا دى چي د هر اړخ لخوا څلوېښت ذراع حريم لري .

د کښت د اوبولو څاه د ابويوسف او محمد په آند شپېته ذراع حريم لري ، د ابوحنيفه په آند د کښت څاه هم څلوېښت ذراع حريم لري .
د چينې حريم د هر اړخ لخوا پنځه سوه ذراع دى .

د ويالې حريم
که څوک په مَوَات مځکه کي وياله تېره کړي ، نو د ويالې حريم يې د ابويوسف په آند د هر اړخ څخه د ويالې په نيمايې دى او د محمد رحمه الله په آند بيا د هر اړخ څخه د ويالې په اندازه دى .

که څوک د بل چا په مځکه کي وياله ولري ، د ابوحنيفه رحمه الله په آند دا کس حريم نه لري ، البته که د حريم د اثبات د پاره شاهدان ولري نو بيا د حريم حق پيدا کوي د يارانو په آند د تګ او راتګ د پاره او د ويالې د خاورو د اچولو د پاره يې د ويالې بازو حريم کيږي .

د بل په حريم کي څوک څاه نسي کښلاى البته که دوه تنه څنګ پر څنګ مځکه ولري په دوى دوو کي هر يو د خپلي مځي پر هر ځاى څاه کښلاى سي که څه هم يې څاه د هغه بل و څاه ته په ډېر لږ واټن کي وي ځکه د بل په ملکيت کي د څاه څښتن د حريم حق نه لري .

د ذراع اندازه
ذراع د لاس د څنګلي څخه بيا د ګوتو تر سرونو پوري ليڅي ته وايي ، ذراع ګزه ته هم وايي ، کوم چي د مځکي او ټوکرانو اندازه په معلوميږي ، يو ذراع شپږ قبضې ( موټه ) يعني څلرويشت ګوتي کيږي ، يوه ګوته د شپږو ميانه وو وربشو په اندازه ده چي څنګ پر څنګ کښېښول سي .

يو ذراع د ننني عصر د شپږ څلوېښت اشاريه دوو سانتيو سره برابر دى .
د متر په حساب د څاه حريم هر اړخ ته( ۱/۲- ١٨ ) اتلس نيم متره کيږي .
 
----------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
مخکنۍ ليکنه: ستر

سرته