تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کعبې شریفي د غلاف تاریخ
  تعلیم الاسلام
  November 30, 2013
  0
ليکوال : حافـظ عتيق الرحمن    
ژباړن : نعمت الله احساس سلام
 
 
د کعبې شريفي پوښ ته، چي په عربي ژبه کي ” کسوة الکعبة “ ويل کيږي  هر کال پرې پوښل کيږي، چي په نتيجه کي د کعبې شريفي ديوالونه پرې پټېږي او د ليدونکو د خوښۍ او زړه راکښون لامل گرځي. دا پوښ اوس د سعودي عرب د مکې مکرمې ښار په ام الجـــود نومې سيمه کي، چي د جدې پر پخواني سړک د حديبې نومي ځاى کي پرته ده په يوه ستره کارخانه کي يې د تيارېدو چاري سرته رسېږي.
 
دا کارخانه په يوه کال کي يوازي دوه پوښونه د کعبې شريفي لپاره تياروي. يوه پوښ، چي په عامه توگه ټولو خلکو ته ښکاري او پر باندني دېوال باندي اچول کيږي او دوهم پوښ د بيت الله پر دننه دېوال باندي اچول کيږي کوم، چي شين رنگ لري.
 
د کعبې شريفي پوښ د سعودي عرب د هر وخت واکمن له خوا د الله تعالى د کور لپاره هديه کيږي. د پوښ پر باندنۍ برخه باندې يوه لوري ته د سرو زرو په حروفو دا جمله ليکل سوې وي چي:  دا پوښ په مکه مکرمه کي په دې کال  تيار سوئ او د حرمينو شريفينو د خادم له خوا بيت الله شريف ته هديه سو .
 
 

 

د کعبې شريفي د پوښ رنگ :

 

د کعبې شريفي پوښ تور رنگ لري  او د ورښمين تار له ټوکر څخه تېارېږي. نوموړى پوښ د لاسي پخوانيو وسايلو او نوو عصري ماشينونو په واسطه جوړېږي او په ډېره ښکلې توگه سره دا الفاظ (( يا الله )) او (( لا اله الا الله )) د ټوکر دنـنه ليکلى کيږي. په لومړنيو وختونو کي د کعبې شريفي د پوښ د بدلون لپاره کومه ځانگړئ نېټه نه وه ټاکل سوې. کله به په کال کي دوه ځله او کله به بيا ترڅو به چي زوړ سوى نوو همداسي پرېښودل کېده. په لومړنيو وختو کي نوموړى پوښ په بېلابېلو رنگونو کي تيارېدى . له ځينو روايتونو څخه معلومېږي، چي ځينو پخوانيو واکمنو به نوموړى پوښ له سور رنگه ورښمين ټوکر څخه جوړاوه او ځينو نورو واکمنو له سپين رنگه ورښمين ټوکر څخه جوړاوه.
 
 
 

 

د جاهليت په زمانه کي د کعبې شريفي د پوښ يادښت :

 

حضرت ابوهريره  رضي الله عنه  څخه روايت دى، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  اسعد الحميرى ته له بد ردو او کنځلو ويلو څخه منعه وکړه. نوموړى کس د يمن له واکمنانو څخه يو دئ او نوموړى لومړنى کس دئ، چي بيت الله شريفي  ته يې پوښ ورکړ او ابن جريج روايت کوي، چي له يو ډول په لاس جوړ سوي سپين ټوکر څخه يې يو پوښ پر بيت الله واچاوه او يوه دروازه يې هم ورته کښېښوده. د حضرت زيد بن ثابت  رضي الله عنه  مور وايي، چي کله دې زيد بن ثابت  رضي الله عنه  وزېږاوه په هماغه وخت کي بيت الله شريفي د مختلفو رنگونو څخه جوړ د ټوکر يو پوښ درلود.
 
وليد الوزرقي په خپل کتاب کي ليکلي، چي حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم   په مکه مکرمه کي د مدينې منورې پر لوري له هجرت کولو څخه وړاندي دبيت الله شريفي لور ته کتل، چي پر هغې باندي له بېلابېلو ټوټو څخه جوړ سوى يو پوښ وو. د مکې قريشو د جاهليت په زمانه کي د کعبې شريفې د پوښ جوړولو لپاره له بېلابېلو قبيلو څخه چنده راټولوله او په دې راټولو شويو پيسو به يې د بيت الله شريفي لپاره پوښ تياراوه او هغه به يې پرې غوړاوه، تر دې پوري چي ابو ربيعه المخزومى نومي يوه سوداگر، چي په يمن کي يې سوداگري کوله قريشو ته وويل : يو کال تاسو بيت الله شريفي ته پوښ ورکوئ او يو کال به زه يوازي بيت الله شريفي ته پوښ ورکوم.
 
