تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة (ص) لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة (ص) لنډه پېژندنه 


سورة ص د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۸ سورة دئ چي د هجرت د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.

 

سورة ص ۸۸ آية او ۵ رکوع لري.


د سورة ص بل نوم سورة داوُد هم دئ.


په سورة ص کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي 

 

۱-  قرآن کريم د نصيحت کتاب دئ.


۲-  د کفارو انجام په دې دنيا کي هم تباهي دئ او په اخرت کي هم، او د کفارو مشران خپل خلګو ته د باطل په ثابت قدمۍ باندي نصيحت کوي.


۳-  د نوح (عليه السلام) قوم، د عاد قوم او د فرعون قوم هم خپل د رسولانو تکذيب وکئ. ثموديانو، د لوط (عليه السلام) قوم او د ځنګله (و شين ګيا) خلګ هم خپل د نبي دښمنان وه.


۴-  پر کفارو عذاب راتلونکی دئ، نو صبر وکه.


۵-  د حضرت داوُد (عليه السلام) قصه. غرونه او مرغانو به د ده مبارک (عليه السلام) سره يو ځای د الله تعالی د حمد ترانې ويلې.


۶-  د دوو دعوه کونکو تر منځ د شخړي قصه چي و سيدنا داود (عليه السلام) ته راغله.


۷-  الله تعالی آسمانونه او مځکه عبث نه دي پيدا کړي.


۸-  دا مبارک کتاب د ذکر او فکر له پاره را نازل سوی دئ.


۹-  د حضرت سليمان (عليه السلام) قصه او د ده مبارک دعا.


۱۰-  د حضرت ايوب (عليه السلام) قصه.


۱۱-  د سيدنا ابراهيم (عليه السلام)، حضرت اسحق او حضرت يعقوب (عليهم السلام) ذکر او يادونه.


۱۲-  د حضرت اسماعيل (عليه السلام)، حضرت اليسع او حضرت ذالکفل (عليهما السلام) يادونه.


۱۳-  د ملائکو سجده و سيدنا آدم (عليه السلام) ته او د ابليس انکار.


۱۴-  ور ته ووايه اې رسوله ﷺ، دا کتاب د ټوله عالم له پاره ذکر دئ او په دې سره زه هيڅ اجر او مزدوري نه غواړم.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته