تازه سرليکونه
د لعان معنی (نکاح)
 
  March 7, 2014
  0
لِعَان معنا یو پر بل لعنت ویل ، د ملاعنة په شان مصدر دی لکه قِتال چي د مقاتلې هم معنا او د یوه باب مصدر دی .

په شریعت کي لِعَان دې ته وايي چي سړی د قاضي په حضور کي څلور ځلي په اشهد بالله شاهدي ادا کړي ، چي ما د زنا کوم تور پر خپلي ښځي لګولی دی په هغه کي زه د رښتینو کسانو څخه یم او پنځم ځلي ووایي : پر ده دي لعنت وي که دی په دې تور لګولو کي د درواغجنانو څخه وو .

د سړي د لِعَان وروسته د ښځي نوبت دى ، ښځه به هم څلور ځلي په اشهد بالله شاهدي ادا کوي چي زما مېړه چي د زنا کوم تور پر ما لګولی دى ، په هغه کي دی د درواغجنانو څخه دى او پنځم ځلي به وايي : پر دې دي دالله جل جلاله غضب وي که مېړه یې په تور لګولو کي د رښتینو کسانو څخه وو.

خو تر لِعَان دمخه هم نارینه او هم ښځي ته توصیه کیږي او د آخرت د عذابونو څخه ډارول کیږي چي د آخرت عذاب د دنیا تر حد سخت دی ، که سړي د درواغو تور لګولی وو ترڅو هغه په خپل جرم اقرار وکړي ، که په دنیا کي حد قذف پر جاري سي د آخرت د عذاب څخه به خلاص سي .

که ښځي دا ناوړه عمل کړی وو ترڅو هغه په خپل جرم اقرار وکړي که په دنیا کي د زنا لکبله رجم سي د آخرت د عذاب څخه خو به خلاصه سي .

د سړي او ښځي تر منځ چي لِعَان وسي ، بیا یو د بل څخه بېلیږي یعني قاضي د دواړو تر منځ د بېلتون حکم کوي ، دا بېلتون د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه او امام محمد رحمة الله علیه په آند یو بائن طلاق ګڼل کیږي ، خو د امام ابویوسف رحمة الله علیه په آند دا بېلتون یې تر منځ دائمي حرمت راولي او بیا یې هیڅکله هم تر منځ نکاح نه تړل کیږي .

که سړي پر خپلي ښځي د زنا تور د اولاد په نفي کولو لګولی وو نو بیا يې هغه اولاد ددې سړي اولاد نه بلل کیږي او نه میراث یو د بل څخه وړي ، ځکه په لِعَان یې د پلار څخه نسب قطع کیږي ، بلکي هغه یوازي د مور اولاد بلل کیږي ، مور او هغه اولاد یې یو د بل څخه میراث وړي .

که څوک د ښځي د لنګون څخه سمدستي وروسته یا څه مهال چي مبارکي ورته ورکول کېدله ، د اولاد نفي و نه کړي ، بلکي د هغه څخه وروسته ووایي چي دا اولاد زما څخه نه دی ، پدې صورت کي هم لِعَان کول کیږي ، ځکه د اولاد نفي کول پر ښځي باندي د زنا د تور لګولو په معنا دی خو د اولاد نسب د پلار څخه نه پرې کیږي .

د امام ابو حنيفه رحمة الله علیه ملګري وايي : که سړی د نفاس په مده کي دننه د خپلي ښځي اولاد د بل چا څخه وبولي او د ځان څخه یې نفي کړي نو دا نفي صحیح دي ، هم لِعَان لازموي او هم نسب قطع کوي . 

لِعَان د هغه مېړه او ماینې تر منځ کیږي چي هغوی دواړه د شاهدي ادا کولو اهلیت او وړتیا ولري ، نو ځکه که پر سړي د دې څخه دمخه د تورلګوني سزا یعني د قذف حد جاري سوی وي او بیا پر خپلي ښځي د زنا تور ولګوي دا سړی لِعَان نه سي کولای بلکی د تور لګوني حد پر جاري کیږي .

همدا راز نابالغه ، لیونۍ یا زانیه ښځه که مېړه په زنا تورنه کړي نو نه یې پر مېړه د تورلګوني حد جاري کیږي او نه لِعَان ته اړ ایستل کیږي ، ځکه نابالغه ، لیونۍ ، زانیه او پر چا چي د تورلګوني حد جاری سوی وي هغه د شاهدي ادا کولو وړتیا او اهلیت نه لري .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

سرته