 

 

د اسلام په زمانه کي د کعبې شريفې يادښت :

 

خالد بن ابى المهاجر  رضي الله عنه  روايت کوي، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د محرم (عاشورا) پر ١٠ لسمه خلکو ته وفرمايل : دا (نن) د عاشورا ورځ  ده، په دې ورځ هجري کال پوره کيږي او بيت الله شريفي ته پوښ وراچول کيږي او د خلکو عملونو پورته (آسمانونو) ته ځي. او ابن جريج فرمايي، چي : د اسلام څخه وړاندې به بيت الله شريفي ته هغه مهال پوښ ورکول کېده کله به چي ټول وگړي د حج ادا کولو لپاره له مکې مکرمې څخه د باندې ووتل. ان تر دې پورې چي د بني هاشم ټول خلک به له مکې څخه ووتل، نو بيا به بيت الله شريفي ته( د ذې الحجې پر نهمه ) يوم الترويه پوښ ورکول کېده؛ چي له ورېښمو څخه به جوړ سوئ وو، نو بيا به خلکو ته بيت الله شريفه نوره هم ښايسته د عظمت او شان لرونکې ښکارېده. کله به چي ١٠ د محرم سو، نو يو څادر به يې ترې لرې کاوه. له دې څخه معلومېږي چي په لومړنيو وختونو کي د کعبې شريفي پوښ دوې حصې درلودې يعني يوه يې پورتنۍ حصه وه، چي رداء بلل کيده او لاندنۍ حصه  يې ازار بلل کېده.
 
      همدارنگه ابوالوليد الازرقي په خپل کتاب د مکي تاريخ کي يادونه کړې، چي د جاهليت په زمانه کي به بيت الله شريفي ته د څرمني پوښ ورکول کيده. بيا وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  له يمنـــي ټوکر څخه پوښ ورکړ او ورپسې  حضرت عمر رضي الله عنه  او حضرت عثمان  رضي الله عنه  په خپلو وختونو کي له مصري کاټن څخه جوړ ديو ټوکر څخه پوښ تيار کړ. له هغوئ څخه وروسته حجاج بن يوسف په خپل وخت کي له ورېښمو جوړ او نقاشي سوي ټوکر څخه پوښ ورکړ.
 
حبيب بن ثابت  رضي الله عنه  فرمايي، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر بيت الله شريفي باندې پوښ واچاوه، ابوبکر،  عمرفاروق، عثمان  او على رضي الله عنهما هم بيت الله شريفي ته پوښ ورکړ. له دوئ څخه وروسته حجاج، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  او بيا امير معاويه  رضي الله عنه  او له هغه څخه وروسته عبدالملک بن مروان هم په خپل وار سره بيت الله شريفي ته پوښ ورکړ. کله چي د عباسيانو په واکمني کي د مامون د خلافت زمانه راغله، نو هغه ته د مکي اوسيدونکو ليک واستاوه، چي د بيت الله شريفي پوښ ډېر زوړ، شليدلى او خيرن سوى؛ همدارنگه کوچنى اختر هم نژدې دئ، نو د دې لپاره که د بيت الله شريفي پوښ بدل کړئ ډېره به ښه وي. د ليک لوستلو سره سم خليفه د سپينو ورېښمو څخه دپوښ د جوړولو امر وکړ، چي په ٢٠٦ هجري کال کي پر بيت الله شريفي باندي وغوړول سو. له دې څخه داسې معلومېږي، چي د اسلام له لومړنيو وختونو څخه د بېلابېلو رنگونو او ټوکرانو څخه جوړ د کعبې شريفي پوښ تيارېده.
 
 
 د مکې مکرمې په جنوبي برخه کي د جدې پر پخواني سړک باندي يوه کارخانه موقعيت لري، چي په عربي ژبه کي د هغې نوم (( مصنع کسوة )) ده. نوموړې کارخانه په ټول کال کي يواځي د کعبې شريفي غلاف (پوښ) تياروي او هم د دې لپاره ځانگړې سوې ده. نوموړې کارخانه په ١٩٧٢ عيسوي کال کي جوړه سوې ده؛ د جوړېدو ستر لامل يې دا وو، چي پخوا به د بېلابېلو هېوادونو لخوا په مختلفو رنگونو کي پوښ تيارېده، چي کله ناکله به ناقص هم وو او د سعودي عرب  واکمنو د خپل ځان لپاره کمزورتيا او عيب گاڼه، نو د دې لپاره ملک عبدالعزيز آل سعود په کال ١٣٩٢ هـ  چي د ١٩٧٢ عيسوي کال سره سمون لري د نوموړي ستري کارخانې بنياد کښېښود. د پوښ جوړوني ټولي چاري يې د سعودي عرب هېواد وگړو ته وسپارل سوې او تر نن ورځي پوري په دې کارخانه کي د کعبې شريفي پوښ د همدې هيواد د وگړو لخوا تيارېږي.
 
د دې مقالې ليکوال څو ځله د نوموړي کارخانې کتنه پخپله کړې ده. دا ځل هم د حج د سفر پر مهال ټول حاجيانو ته په ځانگړې توگه د نوموړي کارخانې د کتني اسانتياوي برابري کړل سوي وې، نو د کتني پر مهال مي د نوموړي کارخانې د مختلفو شعبو په باره کي معلومات راجمع کړل، چي ستاسو لوستونکو ته يې وړاندي کوم :
 
١- قسم النسيج اليدوى : د لاس په واسطه د ټوکر جوړولو د پخوانيو ماشينونو برخه په کوم کي چي مختلف عرب وگړي د لاس او پښو په واسط چلېدونکو ماشينونو باندې کار کوي او ډېرى کار کوونکي يې گونگيان او کاڼه کسان دي او پر رسم سوي ټاپه باندې گلکاري د سرو زرو په تار کوي.
 
٢ - قسم النسيج الالى : د برقي او اتومات ماشينونو په واسطه د ټوکر جوړولو ماشينونو برخه : په کوم کي، چي د نړۍ د نويو او عصري ماشين الاتو په واسطه د کعبې شريفي پوښ لپاره ټوکر تيارېږي. همدارنگه چيرته، چي له تار څخه د ټوکر جوړولو او په هغه کي مختلف ډيزانونه جوړول او نورو مرحلو څخه له تېرېدو وروسته نوموړى ټوکر تيارېږي.
 
٣- المختبر :  لابراتوار، په کوم کي چي د تار پېژندل د هغه رنگ او وزن او نورو ډېرو مرحلو څخه تېريږي.
 
٤- الصبغه : چيرته، چي تار او ټوکر دواړو ته رنگ ورکول کيږي او له دې پرته په نوموړې کارخانه کي يو ستر زيرمتون، يو ستره اداره او يوه د ( پرنټنگ ) چاپ برخه هم شتون لري.
 
 
 

 

د کعبې شريفي غلاف ( پوښ ) 

 

د کعبې شريفي د پوښ اوږدوالى ٤١ متره دئ او په پورتنۍ يو پر دريمه حصه کي يې د پوښ د تړلو لپاره سوره وره پټۍ ده، چي د هغې سور ٩٥ سانتي متره تقريباً يو گز دئ او په هغه باندي د سپينو زرو  او سرو زرو په پالش د قرآن کريم آيتونه ليکل سوي دي. د دې سوره ورې ټوټې اوږدوالى ٤٧ متره دئ، چي په ١٦ برخو باندي مشتمله ده او د بيت الله شريفي په څلور واړو کنجونو د نوموړي پوښ په څوکو لگېدلى وي. او په اسلامي خطاطي کي په ډېره ښکلې توگه سورة اخلاص او قرآني آيتونه بېل بېل د مربع په شکل په ثلث خط ليکلى سوي وي کوم چي په عربي ليکدود کي تر ټولو ډېر منلى دئ. د کعبې شريفي په پوښ کي يوه برخه د برقعې په نوم پېژندل کيږي، چي د بيت الله شريفي پر دروازې اچول کيږي، چي له پاسه پرې په خورا ښکلي ترتيب او ليک سره قرآني آيتونه او نور اسلامي عبارتونه نقاشي شوي، چي د پوښ د نورو برخو په نسبت په خورا ښه توگه پرې کار کيږي.
 
د يوه اټکل له مخې د بيت الله شريف پر نوموړي پوښ باندي کېدونکي ټول مصارف نږدې له ٢٠ مليونو ريالو څخه اوړي، کوم چي د سعودي عرب واکمن يې له خپل جېب څخه په ډېره خوښۍ ورکوي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه

سرته